پټريس: افغان ځواکونو ته د مسوليت سپارنې طرحه جوړه شوې

ښاغلی پيټريس
Image caption افغان حکومت هم لا له وړاندې تياری ښوولی چې تر 2014 کاله به وکولای شي د هېواد امنيتي چارې په بشپړ ډول سمبال کړي .

په افغانستان د امريکايي او نړيوالو ځواکونو قوماندان جنرال پټريس وايي داسې يوه طرحه يې جوړه کړې چې پر بنسټ به يې په راتلونکو شپږو مياشتو کې د يو شمېر ولايتونو امنيتي چارې له نړيوالو ځواکونو څخه افغان لوري ته وسپارل شي .

ددغې طرحې له مخې به لوېديځ ولايت هرات لومړی ولايت وي چې امنيت به يې افغان امنيتي ځواکونه پر غاړه اخلي.

له دې وروسته به هم د امنيت سپارلو لړۍ روانه وي او ويل کېږي چې تر راتلونکو دوو کلونو پورې به د هېلمند او کندهار امنيتي چارې افغان ځواکونو ته وسپارل شي .

دغه دواړه ولايتونه دا مهال د زرګونو بهرنيو ځواکونو له شتون سره سره خورا نا ارامه دي او داسې ورځ به لږه وي چې د حکومتي او نړيوالو ځواکونو او مخالفو وسلوالو تر منځ پکې نښتې نه کېږي .

په افغانستان کې د سوله ساتو ځواکونو يوه وياند سنسټ بلسکي وويل په ځينو سيم کې امنيتي حالت ښه شوی او دا شونتيا رامنځته شوې چې افغان ځواکونو د امنيتي چارو سمبالتيا پر خپله غاړه واخلي .(( د افغانستان په بېلا بېلو برخو کې له بهرنيو ځواکونو څخه افغان هغو ته د امنيتي چارو د سپارلو طرحه همېشه يوه مشروطه طرحه ده .

په دې مانا په هغو ولايتونو او ولسواليو کې افغان ځواکونه کولای شي امنيتي چارې پر خپله غاړه واخلي چې ددغو سيمو کنټرول له نړيوالو ځواکونو څخه دوی ته لېږدول کېږي .

دغه راز دغه مهالوېش په هغو سيمو کې چې ټاکل شوې ده افغان ځواکونو ته وسپارل شي په حالاتو پسې تړلی دی . ))

افغان حکومت هم وار له مخې تياری ښوولی چې تر 2014 کاله پورې به يې ځواکونه د هېواد د امنيتي چارو د سمبالولو جوګه شي .

د ولسمشر وياند وحيد عمر وايي د امنيتي چارو سپارل يو عادي بهير دی او دوی سم له اوسه ورته چمتو دي : (( ډاکټر صيب اشرف غني احمدزى د افغان حکومت په استازيتوب د انتقال بهير پر مخ بيايي ، تر کومه ځايه چې په يوه ولايت يا يوه مرکز کې بهرني ځواکونه افغان هغو ته مسوليتونه سپاري دا يو عادي بهير دي .

همدا اوس د کابل مسوليت د ملي پوځ او ملي پوليسو پر غاړه دى او په ځينو نورو ځايونو کې هم ورته چارې پر مخ ځي .

موږ هيله من يو چې د ليزبون تر کنفرانس وړاندې دغه موضوع ستاسو له لارې د افغانستان خلکو ته ورسوو . ))

په همدې حال کې د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هيلري کلينټن هم ويلي چې ډاډه ده په راتلونکي کال کې افغان ځواکونه ددې جوګه شي چې د هېواد په ځينو سيمو کې امنيتي چارې پرخپله غاړه واخلي .