افغان ځواکونو ته د امنيتي مسووليتونود سپارلو طرحه څومره عملي ده؟

د پروگرام وړاندې کوونکى : خپلواک ساپى

د جمعې په ورځ چې د لړم له ٢٨ او د نوومبر له ١٩ نيټې سره سمون لري ، په لزبون کې د ناټو سر مشريزه پيليږي . افغان امنيتي ځواکونو ته د مسووليتونو سپارل د سرمشريزې د خبرو مهمه برخه ياديږي .

د ناټو سرچينې وايي په سر مشريزه کې به د راروانو څلورو کلونو په موده کې پړاو په پړاو افغان ځواکونو ته د امنيتي ذمه واريو د سپارلو پلان په رسمي ډول تصويب شي. سر مشريزې ته د وړاندې کيدونکې طرحې له مخې به دغه بهير په عملي ډول د ٢٠١١ ميلادي کال په پسرلي کې پيليږي او د ٢٠١٤ کال تر پايه به د ټول هيواد په کچه عملي کيږي.

سر چينې دا هم وايي چې د انتقال بهير به د حالاتو مطابق له هغو ولسواليو او ولايتونو پيليږي چې د امنيتي ارزونو له مخې افغان ځواکونو ته د مسووليتونو د سپارلو لپاره مناسب وگڼل شي.

په ټوله کې د دغه پلان هدف په تدريجي ډول له افغانستان نه د ناټو د ځواکونو وتو ته د لارې اوارول ياديږي.

د برتانيا په گډون د ناټو يو شمير غړو هيوادونو لا له وړاندې ويلي چې تر ٢٠١٥ کال پورې به له افغانستان نه خپل ټول جنگي ځواکونه وباسي . پوښتنه دا ده چې افغان ځواکونو ته د امنيتي مسووليتونو د سپارلو په اړه د ناټو دغه طرحه څومره عملي ده ؟ او څه کول پکار دي چې د بهرنيو ځواکونو له موجوديت پرته په افغانستان کې امنيتي تشه رانه شي او په دغه هيواد کې د کورنۍ جگړې د بيا توديدو مخه ونيول شي ؟

په دې اړه د بي بي سي په اونيز پروگرام ، ستاسو غږ کې د گډون او خپل نظر د شريکولو لپاره د پنجشنبې په ماښام له موږ سره په دې شميره اړيکه نيولى شۍ

0044 207 836 0331

دا راز خپل نظر د بريښنا ليک له لارې هم راستولى شۍ . پته ده :

Pashto@bbc.co.uk