نيک کارټر: په افغانستان کې پرمختګ شوی دی

جنرال نيک کارټر
Image caption جنرال نيک کارټر وايي په دې وروستيو کې په افغانستان کې پرمختګونه تر سترګو کېږي .

جنرال نيک کارتر د افغانستان په سويلي ولايت کندهار کې د 55000 ځواکونو مشري کوله.

نوموړی وايي طالبان د يوه ريښتيني ګواښ په توګه اوس هم پاتي دی چې د يوه هوښيار، خوځنده، له حالاتو سره د ځان سموونکي او کلک قوماندان لخوا يې مشري کېږي.

جنرال کارټر وايي مثبت پرمختګونه هم راغلي چې په خبره يې د ډېرو او ښو افغان پوځي ځواکونو، پوليسو او حکومتي چارواکو شته والی يې د يادونې وړ دی.

د سړک غاړې ډېر شلخي ماينونه په خوندي توګه له منځه وړل کېږي.

په دې وروستيو کې نوموړی د کندهار لوېديځ لور پر عمومي واټ له کومې زغره والو وسيلې پرته له يوه سيمه ييز چارواکي سره په يوه ملکي موټر کې سفر وکړ. تر وروستيو پورې د داسې ګام اخيستل له خياله لرې خبره وه.

نوموړي وايي، کم خلک افغانستان د بريتانيا له پخواني سفير سر شيرارډ کاوپر کولز څخه ښه پېژني، خو دا خبره سمه نه ده چې په سياسي برخه کې دې کوم پرمختګ نه وي شوی: ((هغه څه چې موږ ورته اړتيا لرو دا ده چې د سږ کال جون او جولای او د راتلونکې کال جون او جولای سره پرتله کړو.که چېرې موږ دا کار وکړ نو زه فکر کوم چې هر څه به ښه وي.

خو پرمختګ به پڅ وي او ښاغلی شيرار په بشپړه توګه په سمه دی، کله چې نوموړی په دې او د سياست په اړه غږېږي. نوموړی په بشپړه توګه سم وايي چې د هغه څه په اړه چې وړانديز يې کوو، بايد ريښتيني واوسو.))

جنرال کارتر وايي دغه نوې پوځي سټراټيژي چې له مخې يې د ملکي وګړيو ملاتړ وګټل شي، په خپله يو سياسي بهير دی.

په افغانستان کې د جګړې اوږدوالي، د جګړې په اړه مفهومونه بدل کړي، او په نورو ځايونو کې د جګړې په اړه باور، په افغانستان کې بېل ډول ثابت شوی دی.