طالبان: د تېرو ۹ کلونو پرتله اوس ډېر پياوړي يو

ناټو ځواکونه
Image caption ناټو او افغان دولت وايي طالبان یې له پښو غورځولي، خو طالبان وايي چې ورځ تر بلې ځواکمنېږي.

وسله وال طالبان وايي چې د تېرو نهو کلونو پرتله اوس ډېر ځواکمن شوي چې په وینا یې د بهرنیو ځواکونو او افغان حکومت پروړاندې یې د بریدونو لړۍ د هېوادو ګڼو سیمو ته غځولې ده.

د دغې ډلې یوه ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته وویل چې طالبان خپلې مالي سرچینې د کوکنارو له کرکېلې نه، بلکې د خیرغوښتونکو کسانو او همدارنګه د خپلو کورنیو لخوا ترلاسه کوي.

نوموړي وویل چې د راتلونکي ژمي پرمهال به هم خپلو بریدونو ته دوام ورکړي:

''د بهرنیو ځواکونو د شمېر په زیاتوالي سره به موږ هم خپلو عملیاتو ته زور ورکړو چې دوی ته لانور تلفات واړوو ، چې ډله ییز بریدونه به پکې شامل وي، طالبان هوډ لري چې په ژمي کې به هم خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي. ''

تر دې مخکې ناټو ویلي وو چې په افغانستان کې د کوکنارو د کرکېلې په ۵۰ سلنې راکمېدو سره د طالبانو مالي سرچینې سختې زیانمنې شوې دي، چې د طالبانو پر فعالیتونو یې سخت اغېز کړی دی.

ځينې کارپوهان هم وايي چې طالبان له مالي پلوه له ستونزو سره مخامخ شوي، ځکه چې له ځينو خصوصي امنيتي شرکتونو څخه یې د باج اخیستو سرچینه محدوده شوې او بهرنۍ مالي سرچینې یې هم د ناټو لخوا ټينګې څارل کېږي.

خو پر دې سربېره طالبان د تېرو څو کلونو په درشل کې وتوانېدل چې د بریدونو لړۍ د افغانستان نورو سیمو ته وغځوي.

همدارنګه پر دولتي او نادولتي تاسیساتو یې له تېرو دوو کلونو راپدېخوا خپل بریدونه ډېر کړي دي.

Image caption طالبان وايي مالي سرچینې د کوکنارو له کرکېلې څخه نه برابروي.

یوازې یوه میاشت وړاندې د هېواد په بېلابېلو برخو کې طالبانو پر دولتي ودانیو او بهرنیو ځواکونو شاوخوا شپږ ځلې ډله ییز بریدونه کړي.

افغان امنيتي ځواکونه وايي د طالبانو د ګڼو بریدونو مخه یې نیولې ده، او چمتو دي چې تر ۲۰‍۱۴ کال پورې له بهرنیو ځواکونو څخه د امنيتي چارو واګې ترلاسه کړي.

خو پوښتنه دا ده چې ایا افغان امنيتي ځواکونه تر ۲۰۱۴ کال پورې د دې جوګه شي، چې امنيتي چارې پرغاړه واخلي؟

د پوځي چارو متقاعد افغان جنرال امرالله امان وايي د طالبانو اوسنیو تجهیزاتو ته په کتو سره چې ان د بهرنیو ځواکونو چورلکې هم په نښه کولی شي، د خپلو پلیوانو له لوري به لانور تجهیزات ترلاسه کړي.

که څه هم افغان دولت او ناټو ځواکونه د طالبانو د کمزورۍ خبرې کوي، خو کارپوهان وايي چې د بې کارۍ، له دولت او بهرنیو ځواکونو نه د زړه بدۍ له امله ګڼ افغانان له طالبانو سره یولاس شوي، چې له امله یې د ناامنیو لمن د هېواد ګڼو سیمو ته غځېدلې ده.

ورته مطالب