له فرهاد دریا سره دهلمند دکنسرت په اړه څوخبرې.

افغان سندرغاړي اودملګروملتونودسولې سفیردنوومبرپه ۱۹ مه د هلمند په پلازمینه لشکرګاه کې خپلومینه والوته کنسرت ورکړ. نوموړي تردې وړاندې په هرات، اومزارشریف کې ورته شان کنسرتونه لرل.

لشکرګاه ته دهلمندله بیلابیلوولسوالیونه زرګونه کسان دکرزي سټوډیوم ته ورغلي واودده په وینا ۴۰ زره تنوچې ښځې،نارینه ، ماشومان اوحتی دحکومت مخالفین هم پکې و، دده سندرې اوریدلې. فرهاد دریا وایی هرځای ته مې چې زړه غواړی تللی شم اوغواړم له ځوانانوسره خبرې وکړم چې دملګروملتونودشمیروله مخې دهیوادد وګړوپه سلوکې ۷۰ برخې جوړوي.

په بی بی سی پښتو ویبپاڼه کې دفرهاد دریا دکنسرت انځورونه ښیی چې خلک چې زیاته برخه یې ځوانان دي زیات خوشحال بریښي. فرهاددریا هم په هلنمدکې له خپل کنسرته خوښ دی اووایی هلمندیانوله ډیرې مودې راهیسې داسې کنسرت نه ولیدلی.

دکنسرت په درشل کې خورا کلک امنیتی ګامونه اخیستل شوي وو . سندرغاړي دامنیتی ګامونواومیلمه پالنې له امله له هلمندي چارواکواوپه ځانګړې توګه له والي ګلاب منګل نه مننه وکړه.

نوموړي بی بی سی ته وویل ځینې نړیوالې رسنۍ دهلمندڅېره سمه نه ښیی اوله همدې امله دهلمندپه اړه له نړیوالوسره ناسم انځوردی.

دفرهاد دریا غږدلته اوریدلی شی.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .