خیریه ټولنې: ناټو د دې ملکي وګړو خوندیتوب ته ډېر څه وکړي

ناټو
Image caption د ناټو مشران تمه ښيي چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه به تر ډېره افغان ځواکونه د خپل هېواد د امنيتي چارو د واک اخیستو جوګه شي.

یو شمېر خیریه ټولنو له ناټو غوښتي چې په افغانستان کې د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره ډېر څه وکړي.

د نژدې ۳۰ خیریه مؤسسو په یوه ګډ رپوټ کې افغان ځواکونو د امنیت د سپارلو په اړه خبرداری ورکړل شوی.

دوی وايي چې دغو ځواکونو سمه روزنه نه ده لیدلې او د ناوړه ګټه اخیستنې د څېړلو په برخه کې اړین میکانیزمونه نه لري.

دغه رپو ویلي امنيتي حالات د ډېرو افغانانو پروړاندې په چټکۍ سره د خرابېدو پر لور روان دی، او په وینا یې د تاوتریخوالي له ډېرېدو سره ښايي راتلونکی کال ډېر ملکي تلفات رامنځ ته شي.

خو د مدني ټولنو یوه افغان فعال جانان موسی زي چې د روان کال پارلماني ټاکنو ته نوماند و، ویلي چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو لېوالتیا کولی شي چې په افغانستان کې یوه خطرناکه تشه رامنځ ته کړي:

د بې نظمیو لامل

"ستاسو د وتلو لپاره د یوې ټاکلې نېټې غوره کول د ۱۹۸۹ کال یادونه بېرته تازه کوي، چې هغه مهال شوروي اتحاد خپل ځواکونه له دې ځایه وایستل او متحده ایالاتو ته نه یوازې افغانستان ، بلکې پاکستان ته شا کړه چې دا په افغانستان کې د کورنۍ جګړې او بې نظمیو لامل شو او بیا وروسته د پنځو کلونو لپاره طالبان واکمن شول."

د ناټو ایتلاف د ۲۸ غړو هېوادونو غړي د پرتګال په لیزبون کې سره جرګه شوي، چې افغان ځواکونو ته په افغانستان کې د امنیتي چارو پر سپارلو وغږېږي.

خو د خیریه ټولنو ډلې وايي په افغانستان کې د مخ پر زیاتېدونکي تاوتريخوالي په اړه سخته اندېښنه لري.

Image caption د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان ولسمشر کرزي ته ډاډ ورکړ چې د شپې لخوا په عملیاتو کې به ولسي وګړي نه وژل کېږي.

دغو ټولنو د ولسمشر کرزي لخوا له ناټو ځواکونو څخه د شپې لخوا د عملیاتو د درولو هرکلی کړی دی، خو تېره ورځ په افغانستان د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان جنرال ډېوېډ پيټرېیاس له ښاغلي کرزي سره په خبرو کې هغه ته قناعت ورکړ، چې د شپې لخوا په عملیاتو کې ولسي وګړي نه وژل کېږي.

دا مهال ناټو ځواکونه د شاوخوا ۱۳۴۰۰۰ افغان پولیسو او نژدې ۱۷۰۰۰۰ امنيتي ځواکونو په روزنه بوخت ده، چې ټاکل شوې دا پروسه به د راتلونکې ۲۰۱۱ کال تر اکتوبر میاشتې پورې چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو د مهال وېش د پیل نېټه ده، بشپړه شي.

د ناټو مشران تمه ښيي چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه به تر ډېره افغان ځواکونه د خپل هېواد د امنيتي چارو د واک اخیستو جوګه شي.

خو ناټو وايي چې تر ټاکل شوې نېټې وروسته به هم د افغانستان په ځينو مهمو ولایتونو کې پاتې کېږي.