ايده د امريکا پر مشرانو نور تورونه ولگول

په دوو ورځو کې د دويم ځل لپاره په کابل کې د ملگرو ملتو مخکني ځانگړي استازي کاى آيده د امريکا پر مشرانو د افغانستان پر سر کلکې نيوکې وکړې.

ښاغلي آيده دا ځل بي بي سي ته وويل چې د اوباما د حکومت ځينې پوځي او ملکي تگلارې ددې سبب شوې چې د لوېديځ او کابل په اړيکو کې درز او متقابل شکونه رامنځته شي.

هغه يو ځلې بيا د افغانستان لپاره د امريکا ځانگړى استازى ريچارډ هولبروک تورن کړ چې سرټمبه او د افغانانو له دودونو ناخبره دى.

کاى آيده د بي بي سي د نړيوالې څانگې "له نړۍ دا وخت" انگريزي خپرونې سره د افغانستان پر حالاتو ځانگړې مرکه درلوده.

له هغه نه لومړۍ پوښتنه داوه چې آيا فکر کوي د اوباما حکومت لپاره خطر دادى چې هرڅه به ترې وشړېږي؟

ځواب: دا پرله پسې پوځي هڅې کار نه ورکوي او ښايي د کړکېچ د غوڅولو په چاره کې له ناورينه ډکې پايلې ولري.

فکر کوم چې د اوباما په واکمنېدو سره دوه تېروتنې وشوې: يوه دا چې کرزى يې له ځانه لېرې وساته او بله يې د تگلارې د پوځي کولو پرېکړه وه چې د تېر کال په وروستيو کې وشوه.

پوښتنه: که د عراق په څېر نور عسکر نه واى ور استول شوي، نو پرځاى يې څه کېدلى شواى؟

ځواب: يو خو د ځواکونو د ايستلو د پيل لپاره د نېټې ټاکل بيخي غلط و، ځکه چې دې کار په ډېرو اروپايي هېوادونو کې گونکوسي جوړ کړل او خبره يې ناسم لور ته بوتله چې هغوى هم اوس د راوتلو لارې گوري. په دې سره د نړيوالې ټولنې او افغانستان تر منځ د همکارۍ د سموالي او ادامې مساله تر سيوري لاندې راغله او دغه راز ددې سبب شوه چې ياغيان نور هم زړور شي. زما له نظره دا يو ناسم کار و او دا هم ويل غواړم چې د مارجې په څېر عمليات د هسې يوې تگلارې پر بنسټ ترسره شول چې په افغانستان کې کار نه ورکوي، هغه ستراتېژي چې په ځانگړي ډول جنرال پټرېياس جوړه کړې ده او مقصد يې له بغاوت څخه د ځانگړو سيمو پاکول او ساتل دي.

پوښتنه: ايا د حامد کرزي دريځ چې اوس ورته په امريکا کې د طنزپه سترگه گوري، په رېښتيا سره په لوى لاس سخت کمزورى شوى دى؟

ځواب : هو، زما نظر همدغه دى. زه پخپله هم وينم چې د ولسمشر کرزي تگلارې نيمگړتياوې لري، خو زه دا هم گورم چې د نړيوالې ټولنې او په تېره بيا د امريکا چلند د هغه شک په رامنځته کېدو کې خورا کلکه ونډه درلودلې چې همدا اوس د کابل او واشنگټن په اړيکو کې رامنځته شوى دى. دغه راز هغوى ته درناوى هم نشته او نه يوازې يې ولسمشر، چې ډېر نور مشران يې هم سپک کړى شوي او توهين شوي چې فکر کوم زور يې ان ولس ته هم وتلى دى.

داسې نشي کېداى چې سړي دې د يوه افغان کورته ورشي او ورته ودې وايي چې زه ستا مېلمه يم، خو غواړم چې په کور کې دې له خپل نظر سره سم نظم راولم. دا شيان په افغانستان کې کار نشي ورکولى.

پوښتنه : فکر نه کوئ چې ددغسې يوې نيوکې لپاره اوس ډېر ناوخته دى؟

ځواب: ما دا ډول نيوکې د تېرکال له وروستيو څخه راپيل کړې او ان د ملگرو ملتو په امنيت شورا کې مې هم اورولې دي. دا هغه نظر دى چې په کابل کې يې د امريکا سفير کارل ايکېنبېري هم لري، خو له بده مرغه څوک ورته غوږ نه نيسي او له همدې امله ده چې نن موږ په داسې يوه حالت کې يو.

پوښتنه: تاسې د سفير ايکېنبېري نوم واخيست، فکر کوم يو بل نوم چې يادېږي هغه د ځانگړي استازي ريچارډ هولبروک دى چې خورا ډېر اختلافونه او متقابل شکونه ورسره تړلي دي. دې کار هم گټه نده رسولې که څنگه؟

ځواب: فکر کوم د هغه کړه وړه، په تېره بيا د اوباما د حکومت په لومړيو کې خورا زيان رسوونکى وو. دى هغه څوک دى چې تر بل هر چا يې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې ډېر لاس وواهه. زه دا منم چې خورا ډېرې ټگۍ شوې وې، خو د بهرنيانو لخوا او د ټولو په سر کې د ښاغلي هولبروک لخوا هم خورا ډېرې لاس وهنې شوې دي. او دا د هغو شکونو سرچينه شوه چې نن يې موږ او تاسې په سترگو وينو.

پوښتنه: تاسې به په امريکا، کاناډا، بريتانيا او نورو هېوادو کې هغو اورېدونکو ته چې عزيزان يې په تابوتونو کې له افغانستان څخه راوړل شوي، څه ويلي واى چې ايا دا هرڅه په دې ارزېدل؟

ځواب: بې له شکه چې ارزېدل. خو مشرانو، په تېره بيا د واشنگټن مشرانو ته په کار ده چې د ځان پوهولو او غوږ نيولو هنر زده کړي. کله چې د اوباما حکومت راغى، ويل يې له پخواني څخه يې توپير دا دى چې اوس به خبرو ته غوږ نيول کېږي. خو له بده مرغه دا هغه څه نه دي چې زه يې گورم او همدې تر ډېره د هغه حالت په رامنځته کېدو کې ونډه درلودلې چې نن په کې موږ ښکېل يو.