په درغلیو د تورنو کاندیدانو دوسیې لویې څارنوالۍ ته وسپارل شوې

رای پاڼه
Image caption د افغانستان د ټاکنو کمېسيون له لومړنيو پايلو وړاندې نژدې يونيم ميليون رايې په درغليو د شک له کبله باطلې اعلان کړي، خو تر اوسه نه ده روښانه چې په دغه شمېر ه به څومره نورې ور زياتې شوې وي.

په افغانستان کې د ټاکنيزو شکايتونو داوريدو کميسيون د څه باندې ۴۰۰ هغو کانديدانو دوسيې لويې څارنوالۍ ته سپارلي چې د ولسي جرګې د تېرو ټاکنو پر ورځ يې ټاکنيزې سرغړونې کړې دي.

د شکايتونو کمېسيون وايي چې لويه څارنوالي به ددغو نوماندانو د دوسيو جرمي برخو څېړنه کوي چې په وينا يې د دوى له واکونو څخه دي.

د ټاکنو د شکايتونو د اورېدو کمېسيون وايي په دغه ډله کې داسې کسان هم شته چې د لومړنيو پايلو په لړ کې بريالي شوي دي.

د افغانستان د ټاکنيزو شکايتونو د اورېدو کمېسيون وايي د ولسي جرگې د ټاکنو د وروستيو پايلو د اعلان د نېټې په نژدې کېدو سره سختې هڅې کوي چې لومړى د هغو کسانو دوسيو ته رسېدنه وکړي چې په لومړي پړاو کې بريالي اعلان شوي.

د ټاکنيزو شکايتونو د اورېدو د کمېسيون غړى او وياند احمد ضياء رفعت وايي چې د هغو څه باندې ۴۰۰ کانديدانو په ډله کې چې د ټاکنيزو سرغړونو په تړاو يې دوسيې لويې څارنوالى ته استول شوې، يو شمېر داسې کسان شته چې په لومړنيو اعلان شويو پايلو کې بريالي او يا بري ته نژدې دي:

''ددغو ٤١٣ تنو څخه په لومړي پړاو کې د هغو کانديدانو دوسيو ته رسېدنه کوو چې د برياليو په ډله کې دي او يا هغه پاتې شوي کاندېدان دي چې واټن يې له بريالي شويو سره کم دى؛ ځکه چې ددغو ارزونو په ترڅ کې به معلومه شي چې اصلي گټونکي او بايلونکي به څوک وي، چې د وروستيو پايلو اعلان ته لاره هواره شي.''

موخه دا ده چې ژر تر ژره د افغانستان د ټاکنو کمېسيون د ولسي جرگې د نويوغړو نومونه اعلان او دغه بهير په رسمي توگه پاى ته رسېدونکى وبولي.

ښاغلى رفعت وايي پاتې کانديدان چې له بريالي شويو کسانو سره يې واټن زيات دى د هغوى د ټاکنيزو سرغړونو دوسيې به په دوهم پړاو کې وڅېړل شي او که په باور يې پر دوى لگېدلي تورونه تابتيږي نو د کميسيون لخوا به قانوني سزا ورکړل شي.

تر اوسه دقيقه نه ده معلومه چې د ټاکنو د بهير سر غړوونکو ته کېدى شي څه ډول سزا ورکړل شي، خو په کابل کې د ټاکنوپه اړه د شکايتونو د اورېدو کمېسيون وايي د افغانستان لويه څارنوالي هغه ټول موارد څېړلى چې د ټاکنو پر مهال يې تر سره شوې سرغړونه جرمي بڼه ولري.

په دغه برخه کې د مصنوعي ناامنيو جوړول، د زور کارول يا د خلکوگواښل، د جعلي کارتونواو پيسو کارول هم جرمي سر غړونې شمېرل کيږي.

ښاغلى رفعت وايي داسې رايې باطلې اعلان کړې چې د لومړنيو پا يلو څخه د مخه شمېرل شوي او باور يې دا دى چې له کبله يې به يې د ټاکنو په وروستيو پايلو اغېز وکړي:

Image caption تر اوسه دقيقه نه ده معلومه چې د ټاکنو د بهير سر غړوونکو ته کېدى شي څه ډول سزا ورکړل شي.

''همدارنگه د يو لړ نورو ارزونو په پايله کې چې په څو ورځو کې به روښانه شي کېدى شي د يو شمېر نورو هغو کانديدانو رايې هم باطلې اعلان شي چې په پراخو سر غړونو تورن دي.''

ټاکل شوې چې شاوخوا لسو ورځو کې په افغانستان کې د سپتمبر د پارلماني ټاکنو وروستۍ پايلې اعلان شي، چې ويل کېږي په يوشمېر سيمو کې د درغليو او سرغړونو کچه پراخه وه.

د افغانستان د ټاکنو کمېسيون له لومړنيو پايلو وړاندې نژدې يونيم ميليون رايې په درغليو د شک له کبله باطلې اعلان کړي، خو تر اوسه نه ده روښانه چې په دغه شمېر ه به څومره نورې ور زياتې شوې وي.

ورته مطالب