په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پیلوځی اوننیزه ادبي ، هنري خپرونه

پدې پیلوځي کې له هغه ځایه دکنسرت خبردرته لروچې تل ترې دجګړې خبرونه رارسیږی، په جرمني کې د نړیوال علمي سمینارپه اړه درسره غږیږوچې افغانستان ددموکراسۍ په لسیزه کې څیړي. بهرمیشتې ټولنې څه ګټې لري اودافغانانودفکرونوپه روښانولوکې یې اغیزڅه دی؟ دشاعرویرهم کووچې دا اوونۍ یې له نړۍ سترګې پټې کړې.

افغان نومیالی سندرغاړی فرهاددریاهمدا اوس په هلمندکې خپلومینه والوته کنسرت ورکوي. دادنوموړي دهغې لړۍ کنسرت دی چې ژوندښکلی دی نومیږی او مخکې یی دهیوادپه ځینوولایتونوکې لکه کندهار، مزارشریف اوهرات کې ترسره کړی و ، خودالومړی ځل دی چې دسولې سفیرله خپل هنري کاروان سره هلمند ته تللی دی اوهلمندیانوته کنسرت ورکوي.

متل دی چې له یوه لاسه ټک نه خیژي ، فرهاد دریا همداپیغام په خپله سندره کې رسوي. فرهاند د ریا پيلوځی ته وویل چې غواړي له ځوانانوسره وګوري ځکه هغوی دهیواد دوګړوزیاته برخه جوړوي اوپدې توګه دهغو اوتګلارې جوړوونکوترمنځ دپله ونډه ترسره کړي.

کله چې دهلمندنوم اورونودمخدره توکود کراوجګړوخبره موخامخازهن ته راځي. ایاهلمند دې ته تیاردی چې پداسې حالاتوکې دفرهاددریا کنسرت واوري؟ جګړه اوناخوالې څومره دادب اوهنرپه غوړولوکې خنډ جوړوي اوپه هلمندکې دې ته څومره امکانات برابردی ، دا اونورې پوښتنې مې دهلمندله والی ګلاب منګل نه داخترپه لومړی ورځ په لندن کې وکړې.

له افغانستانه بهرافغان فرهنګپال دخپلوادبی اوهنري هڅوپه لړکې دهیواددنومیالیویادپرځای کوی، دویاړنیټې یې لمانځي اومشاعرې جوړوي، د جرمني په کولن کې دفغانستان دکلتوري ودې ټولنه شاوخوا۱۳ کاله وړاندې جوړه شوه اودخپلوادبی هلوځلوپه لړکې یې تراوسه ۱۳۰ علمی کتابونه خپاره کړي چې نه یوازې دلوستونکوتنده ماتولی شی بلکه دافغانستان په تعلیمی نصاب کې هم کارترې اخیستلی کیدلی شي.

ددې ټولنې په نوښت نن همدا اوس دکولن په ایونت پلاس کې علمي نړیوال سمینار روان دی چې نوم یی دی افغانستان ددموکراسۍ په لسیزه کې. دټولنې مشرپوهندوی سیدحسن ددې سمینار نورجزیات ورکوي

خوبهرمیشتې کلتوري اوادبي ټولنې دافغانانولپاره څه ګټې لري، لدغوټولنوسره هلته داوسیدونکوافغانانواړیکي څه ډول دي اوهغوڅومره اغیزمنې دي دااونورې پوښتنې مې په یوه بحث کې دافغانستان دکلتوري ودې دټولنې له پخوانی مشراودافغانستان دملی رادیوتلویزیون له اوسني مشر، لیکوال زرین انځوراوپه لندن کې دافغان لیکوالودټولنې له مشر شاعرګل افضل ټکورراپورته کړې.

دا اوونۍ د پښتو ژبې نوميالي ليكوال، شاعر او سفرنامه ليكونكي افضل شوق په ٥٣ کلنۍ کې له نړۍ سترګې پټې كړې، نوموړي پښتو ته زیات کارکړی و او شپږ بېلابېل آثار يې خپاره شوي وو.محمدافضل خان شوق په خټه ترين و او خپلې لومړنۍ او منځنۍ زدكړې په خپله سيمه زيارت كې كړې وې او په ټولنپوهنه کې يې د كوټې له پوهنتونه د ماسټرۍ ډګري هم تر لاسه کړې وه.

د افضل شوق د شعرونو دوې ټولګې شلېدلى امېل او په لټون ستا د څېرې، همدارنګه يې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو درې سفرنامې اووه ګامه مزل، د لمر د كلي په لور او مزل پر واورو باندې او يو ناول يې هم د پروني مخونه په نامه چاپ شوي و. دهغه په شاعري كې له جنګ څخه كركه او له ژوند سره مينه له ورايه څرګندېږي. همدا لامل و چي د شوق شعرونه په انګلسي، چينايي، فارسي او د نړۍ په نورو سترو ژبو هم ژباړل سوي وو. دهغه دژوند اوهنری خلاقیتونونورحال شاعر درویش دراني پیلوځي ته ورکړچې ښاغلی شوق یی له نیږدې پیژانده.