کابل: ځانمرګي بريد يو افغان او يو بهرنی سرتېری ټپيان کړل

کابل
Image caption دا په کابل کې له ډېرې مودې راهيسې لومړی ځانمرګی بريدی دی.

د کابل امنيتي چارواکي وايي د ښار په سوېل لوېديزه څنډه شپږه ناحيه کې ځانمرګی بريد شوی دی .

د کابل د امنيه قومانداني چارواکي وايي ځانمرګی بريد ګر په ټونس موټر کې سپور و او د سوله ساتو ځواکونو کاروان ته څېرمه يې چاودنه کړې ده .

دغه سرچينه وايي په چاودنه کې يو ايساف او يو د ملي پوځ سرتېری ټپيان شوي دي او څوک پکې وژل شوي نه دي .

ناټو هم د يوې ويناپاڼې په خپرولو سره د بريد پخلی کړی خو يوه وياند يې ويلي ، دا ځانمرګی نه، بلکې د سړک غاړې شلخي ماين چاودنه وه.

دوی تر اوسه پورې د زيانونو په اړه څه نه دي وي.

دا له ډېرې مودې راهيسې په کابل کې دغه ډول بريد دی .

دا په داسې حال کې ده چې افغان امنيتي ځواکونو د لوی اختر د را رسېدو په مناسب په ښار کې امنيتي تدابير تر عادي ورځو سخت کړي دي .

تر دې مخکې ځانمرګی بريد

د کابل د پولیسو په وينا تر دې مخکې ځانمرګی بريد د کابل د تایمنیو په نهم سړک د بهرنیو وګړو د يوه مېلمستون مخې ته شوی و.

دغه برید (سه شنبه/ د اګست لسمه) وشو، چې د پوليسو په وینا يې د دوو ګاډو د چلوونکو په ګډون څلور تنه ووژل.

په وژل شوو کې دوه د مېلمستون ګاډي چلوونکي ول .

نورې امنيتي پېښې

په افغانستان کې مېشتو نړيوالو ځواکونو په يوه ويناپاڼه کې ويلي چې د جمعې پر ورځ يې د افغانستان په لوېديځ کې يو سرتېری وژل شوی دی .

دوی نه د پېښې کره ځای په ډاګه کړی او نه هم د سرتېري هويت.

په يوه جلا پېښه کې د لوېديځ ولايت نيمروز چارواکي وايي د ماين په چاودنه کې څلور بهرني سرتېري ټپيان شوي دي .

د چارواکو په وينا پېښه د دلارام ولسوالۍ په نالان سيمه کې تېر ماښام ناوخته شوې ده .

د نيمروز د چارواکو په وينا په چاودنه کې د بهرنيو ځواکونو يو ګاډی هم ويجاړ شوی دی .

خو طالبانو ويلي چې په دغه بريد کې يې بهرنيان وژلي دي .خپله بهرنيو ځواکونو تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ويلي .