جان مکين: افغان حکومت بايد اداري فساد ورک کړي

جان مکين
Image caption ښاغلي مکين وويل امريکا د افغانستان په ادارو کې د فساد له امله اندېښنه لري او کېدای شي له امله يې اوږدمهالی بری له خنډ سره مخامخ شي.

ظاهرا کابل ته د امريکا د سنا جرګې د دغه پلاوي د سفر هدف چې مشري جمهوري غوښتونکی سناتور جان مکين کوي، په افغانستان کې د روانو حالاتو جاجونه بلل کېږي.

د امريکا د سنا جرګې دغه پلاوي له افغان چارواکو سره هم د ځينو موضوعاتو په اړه خبرې کړې، خو د دغو خبرو جزيات تراوسه نه دي په ډاګه شوي.

جان مکين په کابل کې يوې خبرې ناستې ته وويل، د افغان حکومت په بېلابېلو پوړيو کې د اداري فساد او په دغه هېواد کې د حقاني ډلې د عملياتو په اړه اندېښنه لري:

((موږ د حکومت په ټولو پوړيو کې د دوامداره فساد په اړه اندېښمن يو، موږ پوهېږو چې د دغې ډېرې مهمې موضوع له رابرسېره کولو پرته اوږد مهاله بری له ګواښ سره مخامخ کېږي. موږ د دې حقيقت په اړه هم اندېښمن يو چې د حقاني شکبه په ازاده توګه خپلو عملياتو ته دوام ورکوي او موږ به دا موضوع د جنرال کياني په ګډون له پاکستاني چارواکو سره په خبرو کې هم راپورته کړو. په ټوله کې موږ له ترلاسه شويو پرمختګونو څخه خوښ يو خو لا هم مهمې ننګونې په مخ کې پرتې دي.))

ښاغلی مکين په داسې حال کې په افغانستان کې د حقاني ډلې د عملياتو په اړه اندېښنه څرګندوي چې همدا تېره ورځ په افغانستان کې مېشتو سوله ساتو ځواکونو ايساف بي بي سي ته ويلي ول، چې د حقاني ډلې يو مهم غړی او ورسره درې نور مشکوک اورپکي يې نيولي دي .

د ايساف په وينا دغو کسانو غوښتل سعودي عربستان ته ولاړ شي چې افغان چارواکو په هوا کې الوتکې ته د بيرته راګرځېدو امر وکړ او هغوی يې د کابل په نړيوال هوايي ډګر ونيول.

افغان حکومت په بيا بيا د نړيوالې ټولنې په ځانګړې توګه د لوېديځ چارواکو لخوا تر نيوکو لاندې راغلی او امريکايي سناتور جان مکين هم افغانستان ته په خپل تېر سفر کې د افغانستان په دولتي ادارو کې د فساد د شتون په اړه اندېښنه ښوولې وه.

له ښاغلي مکين څخه مې وپوښتل چې ايا د نوموړي په وار وار نيوکې به وکولی شي پر افغان حکومت فشار ډېر کړي او د دې لامل شي چې له دولتي ادارو څخه د فساد جرړې وايستل شي:

((موږ به د دې مسلې راپورته کولو ته ادامه ورکړو. موږ دغه موضوع په عراق کې هم په بيا بيا راپورته کړه، خو په عراق کې په دې برخه کې د پرمختګ شاهدان و، او غواړو چې ورته پرمختګ دلته هم ووينو.))

افغان حکومت که څه هم اداري فساد په دغه هېواد کې د پرمختګ پر وړاندې د نورو ترڅنګ يوه مهمه ننګونه بولي، خو تر دې وړاندې يې په وار وار ټينګار کړی چې له خپله اړخه يې ډېر څه کړي، مګر دا يې هم ويلي چې نړيواله ټولنه هم په افغانستان کې په فساد کې ښکېله ده.

د امريکا د سنا جرګې پلاوي په دې هم ټينګار وکړ چې د راتلونکې کال په جولای کې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو وتل په دې مانا نه دي چې نړيواله ټولنه په ځانګړې توګه امريکا به افغانستان يواځې پرېږدي او ټول پوځونه به وباسي، بلکې په خبره يې دا په حالاتو پورې تړلې ده او تر هغې چې افغان ځواکونو په ځان بسيا او په دغه هېواد کې د امنيت د ټينګولو جوګه کېږي، دوی به يې ترڅنګ وي.

ټاکل شوې تر 2014 ميلادي کاله په افغانستان کې د امنيت د ټينګښت چارې په بشپړه توګه افغان ځواکونو ته وروسپارل شي او افغان چارواکو هم ډاډ ورکړی چې تر هغې به افغان ځواکونه پر خپلو پښو ودرېږي او په افغانستان کې به د امنيت د ټينګښت چارې ته اوږه ورکړي.