په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د روسيې له سفير اندرې اوتيسيان سره ځانګړې مرکه

روسيه وايي چې له افغانستان سره هر ډول همکار ۍ او مرستې ته چمتو ده . او زياتوي چې په دې اړه له ناټو سره د همکاريو پر زياتېدو خبرې روانې دي .

په کابل کې د روسيې سفير اندرې اوتيسيان وايي چې حکومت يې د ولسمشر کرزي لخوا پيل شوې د سولې د پروسې بشپړ ملاتړ کوي خو زياتوي چې دغه پروسه بايد په مصنوعي ډول چټکه نکړل شي.

ښاغلى اوېتېسېان واېې چې دافغان امنيتي حواکونو روزنه او سمبالېدنه بايد د نړيوالې ټولنې په لومړيتوبونوکې وي.

سفير وويل دوی غواړي په روسيه کې دننه دافغان امنيتي ځواکونو روزنه تر سره او شميره دې ډېر کړي ، خو زياتوي چې هيڅکله به افغانستان ته خپل عسکر ونه ليږي .

په کابل کې د بي بي سي ددفتر مشر داود اعظمي دافغانستان لپاره د روسيې له سفير اندري اويتيسيان سره د روسيې او نا ټو پر اړيکو ،په افغانستان او سېمه کې د روسيې په رول او نورو اړوند و موضوعگانو خبرې کړې دي او په پيل کې يې دا پوښتلي چې څو ورځې وروسته د پرتگال په لېزبون کې د ناټو سر مشريزه جوړيدونکي ده چې هلته به د نا ټو او روسېې چارواکو ترمنځ هم خبرې کېږې نو روسېه تر کومه حده له ناټو سره همکارى کولو ته چمتو ده ؟ په ځانگړي ډول دافغانستان د لانجې په هوارولو کې ؟

ځواب: هو په واقعيت کې به موږ ډېر ژر په ليزبون کې د ناټو د سرمشريزې شاهدان واوسو او موږ به پر داسې لارو چارو بحثونه وکړو چې له ناټو سره همکاري پياوړي او زياته کړو.

موږ د ناټو د ليوالتيا هرکلى کوو چې له روسيې سره د دغه ډول اړيکو پراختيا غواړي .

موږ په گډه ډېر څه کولى شو لکه د اروپا د امنيت پياوړي کول . او تر کومه ځايه چې دافغانستان خبره ده نو روسيه د هرډول مرستې ته تياره ده خو بايد ووايم چې له افغانستان سره نه له ناټو سره .

موږ دافغانستان له حکومت ، ناټو او د نړيوالې ټولنې له نورو غړو سره د دوه اړخيزو اړيکو له لارې همکاري کولى شو .

که موږ د روسيې او ناټو په ممکنه همکاريو وغږېږو ، په لويه کې دغه همکارۍ کېداى شي له ترهگرۍ او نشه يې توکو سره د مبارزې په برخو کې وي. نو موږ دواړه په گډه افغان پوځ او پولس پياوړي کولى شو. لکه پوليسو اوپو ځيانو ته د روسي وسلو ، مهماتو او چورلکو برابرول ، ځکه چې روسي چورلکې په افغانستان کې ډېر مشهورې دي . نو دا هغه څه دي چې موږ يې په گډه کولى شو .

پوښتنه: او يو بل څه چې کېدای شي ناټو به لېوالتيا پکې لري چې په اړه يې د روسيې همکاري تر لاسه کړي هغه په افغانستان کې د مېشتو ناټو ځواکونو لپاره د روسيې او منځنۍ ا سيا له لارې د اکمالاتو په لېږدولو کې پوره همکاري ده، ايا روسيه چمتو ده چې په دې لړ کې همکاري ډېره کړي ؟

ځواب: په واقيعت کې موږلا له وړاندې د ناټو غړو هېوادونو ته د ټرانزيټ امکانات برابر کړي دي .د ټرانزيټ دغه لاره اوس هم کارول کېږي او کېداى شي په راتلونکي کې هم وکارول شي . دا هغه څه دي چې موږ له وړاندې تر سره کړي.

پوښتنه: ايا تاسې فکر کویء چې ناټو غواړي د روسيې او منځنۍ اسيا له لارې راتلونکي دغه اکمالات ډېر کړي؟ ځکه په تېرو څو مياشتو کې موږ وليدل چې د اکمالاتو د لېږدولو بله لاره ، د پاکستان لارې ستونزې درلودې، پر بار وړوړونکو ګاډو بريدونه وشول او نورې امنيتي ستونزې هم وې ، ايا تاسې فکر کویء چې ناټو غواړي د منځنۍ اسيا له لارې د خپلو اکمالاتو د لېږدولو کچه لوړه کړي؟

ځواب: زه فکر کوم چې ناټو ډېره لېواله ده ځکه چې په سويلي لارو، يانې د پاکستان لاره کې سېلاوونه او ځينې نورې ستونزې رامنځ ته شوې، موږ پردې بحث کولئ شو. خو دا د ناټو لپاره منطقي ده چې د نورو ممکنه ټرانزيټي لارو غوښتنه وکړي ، موږ په دې اړه له ناټو سره خبرې کولای شو.

پوښتنه : تاسې وويل چې روسيه افغانستان ته وسلې په ځانګړې توګه څرخي الوتکې ورکولای شي، موږ چې کله د يوه پياوړي او مسلکي افغان امنيتي ځواک د جوړولو خبره کوو نو تاسې په دې لړ کې په راتلونکي کې د روسيې لپاره څه رول وينیء، روسيه څه کولای شي چې په افغانستان کې يو پياوړی او مسلکي پوليسي ځواک او اردو رامنځته شي ؟

ځواب: د پياوړي او مناسب افغان پوځ او پوليسو جوړول ستونزمن او د اوږدې مودې کار دى . او روسيه نه يوازې دپوځ او پوليسو لپاره د اړتيا وړ کسانو د برابرولو په برخه کې مرسته کولى شي ، بلکې دارنگه په روسيه کې د افسرانو د روزنې مرسته هم کولى شي ، موږ دغه کار له وړاندې تر سره کړى. د بېلگې په توگه سږکال موږ تياريو چې ٢٢٥ افغان پوليس افسران د روسيې د پوليسو په اکاډمي کې وروزو ، او موږ غواړو چې په راتلونکي کې دغه شمېره زياته کړو، که د ا پوليس وي او که پوځيان.

پوښتنه : نو ايا تاسې غواړیء چې افغانستان ته د ننه هم خپل روزونکي را ولېږیء لکه د ناټو غړو هېوادونو چې کړي دي ، چې افغان امنيتي ځواکونه په افغانستان کې د ننه وروزي؟

ځواب : نه دا هغه څه دي چې موږ يې نشو کولى او نه به يې وکړو . په افغانستان کې د روسي ځواکونو حضور له امکانه بهر خبره ده . موږ دلته ځواکونه نه لرو او هېڅکله به په افغانستان کې روسي ځواکونه نه وي . بلکې روسيې ته به افغان زده کونکي د روزنې لپاره استول کېږي ، يانې په هېڅ چوکاټ کې به روسي روزونکي يا پوځيان افغانستان ته نه راوستل کېږي .

پوښتنه: ولې روزونکي دننه افغانستان ته ونه لېږل شي، ځکه دا ډول به مصرف هم لږ شي او پيسې به هم لږې ولګېږي ؟

ځواب : زه ډاډه نه يم چې دا به ارزانه وي ، خوافغانستان ته د ځواکونو يا پوځي پرسونل نه استول زموږ پخه پرېکړه ده .دا دلته د نړيولې ټلوالي د دغه ٩ کلن کمپاين له پيل راهيسې د روسيې د فدراسيون بنسټيز دريځ دى. له همدې کبله به موږ بيا دا کار ونکړو او موږ دې ته ترجيح ورکوو چې له پخوانيو تجربو درس واخلو .

پوښتنه: زما بله پوښتنه د نشه يي توکو په له منځه وړلو کې د روسيې د رول په اړه ده ، داسې ريپوټونه ول چې د افغانستان په خيتځ ننګرهار ولايت کې د نشه يي توکو ضد عملياتو کې روسانو هم ونډه درلوده، خو تر دې وروسته يو جنجال رامنځته شو او افغان حکومت نيوکه وکړه چې روسان څرنګه د افغان حکومت له خبرولو پرته په دغو عملياتو کې ښکېل ول ، تاسې څرګندولای شیء چې په دغو عملياتو کې د روسيې رول څه وه ؟

ځواب: زه به هڅه وکړم ، تر هرڅه له مخې په هغه څه چې زه پوهېږم هېڅوک په افغان حکومت کې له روسيې سره د نشه يې توکو د مبارزې په برخه کې مخالفت نه لري . دغه د ننگر هار عمليات چې تاسې ياد کړل دا ډېر بريالي عمليات ول . دا د روسيې،افغانستان ، امريکا ، ناټو ايساف لومړني گډ عمليات ول. په دغو برياليو عملياتو کې يو ټن خاص يا اصلي هيروين ونيول شول او له ٤ لابراتوارونو سره يوځاى له منځه يوړل شول.

دا په واقعيت کې د ناسم پوهاوي ستونزه وه ، په خپله عمليات له پيله په گډه پلان شوي ول. په سيمه کې عمليات د افغانستان د کورنيو چارو د وزارت د ځانگړو ځواکونو لخوا د ايساف د هوايي ملاتړ په مټ تر سره شول. د عملياتو په وروستي پړاو کې د روسيې گډون محدود وو ، يوازې زموږ د نشه يې توکو د کنټرول د ادارې ٢ مامورين د کتونکو په توگه په سيمه کې ول. هېڅ روسي ځواکونه او پوځيان نه ول، بلکې دوه بې وسلې روسان ور سره ول ، خو موږ په پلان جوړولو او د معلوماتو په برابرولو کې برخه لرله . نو ټوله کيسه داسې وه .

پوښتنه: خو تاسې فکر نه کویء چې د روسيې د نشه يي توکو ضد ادارې مشر ويکټور ايوانوف په دغو عملياتو کې د روسيې رول تر څه حده ډېره ښودلی و، هغه ويلي ول چې د ځانګړي ځواک روسانو په دې کې ونډه درلوده ، نو ايا تاسې فکر کویء چې د افغان حکومت او روسيې تر منځ په دې اړه ناسم پوهاوی د ښاغلي ايوانوف له دغسې څرګندونو څخه پيدا شو؟

ځواب : زه فکر کوم دا خبره په لوی لاس غټه کړای شوه ، خو ددغې اعلاميې پر اساس نه ، ځکه چې دغه اعلاميه په روښانه توگه وايي چې دا گډ عمليات ول . د گډعملي د برخه لرلو په مانا دي . په دغو عملياتو کې زموږ برخه لرل لومړى د معلوماتو برابرول ، له افغان او امريکايانو سره په گډه د پلان جوړول او څارنه وه . نو زه په اعلاميه کې د خبرې بيځايه لويول نه وينم .

په بيانيه کې د ځواکونو او سرتېرو يا نور څه يادونه نه وه شوې ، يوازې د روسيې په گډون گډ عمليات ياد شوي ول. خو دا هغومره لوى عمليات نه ول لکه چې وروسته خبري رسنيو لوى کړل .

پوښتنه : لکه څرنګه چې تاسې پوهېږیء ولسمشر کرزي ددغو ريپوټونو په اړه غبرګون ښوولی، هغه وويل چې که داسې شوي وي دا د افغانستان د ملي حاکميت پر خلاف يو کار او د نړيوال قانون سرغړونه ده او د افغانستان د دفاع او کورنيو چارو وزراتونو ته يې امر وکړ چې د روسيې د رول په اړه پلټنه وکړي . نو که دغه عمليات تر هم غاړيتوب وروسته تر سره شوي وي ، نو تاسې څه فکر کویء چې ولسمشر کرزي ولې دغه ډول منفي غبرګون وښود؟

ځواب : ترهرڅه د مخه هغې اعلاميې ته چې تاسې اشاره وکړه ، جمهور ريس کرزي له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د روسيې د ډېرې همکارۍ ملاتړ کړى . هغه د پلټنو لارښونه کړې ، زه فکر کوم چې پلټنې تر سره شوې دي او ما افغان چارواکو ته معلومات ورکړيدي . زما په باور اوس موږ ټول روسيه ، افغانان او امريکايان په دې اړه چې څه پيښ شوي او عمليات څه ډول تر سره شول ، يو ډول پوهاوى لرو . زه هيله مند يم چې دغه دوسيه نوره تړل شوې ده .

موږ تيار يو چې له نشه يې توکو سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان د اساسي قانون او د نړيوالو قوانينو پر بنسټ همکاري وکړو. نو موږ هېڅکله نه غواړو چې د افغانستان په ملي واکمنۍ تېرى وکړو . موږ دوستان يو، ولې دا کار وکړو؟

پوښتنه: کومې خوا ناسم پوهاوی درلود او په کومه خوا کې معلومات سم نه وه تبادله شوي او ناخبري وه ؟

ځواب: ناسم معلومات او ناسم پوهاوى ،کېدى شي وړې مسلې وي خو د دې لامل کېدای چې لويې مسلې ترې جوړې شي .

ډېر ښه، زه دا تاسې ته نشم ويلئ . ځکه په هغه څه چې زه پوهېږم هغه مې ټول د افغان دولت هغو چارواکو ته چې له مايې پوښتنه کړې ويلي دي. داچې نور به څه پيښ شي نه پوهېږم . خو دافغانستان د کورنيو چارو وزارت له پيله په دغه کيسه کې شامل وو.

پوښتنه : موږ چې کله د افغانستان د ثبات خبره کوو نو د سيمې د ثبات په اړه پوښتنه راپورته کېږي ، په ځانګړې توګه د افغانستان او سيمې د ثابت په لړ کې د روسيې رول ، افغان حکومت اوس د سولې يوه پروسه پيل کړې او په دې لړ کې د سولې عالي شوار جوړه شوې ده ، تاسې په افغانستان کې د سولې پروسه څنګه وينیء او دې هڅو ته په کوم نظر ګوریء؟

ځواب: زه ويلى شم چې دا يوه ډېره ښه پاليسي ده . له همغې شېبې چې ولسمشر کرزي د ملي روغې جوړې پروسه اعلان کړ ، روسيې يې ملاتړ وکړ . زه ډاډه يم چې دغه افغاني حل لاره ده او په افغانستان کې د ستونزې د حل يوازينۍ ممکنه حل لاره ده .

بل هېڅ هېواد، افغانانو ته نشي ويلى چې په څه ډول خپلې ستونزې سمې حل کولى شیء . نو دا له اوسني وضعيته د وتلو يوازېنۍ لاره ده چې افغانان پخپلو کې سره کېني او خبرې وکړي . خو دا دا سې مسله نه ده چې ژر دې تر سره شي . لا هم ډېر کارونه شته چې بايد وشي . له همدې کبله موږ د اړيکو نيولو له هڅو او له خپلو مخالفينو سره د افغان دولت د هڅو هرکلى کوو. د خبرو اترو ترسره کېدل د نه تر سره کېدو پرتله ښه کار دى . ځکه چې تاسې پوهېږىء چې مقابل لورى څه غواړي او تاسې خپل دريځ ورته تشرح کولى شئ. له همدې کبله موږ د خبرو اترو هرکلى کوو. خو موږ فکر نه کوو چې دغه بهير دې حتما په غير طبيعي توگه په بيړې سره تر سره شي . دا بايد گام په گام بهير وي او په دغې لاره کې افغان حکومت بايد د نړيوالو په مرستې پياوړى شي .

په لومړي گام کې وړاندې تر دې چې افغان امنيتي ځواکونه د امنيت ساتلو وړتيا ترلاسه کړي ، بايد پياوړي شي .

پوښتنه : د پخواني شوروي اتحاد وروستي ولسمشر ميخايل ګورباچوف څو ورځې مخکې وويل چې ناټو په افغانستان کې يوازې په پوځي توګه بری نه شي تر لاسه کولای ، ايا تاسې دده ددغه نظر تايد کویء ؟

ځواب: زه فکر کوم اوس هېڅوک د پوځي بري په اړه خبرې نه کوي . په دغه ډول حالاتو کې بشپړ نظامي برى امکان نه لري . دا کلاسيکه يا پخوانۍ جگړه نه ده . نو په افغانستان کې برى په دغه هېواد کې د سولې او امنيت ټينگېدل دي. او دا کاريوازې له نظامي لارې امکان نه لري . پوځي هڅې بايد د ملکي او په هېواد کې د اقتصاد ي ودې، ښونې او روزنې او نورو ټولو هڅو سره همغاړې شي . زه فکر کوم له همغه پيله دا پوښتنه سمه نه وه چې ايا پوځي برى ممکن دی که نه ؟ دلته خبره د نظامي بري نه، بلکې اصلي موخه د افغانانو لخوا د نړيوالو په مرستې د حل لارې موندل دي.

پوښتنه : او زما وروستۍ پوښتنه په دې سيمه کې د روسيې د عمومي رول په اړه ده ، روسيه څنګه مرسته کولای شي چې په دغې سيمه کې ترينګليتا لږه کړي . د پاکستان او هندوستان تر منځ اړيکي عادي شي ، د ايران او لوېديځ تر منځ ترينګلتيا لږه شي او همدا راز د افغانستان او پاکستان اړيکي ښه شي . روسيه يوه سيمه ييز ځواک دی ، پر روسيې له دې کبله ځينې نيوکې هم شوې چې د سيمه ييزو ستونزو په هوارولو کې يې هغومره فعاله رول نه دی لوبولی چې په کار دی ، ايا تاسې فکر کویء ددې اړتيا شته چې ددغو ترينګلتياوو د لېږولو لپاره روسيه نوره فعاله شي ؟

ځواب : موږ د ټولو هېوادونو د يوځاى را غونډولو لپاره ډېرې هڅې کوو . موږ سېمه ييزو موخو ته وده ورکوو . په افغانستان کې د حل لاره افغاني حل لاره ده . خو د ټولو گاونډيو له رښتيني گډون او د سيمې د هېوادونو له گډو ن پرته دا چاره ممکنه نه ده . نو ځکه موږ سيمه ييزو موخو او د هر ډول اړيکو د هڅولو لپاره دغو موخو ته وده ورکوو. په خبر اترو کې د افغانستان او گاونډيو د ورگډولو او هڅولو له لارې سيمه ييزو موخو ته وده ورکوو، لکه هغه ډول مو چې په دې وروستيو کې د روسيې په سوچې کې د څلور هېوادونو افغانستان ، تاجکستان ، روسيې او پا کستان د ولسمشرانو کوربه توب وکړ .

موږ افغانان د شانگهاى د سېمه ييزې همکارى په فعاليتونو کې گډوو. روسيه په ښه دريځ کې ده ، ځکه موږ د افغانستان له ټولو گاونډيو او د سيمې له قدرتونو سره ښه اړيکي لرو. نو د همدې لپاره موږ قانع يو چې په دغو هڅو کې بايد دغه ټول، په مساوي توگه برخه واخلي . او دا هغه څه دي چې موږ غواړو نوره هم وده ورکړو.