قانوني: حکومت بايد دبغلان دپېښې عاملين ونيسي

يونس قانوني
Image caption زه د ملت په کاله کې ستاسې د استازو په استازيتوب وايم چې لږ تر لږه په ولسي جرگه کې ستاسې استازي د افغانستان د دغو نومياليو د وژنې په اړه نه بې توپيره ول او نه به بې توپيره پاتې شي.

د افغانستان د ولسي جرگې مشر د بغلان د پېښې د دريو کلونو د پوره کېدو په اړه جوړې شوې غونډې ته وويل تر هغه ځايه چې په واکمن نظام کې شته ذهنيت بدلون و نه مومي،د يادې شوې پېښې تر سره کونکي کې به ونه موندل شي.

محمد يونس قانوني وويل ولسي جرگه به ددغې دوسيې په اړه بې توپيره پاتې نه شي:

(( انتظار او هيله دا وه چې دا ويرجنه فاجعه د افغانستان د اړوندو عدلي ،قضايي او اجرايي بنسټونو له خوا ارزول شوې واى او ددغې پېښې جنايت کونکي عاملان د قانون منگولو ته سپارل شوي وای، خو له بدمرغه دغه جنايت تر اوسه په ابهام کې پاتې دى. خو زه د ملت په کاله کې ستاسې د استازو په استازيتوب وايم چې لږ تر لږه په ولسي جرگه کې ستاسې استازي د افغانستان د دغو نومياليو د وژنې په اړه نه بې توپيره ول او نه به بې توپيره پاتې شي. ))

درې کاله وړاندې په بغلان ولايت کې ظاهرا په يوه ځانمرګي بريد کې د وژل شويو کسانو په ډله کې يو هم د اقتدار ملي ګوند مشر مصطفى کاظمي و.

د دغه ګوند اوسنی مشر او د مصطفى کاظمي ورور سيد علي کاظمي هم دا پوښتنه راپورته کړه چې افغان حکومت ولې د بغلان د پېښې په اړه ځواب نه وايي:

((ولې موږ د بغلان د پېښې په اړه ځانونه ډډې ته کړل، ولې د افغانستان حکومت ځواب ونه وايه، ولې اوس هم ځواب نه وايي ؟ د افغانستان له حکومته د شهيدانو کورنيو او نورو خلکو په پرلپسې غوښتنې کړې دي خو داسې چاره نه ده تر سره شوې چې د افغانستان خلک قناعت وکړي.))

د افغانستان يوه پارلماني پلاوي د مصطفى کاظمي په مشرۍ له نن څخه درې کاله وړاندې د لړم پر پېنځلسمه په دې موخه بغلان ولايت ته تللى و چې هلته د قندو کارخانه وگوري.

پر دغه پلاوي ،چې د همدې سفر په ترڅ کې پرې چاودنه وشوه.

د چاودنې په ترڅ کې د مصطفى کاظمي په گډون د ولسي جرگې پېنځه غړي ووژل شول، خو د ټولو وژل شويو کسانو شمېر نژدې سلو کسانو ته رسېده چې ماشومان هم پکې ول.

هغه مهال وسلوالو طالبانو او د گلبدين حکميتار په مشرۍ اسلامي حزب دواړو، په دغه پېښه کې خپل لاس لرل رد کړي ول.

چې دې چارې ددغې پيښې په اړه له خلکو سره راز راز شکونه او انديښنې پيدا کړي،هاغه مهال ولسمشر حامد کرزي ددغې پيښې د پلټلو په موخه د لوړ پوړو چارواکو يو پلاوى هم ټاکلې و چې تر دې مهاله يې د پلټنو پايلې نه دي په ډاگه شوي.