د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ۱۹ نوماندان له لېسته وایستل

احمد ضياء رفعت
Image caption د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ۱۰ ورځې مخکې هم په ټاکنو کې د درغلیو په تور ٤١٣ نوماندان لوىې څارنوالۍ ته ورپېژندلي وو.

د ټاکنو د شکایتونو د اورېدو کمېسیون د ۲۱ هغو نوماندانو نومونه له لېسته ایستلي دي چې ۱۹ یې د لومړنیو پایلو له هخې بریالي بلل شوي ول.

د دغه کمېسیون ویاند احمد ضياء رفعت یوې خبري ناستې ته وویل چې د یادو شوو کاندیدانو رایې باطلې دي.

د افغانستان د ټاکنيزو شکايتونو د ارزولو کميسيون وايي د هغو شکايتونو ارزونه يې بشپړه کړې چې د ارزښت له مخه په الف اوليت کې راتلل.

ياد شوې کميسیون وايي چې د خپلو ارزونو پايلې يې د ټاکنو خپلواک کميسیون ته هم سپارلي دي.

د ټاکنيزو شکايتونو کميسون دا هم وايي چې د څه باندې شلو تنو نوماندانو ټولې رايي يې د ټگيو برگيو په تور ناچله اعلان کړې دي.

له لېسته د ایستل شوو کاندیدانو نومونه په لاندې ډول راوړل شوي دي:

حاجي محمد رحیم ګټوازی – پکتیکا

وحيدالله کلميزى – میدان وردګ

ګل محمد پهلوان – فاریاب

حشمت الله خليل کرزى او نیاز محمد امیرلالی - کندهار

څارنوال عبدالروف – بدخشان

عاشق الله وفا – بغلان

ډاکتر محمد نسیم مدبر - فراه

حاجي عاشق الله وفا او ډاکټر محمد نیسیم مدبر - بغلان

عبدالولي حميدي او مسعود بختور – فراه

حاجي معلم میرولي – هلمند

حمیدالله توخی حاجي محمد اسمالعیل زابلی او حاجي عبدالله خان شیرزاد هوتک – زابل

احمد خان سمنګانی – سمنګان

حاجي عزیز احمد نادم، رحیمه جامي، محمد معروف فضلي، احمد وحید طاهري او سید محمد شفیق – هرات

حاجي فاضل سیدخېلی – پروان

د ياد شوي کميسيون وياند احمد ضياء رفعت وويل چې دا نوماندان له بېلابېلو ولايتونو سره تړاو لري، له هغو نوماندانو څخه چې رايې يې ناچله او کوټه اعلان شوې دي، اووه تنه یې د اوسنۍ ولسي جرګې غړي هم دي:

''د ولسي جرګې د ټاکنو په لومړنیو پایلو کې ۱۹ بریالیو نوماندانو او د دوو هغو نوماندانو لپاره، چې پخپل ولایت کې یې د نابریالیو نوماندانو په منځ کې تر ټولو ډېرې رایې ګټلې وې، په پراخه کچه یې جعلي رایې کارولې وې، له دې امله د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د دوی ټولې رایې باطلې اعلان کړې. البته له دغو نوماندانو څخه اووه تنه یې د اوسنۍ ولسي جرګې غړي دي، د ټاکنو د شکایتونو د اورېدو کمیسیون پرېکړه وروستۍ او پرې بېرته له سر غور کول ناممکن دي.''

نور نوماندان هم چې د ټاکنو له نوملړه يې نومونه ايستل شوي دي، له بېلابېلو ولايتونو سره تړاو لري.

د ټاکنيزو شکايتونو د ارزونې د کميسيون وياند احمد ضياء رفعت وويل، چې ددغو نوماندانو رايې ناچله بلل شوې او دا پر دې اړه د ياد شوي کميسیون وروستۍ پرېکړه ده.

د ټاکنيزو شکايتونو د ارزونې کميسيون هغه اوازې هم بې بنسټه وبللې چې ګواکې پر دغه کميسيون داسې فشارونه وارد شوي دي، چې ځينې ځانګړي نوماندان بريالي کړي او ځينې نور پاتې راولي .

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ۱۰ ورځې مخکې هم په ټاکنو کې د درغلیو په تور ٤١٣ نوماندان لوىې څارنوالۍ ته ورپېژندلي وو.

په دغو کسانو کې ۸۴ تنه هغه نوماندان هم شامل ول، چې په لومړني لېست کې بریالي بلل شوي وو.