په کونړ کې د امريکايانو په يوه اډه کې اور مالي زيان اړولی

کونړ

دکونړ په مرکز اسد اباد کې د بهرنيو ځواکونو پر يوې هډې بريد شوى دی او ورسره د تېلوپر يوه زېرمه د مرميود لګېدو له امله اور لګېدلى دی .

بريد د دوشنبې پر ګهيځ شوى چې د ايساف په وينا يوه مرمۍ دتېلو پر يوه زېرمه لګېدلې ، ګاډي ، ماشينونونه سوځولي او مهمات يې چولي خو زياتوي د سر زيان چاته نه دى اوښتى.

په لومړي سر کې په اډه کې د ننه هم د چاودنو غږونه اورېدل کېدل چې ښايي اور به د وسلو او مهماتو زېرمو ته ورسېدلى وو.

له همدغې پوځي اډې څخه رسنيو ته په را لېږل شويو برېښنا ليکونو کې له خلکو غوښتل شوي ول، چې تر دويم خبر داري پورې اډې ته نژدې ور نشي ځکه د مرميو د چاودېدلو ګواښ شته.

په لومړى سر کې اور دومره زورور و، چې د لمبو او لوخړو ننداره يې له لېرې کېدله .

وسلوالوطالبانو له اور لګېدو لږ وروسته د بريد مسوليت ومانه.

د طالبانو يوه وياند ذبيح الله مجاهد ادعا کوي چې په بريد کې يې د تېلو زېرمې په نښه کړې وې او تر څنګ يې بهرنيانو ته د سر دروند زيان هم اړولی دی .

ښاغلي مجاهد ويلي پر دې سربېره مهمات ، ګاډي او په اډه کې ولاړې دوه چورلکې هم سوځېدلې خو ايساف دغه ادعا نه مني.

د بهرنيو ځواکونو پر اډې داسې مهال بريد شوى چې هلته په ورڅېرمه ولسوالۍ وټپور کې له تېرو څو ورځو راهيسې پيل شوي عمليات لا هم روان دي .

نا تاييد شوي ريپوټونه وايي چې يو شمېر کورنۍ له سيمې کډه شوې او په عملياتو کې ولسي وګړو ته د سر زيان هم اوښتی دی خو ددغو خبرو خپلواک پخلی لا نه دی شوی .