نړیوال شرکتونه د افغانستان په کان ایستو کې پانګونه کوي

کان
Image caption افغان حکومت وايي ترځمکې لاندې د دغو کانونو استخراج او په دې برخه کې پانګونه به افغانستان په خپل ځان بسيا کړي او نړېوالو مرستو ته به دومره اړتيا ونه لري.

د افغانستان د کانونو وزارت وايي د نړۍ لويو صنعتي شرکتونو او د هند د سوداګرۍ او صنايعو فدراسيون په افغانستان د کانونو د وېستو په برخه کې پانګونې ته چمتووالی ښوولی دی.

د افغانستان د کانونو وزير د نړۍ د معدن کارۍ په لسمه غونډه کې چې په هند کې جوړه شوې په افغانستان کې د شته کاني زيرمو په اړه د غونډې ګډونوالو ته معلومات ورکړل.

دا لومړی ځل دی د کانونو افغان وزير دغه غونډه پرانیستله او له دې دا جوتېږي چې د کاني زېرمو له اړخه افغانستان يو مهم هېواد دی .

د کانونو د افغان وزير له لوري د دغې غونډې پرانستنه ښيي چې د لسګونو زرو ميليونو ډالرو نه سپړل شويو کاني زېرمو د لويو صنعتي هېوادونو او کمپنيو پام ځانته اړولی دی.

په تېرو څو مياشتو کې دا څويم ځل چې افغان چارواکي په لويو صنعتي غونډو کې ګډون کوي او د افغانستان د کاني زېرمو د ظرفيتونو په اړه نړېوالو ته مالومات ورکوي.

د ۲۰۱۰ کال د معدن کارۍ په دې نړېواله غونډه کې د امريکا، برتانيا، جرمني، اسټراليا، جنوبي افريقا او کاناډا په ګډون شلو صنعتي هېوادونو او له ۳۰۰ ورپورته کمپنيو ګډون کړی وو ، د افغانستان ونډه په کې د پام وړ وه.

د کانو وزارت وياند جواد عمر وايي پرته له يو شمېر نړيوالو شرکتونو د هند د سوداګرۍ او صنايعو فدراسيون په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتيا ښوولې:

''د افغانستان د کانونو وزير د هند د صنايعو ، کانونو ، او ماليې له وزيرانو سره د افغانستان د کانونو او په دې برخه کې د پانګونې په اړه خبرې وکړې .

Image caption په وروستيو کلونو کې د افغانستان حکومت د دغو کانونو يو شمېر يې داوطلبۍ ته وړاندې کړي چې وروستۍ هغه يې د بغلان ولايت يوه نفتي سيمه ده.

د دې ترڅنګ د هند د سوداګرۍ او صنايعو فدارسيون ژمنه وکړه چې د هند خصوصي سکتور په افغانستان کې پانګونې ته چمتو دی او ډېر ژر به افغانستان ته د سوداګرو او پانګوالو يو ګډ پلاوی سفر وکړي او د غلته به د کانونو په اړه مالومات تر لاسه کړي.'' د افغانستان کاني زېرمو هغه مهال په نړېواله کچه د خلکو پام ځانته واړه وه چې امريکايي ځمک پېژندونکو د افغانستان د کاني زېرمو ارزښت له يو ترېليون يا زر مليارده ډالرو زيات اټکل کړ او ورپسې افغان چارواکو د کاني زېرمو ارزښت د دې نژدې درې برابره وښود.

افغان حکومت وايي ترځمکې لاندې د دغو کانونو استخراج او په دې برخه کې پانګونه به افغانستان په خپل ځان بسيا کړي او نړېوالو مرستو ته به دومره اړتيا ونه لري.

په وروستيو کلونو کې د افغانستان حکومت د دغو کانونو يو شمېر يې داوطلبۍ ته وړاندې کړي چې وروستۍ هغه يې د بغلان ولايت يوه نفتي سيمه ده.

اټکل دا دی چې دغه ساحه شاوخوا شپږ ميليونه بېرله تېل لري چې حکومت به کال کې ترې ۲۰۰ ميليونه ډالر عايد تر لاسه کړي.

ورته مطالب