افغان سوداګر له پاکستان سره شوی تړون ښه ګام بولي

احدي او مخدوم فهيم

د افغانستان د سوداگرۍ وزارت چارواکي وايي چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د ترانزيټ لاسليک شوى تړون به د دواړو هېوادونو د سوداگرۍ د غوړېدا او پرمختگ په برخه کې ښه اغېزه ولري.

د سوداگرۍ وزارت مرستيال غلام محمد ايلاقي وايي ددغه تړون په پلي کېدو سره به افغان سوداگر په دې وتوانېږي چې خپل سوداگريز توکي د پاکستان له سمندري او وچو بندرونو څخه د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته واستوي .

ښاغلي ايلاقي وويل ياد شوی تړون به تر لاسليکېدو يو ديرش ورځې وروسته پلى کېږي.

ښاغلي ايلاقي وويل ددغه تړون گټې يوازې افغانستان ته نه رسېږي بلکې د پاکستان سوداگري به هم ورسره تر ډېره وغوړېږي.

تر دې مخکې د افغانستان او پاکستان تر منځ سوداگريز اړيکي د ١٩٦٥ ميلادي کال د تړون پر بنسټ تر سره کېدل،چې ځينې ستونزې هم ور سره ملې وې.

خو له تېرو دوو کلونو راهيسې دواړو هېوادونو هڅې پيل کړې وې چې په دې برخه کې بل تړون لاسليک کړي چې د وخت غوښتنو ته ځواب ووايي .

ددغې چارې د بشپړتيا په موخه د دواړو هېوادونو چارواکو ٧ ځله په کابل او اسلام اباد کې ددغۀ تړون پر منځپانگه هوکړه وکړه او په پايله کې د دواړو هېوادونو تر منځ د ترانزيټ نوى تړون نژدې لس ورځې مخکې د دواړو هېوادونو د سوداگرۍ د وزيرانو له خوا لاسليک شو.

افغان سوداگر ددغۀ تړون لاسليکول يو تاريخي گام بولي او وايي له دغه تړون سره به افغانستان سوداګر خپلې سوداګريزې چارې په اسانه تر سره کولای شي.

د افغانستان د سوداگرۍ وزارت چارواکي وايي چې په دغه تړون سره به د دواړو هېوادونو تر منځ نه يوازې دا چې ترانزيټي ستونزې هوارې شي، بلکې په تړون کې دا هم راغلي چې د گمرکي تعارفو د ټيټولو په برخه کې دې کارنده گامونه واخستل شي.

دا مهال ډېرى سوداګر افغانستان ته له پاکستانه د خپلو توکيو د رالېږدولو په برخه کې له گڼو ستونزو سره لاس و گريوان دي.

د افغانستان د سوداگرۍ وزارت وايي دا مهال هم د سوداگريزو توکيو دوه زره گاډي په کراچۍ کې بندر ولاړ دي.

بله غاړه د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي چې يوه نړيواله څارونکې جرگگۍ به ددغه تړون د پلي کېدو څارنه کوي او وايي دوی هم هڅه کوي چې دغه تړون عملي شي.

دا چې افغانستان په وچه کې راگير هېواد دى له دې کبله خپل سوداگريز توکي له نورو هېوادونو او په ځانگړي ډول د پاکستان له لارې رالېږدوي.

د ځينو رسمي شمېرو له مخې افغانستان ته د پاکستان د صادراتو کچه په کال کې يو نيم ميلياردو ډالرو ته رسېږي په داسې حال کې چې په همدې موده کې پاکستان ته د افغانستان د صادراتو کچه ايله بيله نژدې دوو سوو ميلونو ډالرو ته رسېږي.

کارپوهان هيله لري چې ددغه نوي تړون په پلي کېدو سره به پاکستان او نورې نړۍ ته د افغانستان د صادراتو کچه پام وړ لوړوالى ومومي.