د ټاکنو کمېسيون پر خپلو 1100 کارکوونکو د درغليو شک لري

د ټاکنو کارکوونکي
Image caption د ټاکنو کمېسيون وايي تر دې مهاله يې 1100 کسان د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون ته ورپېژندلي او کېدای شي دغه شمېره نوره هم لوړه شي.

د ټاکنو کمېسيون وايي د ټاکنو د روڼتيا او د قانون د پلې کېدا لپاره دا يوازېنۍ لاره چې د ولسي جرګې په ټاکنو کې په درغليو کې له مشکوکو کسانو پوښتنې ګروېږنې وشي .

د کمېسيون وياند نور محمد نور وايي دوی له خپله لوري دغه چاره پيل کړې او اوس اوس يې د دغه کمېسيون څه باندې زر موقت کارکوونکي د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون ته ور پېژندلي دي : ((تر اوسه پورې شاوخوا يو زرو سل تنه د ټاکنو دخپلواک کمېسيون محلي کارکوونکي د شکايتونو کمېسيون ته ور پېژندل شوي، دا بهير دوام لري او شونې ده نور هم ور وپېژندل شي.))

د ښاغلي نور په وينا دا د هغو مرکزونو او رای محلونو مشران او مسولين دي چې درغلۍ پکې شوې دي .

هغه وويل په همدې شک يې هغه يو ميليون او درې لکه رايې هم باطلې کړې چې په دغو مرکزونو او محلونو کې اچول شوې وې .

ښاغلی نور وايي پر دې سربېر يې د خوست ولايت د ټاکنو د سيمه ييز د فتر مشر لويې څارنوالۍ ته ورپېژندلی او په وينا يې پر هغه هم شک دی چې په لوی لاس يې درغليو ته لاره هواره کړې وه.

نوموړي زياته کړه د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون ته ورپېژندل شوي کسان له ټولو ولايتونو څخه دي.

د ده په وينا د شکايتونو کمېسيون به له دوی څخه پوښتنې ګروېږنې کوي چې ولې يې په مرکزونو کې درغلۍ او لاسوهنې شوې ؟ دغه راز به ګوري چې ايا دغه کسان هم په درغليو کې ښکېل دی او کنه ؟

ښاغلي نور وويل که ثابته شي چې دغه کسان په درغليو او ټګيو برګيو کې ښکېل ول نو د شکايتونو کمېسيون به يې د ټاکنو د قانون پر بنسټ لويې څارنوالۍ ته ور وپېژني .

د ټاکنو د لومړنيو پايلو له اعلانه وروسته په دغه بهير کې د درغليو او لاسوهنو ګنګوسي هم ډېر شوي دي .

له تېرو څو ورځو راهيسې د پلازمېنې کابل په ګډون په څو ولايتونو کې د ټاکنو د پايلو او په دغه بهير کې د ادعا شويو درغليو او لاسوهنو پر ضد لاريونونه شوي دي .