د شلخي ماين په چاودنه کې د ښواک ولسوال ووژل شو

ګردېز
Image caption تر اوسه پورې چا د ولسوال د وژنې مسوليت نه دی منلی .

د سويلي ولايت پکتيا چارواکي وايي چې دده ولايت د ښواک ولسوال د يوه شلخي ماين په چاودنه کې وژل شوی دی .

ولسوال علي اباد د سې شنبې د ورځې پر سهار هغه مهال ووژل شو چې خپل دفتر ته پر لارې و او کرولا ډوله موټر يې پر ماين وخوت.

د پکتيا د امنيت امر غلام دستګير رستميار وايي پېښه مرکز ګردېز ته څېرمه د ابراهيم خېلو په سيمه کې شوې ده .

تر علي اباد وړاندې د سيدکرم پر ولسوال اغاګل هم وسلوال بريد شوی و چې يو ساتونکی يې ووژل شو او دی پخپله له يوه بل ساتونکي سره ټپي شو.

پکتيا د افغانستان په سوېل کې پروت ولايت دی چې کله ناکله ورڅخه د دولتي او نړيوالو ځواکونو او مخالفو وسلوالو تر منځ د بريدونه راپورونه ورکول کېږي.

تر اوسه پورې چا د دغې چاودنې مسووليت نه دی منلی .