حزب اسلامي ''مشروط'' اوربند غواړي

ښاغلی حکمتیار
Image caption د حزب اسلامي مشر انجنیر ګلبدین حکمتیار چې د امریکا د متحده ایالاتو په تور لېست کې یې نوم شامل دی، غواړي اوس د یوه مانور له لارې خپل نفوذ زیات او ان د اوربند خبرې کوي.

حزب اسلامي ويلي که د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مهال وېش روغه وشي، دوی اوربند ته چمتو دي.

د انجنیر ګلبدین حکمتیار زوی جبیب الرحمن بي بي سي ته ویلي چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو د مهال وېش په تړاو په دې شرط خبرې کېدی شي چې هغوی تر خپلو مرکزونو پورې محدود پاتې شي او د وتلو نېټه مالومه کړي.

د حزب اسلامي مشر انجنیر ګلبدین حکمتیار چې د امریکا د متحده ایالاتو په تور لېست کې یې نوم شامل دی، غواړي اوس د یوه مانور له لارې خپل نفوذ زیات او ان د اوربند خبرې کوي.

ښاغلي حبیب الرحمن له بي بي سي سره په خبرو کې د موقتې ډزبندۍ په اړه خپل شرطونه وړاندې کړي.

حبیب الرحمن دا مرکه د پاکستان په یوه نامالوم ځای کې له بي بي سي سره کړې ده چې نوموړي وايي:

''د بهرنیو ځواکونو په مهال وېش خبره کېدای شي، حزب اسلامي وايي چې شپږ میاشتې یو یا یونیم کال کې وخت ورته وټاکي، نو بیا دغه شرایط هم ورسره منل کېدی شي.''

حبیب الرحمن وویل چې حزب اسلامي د بهرنیو ځواکونو د وتلو د مهال وېش په برخه کې خپل نرمښت ښودلی شي.

خو د افغان حکومت عمده مخالفې ډلې طالبانو دا اوونۍ د سولې له هر راز خبرو وړاندې لومړی د بهرنیو ځواکونو د وتلو غوښتنه درلوده.

په افغانستان کې وسله وال طالبان او حزب اسلامي د افغان حکومت او بهرنیو ځواکونو پر وړاندې جنګېږي.

د ګلبدین حکمتیار زوی حبیب الرحمن له بي بي سي سره په یو ساعته ځانګړې مرکه کې وویل "موږ له افغان حکومت او امریکایانو سره خبرې کړې دي. موږ یوه طرحه چمتو کړې چې له پارلمان او بهرنيو ځواکونو سره به یې مطرح کړو."

Image caption د ګلبدین حکمتیار او مولوي جلال الدین حقاني ډلو په افغان دولت او بهرنیو ځواکونو سره مرګونې جګړې کړې دي.

نوموړي دا هم ویلي چې: "ټولې افغان جنګې دې یقین ته رسېدلې، چې جګړه د حل لار نه ده، خو امریکایان غواړي چې افغانستان ته ۳۰۰۰۰ نور پوځيان ولېږي، دوی وايي چې دښمنان به په شا وکړو او افغانستان ته به یوه نوې تګلاره جوړه کړو. "

حبیب الرحمن په خپلو څرګندونو کې دې ته هم اشاره کړې، که امریکایان هرڅومره جګړه وکړي، په پای کې به ارومرو د خبرو مېز ته کښېني:

"دوی پوهېږي چې په افغانستان کې د تل لپاره نه شي پاتې کېدی، د جګړې د پای ته رسولو لپاره تر ټولو مهمه لار داده چې امریکایان افغانستان پرېږدي."

نوموړي دا هم ویلي که چېرې امریکايي ځواکونه په افغانستان کې پاتې هم شي، اوربند ممکن دی:

"که چېرې دوی په خپلو اډو کې پاتې شي، موږ به بریدونه نه ورباندې کوو."

حببیب الرحمن بي بي سي ته دا هم ویلي چې القاعده په افغانستان کې نشته، بلکې له بهرنیو سره یوازې افغانان جنګېږي: "په دوی کې هېڅ کوم عرب توکمه هم نه شته، زیاتره عربان د عراق جګړې ته تللي دي."

نوموړی وايي د اسامه بن لادن په اړه هومره مالومات لري، چې رسنۍ یې خپروي او تر هغې ورهاخوا یې په اړه نه پوهېږي، چې ایا هغه به په افغانستان کې وي او که بل ځای.

ده دا هم رد کړه چې ګني پاکستان په افغانستان کې د جنګېدونکو ډلو ملاتړ کوي او مرستې ورسره کوي:

"په حقیقت کې، پاکستان له ایتلافي ځواکونو سره د مجاهدینو په نیولو کې همکاري کوي."

د روانۍ اوونۍ په پیل کې د طالبانو مشر ملا محمد عمر د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې په تړاو خبرې بابیزه اوازې بللې وې.

نوموړي ويلي وو: "د خبرو اترو اوازې د بهرنیو لخوا د لوبې ګرمول دي، چې په افغانستان کې پرې خپلې ماتې ته د خټو پوزه کېږدي."

ورته مطالب