کرزي د شپې لخوا د عملیاتو هوکړه وکړه

ښاغلی کرزی او پيټرایېس
Image caption ځینې څارونکي وايي ښاغلي کرزي په نه زړه هوکړه وکړه چې شپني بریدونه دې دوام وکړي.

له واشنګټن پوست ورځپاڼې سره د ولسمشر حامد کرزي له هغو څرګندونو یوه اوونۍ وروسته چې ویلي وو غواړي امریکايی ځواکونه په راتلونکي کال کې له افغانستان څخه ووځي، دا لومړی ځل دی چې ولسمشر له جنرال پټرایوس سره ګوري.

په دې کتنه کې هغه په خپل هېواد کې د ناټو د پوځي تګلارې بشپړ ملاتړ کړی.

د ولسمشر کرزي ویاند له دې وړاندې ویلي وو چې د ښاغلي کرزي لخوا د امریکايي ځواکونو د شپې پر پټو عملیاتو کړې نیوکې د دواړو لورو تر منځ د پخې همکارۍ نښه ده.

هغه زیاته کړه چې ولسمشر او جنرال پټرایوس هماغه راز یو له بل سره ښې اړیکې لري.

د دواړو لورو ترمنځ د اختلاف ټکي د طالب قوماندانانو د ځپلو په موخه د ځانګړو امریکايي ځواکونو د شپې پټ بریدونه دي.

ښاغلي کرزي ویلي چې دابریدونه په هېواد کې پلویان نه لري او باید ودرول شي.

خو امریکا متحده ایالتونه دغو بریدونو ته د اورپکو پر ضد مبارزه کې د اغېزمنې او مهمې چارې په سترګه ګوري.

تېر کال دا ډول بریدونه درې برابره زیات شوي دي.

په دې کتنه کې جنرال پټرایوس وغوښتل چې ولسمشر ته ډاډ ورکړي د دې ډول عملیاتو مشري به افغان ځواکونه پر غاړه واخلي او د افغانستان د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو لوړپوړي چارواکي به یې په طراحۍ کې برخه واخلي.

Image caption تېر کال د بهرنیو ځواکونو له لوري د شپې لخوا بریدونه درې برابره ډېر شوي دي.

هغه زیاته کړه چې په دې ډول عملیاتو کې ملکي مرګ ژوبله ډېره لږه ده او دا کچه یې نوره هم را ټیټه کړې ده.

ځینې څارونکي وايي ښاغلي کرزي په نه زړه هوکړه وکړه چې شپني بریدونه دې دوام وکړي.

ولسمشر او پټرایوس دواړه په لیزبون کې د ناټو په سرمشریزه کې د ګډون په موخه له کابل څخه لیزبون ته روان شول.

په دې دوه ورځنۍ غونډه کې به له نړیوالو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د امنیتي مسؤولیتونو په سپارلو خبرې وشي.

ورته مطالب