افغان ځواکونو ته د مسوليت لېږدول څومره شوني دي؟

افغان پوليس
Image caption نړيوالې ټولنې ژمنه کړې چې افغان امنيتي ځواکونه به هم روزي او هم به يې سمبالوي او افغان حکومت ويلي که دا کار وشي نو دوی چمتو دي چې په 2014 کال کې د هېواد د امنيت ساتنې دندې ته په يوازې سره اوږه ورکړي.

په داسې حال کې چې کرار کرار افغان ځواکونه په يوازې سر د خپل هېواد امنيت ساتلو ته ځانونه چمتو کوي، په کور دننه اندېښنې هم زور اخلي .

دلته امنيتي چارواکي ، سر تېري او پوليس ټول په يوه خوله وايي چې که امکانات ورته برابر او روزنې ته يې پام ډېر شي نو په راتلونکو دريو کلونو کې کولى شي د بهرنيانو له نيغ شتون پرته د خپل هېواد امنيت ټينگ کړي .

په ډگر کې سر تېري او پوليس په لويه کچه د امکاناتو له کموالي سر ټکوي او باور يې دادى چې له دې عملي ننگونې سره مخا مخ دي .

دا يوازې افغان سر تېري نه دي چې د امکاناتو او روزنې غوښتنه او ورپسې خپلې ژمنې کوي ، بلکې افغان امنيتي چارواکي هم ورته خبره لري .

ددفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي وايي دا مهال د افغان سر تېرو شمېره يو نيم سل زرو ته نژدې شوې خو لا هم هوايي ځواک او تر ډېره ټانکونه او درنې وسلې نه لري .

خوښاغلى عظيمي د خپل وزارت برابر شوي پلان ته په کتو سره تمه کوي چې تر ٢٠١٤ کال پورې چې د امنيتي چارو بشپړ مسوليت افغان غاړې ته سپارل کېږي نو د دوی د پوځيانو شمېر به هم تر ٢ لک و څلوېښت زرو اوښتى وي او وبه کولى شي پخپله د امنيتي چارو مسوليت ته اوږه ورکړي:

(( موږ فکر کوو که امنيتي حالات په همدې حالت پر مخ ولاړ شي او انکشافات هم په همدې حالت کې وي ، نو ملي پوځ به وکولی شي ، په ٢٠١٤ کال امنيتي مسوليت واخلي. خو دا هم بايد ووايم چې په ٢٠١٤ کال کې ټول بهرني سر تېر ي له افغانستان څخه نه وځي .

موږ د تجهيزاتو لکه د درنو وسلو او پرمختللې ټکنالوژى او د هوايي ځواک په برخه کې ستونزې لرو . خو نړيوالې ټولنې را سره منلې چې په دغې برخه کې به مرسته کوي.

نو تر ٢٠١٤ کال دمخه به موږ که خداى کول له هره اړخه سمبال شوي يو او د پوځ شمېره به مو هم تر ٢٤٠ زرو پورې رسيدلې وي. ))

افغان ولسمشر حامد کرزي هم د کابل په کنفرانس کې وويل چې هېواد يې د نړيوالو په مرستې کولى شي په ٢٠١٤ کال کې د ټول هېواد امنيتي مسوليت واخلي .

دافغانستان د امنيت د ټينگولو په برخه کې پوليس هم نيغ مسوليت لري . د کورنيو چارو په وزارت کې د ترهگرۍ ضد ادارې مشر عبدالغفار سيد زاده هم ژمن دی، چې که افغان پوليسو ته روزنه ورکول شي او امکانات ورته برابرشي ، نو د امنيت خوندي کول لويه ستونزه نه ده ، خو دغه ارمان ته د رسېدو په برخه کې ځينې اندېښنې هم لري.

که د افغان چارواکو او سر تېرو خبروته پام وشي نوورته د خپلې خوښې او اړتيا وړ روزنې او امکاناتو د برابرېدو په اړه شکمن ښکاري .

خو په داسې حال کې چې د اروپا د برتګال په ليزبون ښار کې دافغانستان په اړه د ناټو مشران را غونډېدونکي دي نو پر دې مسلې به خا مخا بحث کېږي .

دافغانستان لپاره د ناټو دملکي استازۍ يو وياند ډامنيک ميډلي په دغې برخه کې د ناټو ژمنه تکراروي : (( دافغانستان لپاره به يوه لويه مسله داوي چې له ٢٠١١ څخه تر ٢٠١٤ کاله پورې د واک د لېږدولو له پلان سره سم موافقه او پر مخ ولاړشي . ددغه پړاو اصلي مسله داده چې افغان امنيتي ځواکونه د هېواد په کچه د امنيتي چارو د مشرۍ تر لاسه کولو ته د هغې تگلارې پر اساس دوام ورکړي چې ولسمشر کرزي برابره کړې.

البته پر همدې مهال دناټو د روزنې دماموريت ژمنه هم ډېره مهمه ده چې دافغان امنيتي ځواکونو روزنې ته به دوام ورکوي . د ليزبن په غونډه کې به دارنگه دافغانستان او ناټو ترمنځ د اوږدې ملگرتيا پر مسلې هم بحث وشي. ))

بهرنيان غواړي چې په را تلونکي کال کې د ولسمشر حامد کرزي له پلان سره سم افغان حکومت ته په بېلا بېلو برخو کې د امنيت سپارل پيل کړي او دوى يې په غير مستقيمه توگه ملاتړ ته دوام ورکړي .

خو دافغان چارواکو او سر تېرو له دغو اندېښنو او اړتياوو سره سره په ٢٠١٤ کال کې افغان حکومت ته د ناټو لخوا د امنيتي چارو د بشپړ مسوليت د سپارلو مسله څومره عملي يا منطقي ده ؟

د نظامي چارو يو کار پوه عتيق الله امرخيل وايي اوسنيو حالاتو ته په پام سره دا کار خورا ستونزمن دی خو که امکانات ورته برابر شي شونې ده چې افغان ځواکونه دغه کار ته اوږه ورکړي .

د ځواکونو د ډېرېدو ، روزل کېدو او سمبالېدو له اړخه ٢٠١٤ کال ډېرليرې نه برېښي ځکه چې له يوه پلوه افغان ځواکونه دا مهال د مخ په زياتېدونکو نا امنيو اوبريدونو سره لاس و گرېوان دي او له بل پلوه يې مالي لگښت د بهرنيو په لاس کې دى .

خو افغان چارواکي سختې هڅې کوي چې په راتلونکو ٤ کلونو کې له نړيوالو سره خپله کړې ژمنې پوره کړي چې که واک ور ورکول شي هرڅه کولى شي .