افغانستان د میندو د مړینې د کچې راټيټولو پروګرام لري

Image caption د مور او ماشوم د مړينې د کچې د ښکته کولو سربيره، د بې وزلۍ، لوږې او نا برابرۍ پر وړاندې مبارزه کول هم د ملگرو ملتونو د زريزې د هغې تگلارې برخې دي چې د بې وزلو هيوادونو لپاره به تر ٢٠١٥ ميلادي کال پورې پلي کيږي.

په افغانستان کې حکومت د ميندو او ماشومانو د مړينې د کچې د ښکته کولو په موخه نوى گام اخلي.

دا پروگرام به شپږ کړنلارې ولري چې پلي کول به يې له دريو نه واخله تر پنځو کلونو پورې وخت واخلي

د افغانستان روغتيا وزارت وايي چې ددغۀ پروگرام په پلي کولو سره به له يوې خوا د ماشومانو په مړينه کې ٦٠ سلنه لږوالې راشي او له بله پلوه به د زيږون پر مهال د ميندو مړينه هم ٨٠ په سلو کې ښکته شي.

د مور او ماشوم د روغتيا په برخه کې دغه نوى گام د ملگرو ملتونو د زريزې د پرمختيايي تگلارې په رڼا کې اخستل کيږي، چې د افغانستان د روغتيا وزارت په وينا به ددغې تگلارې پلي کول له دريو نه تر پنځو کلونو پورې وخت واخلي.

د ميندوارو روغتيا ته پام کول،خوندي زيږون ،او د ماشومانو روغتيا پالل له هغو کړنلارو څخه دي چې د مور او ماشوم د روغتيا په برخه کې به ورته پام کيږي.

د روغتيا وزارت وايي چې د ماشومتوب د مهال د وژنکو ناروغيو مخنيوي او د هغوى د اړين خوراک برابرول هم ددوى د نوې تگلارې برخه ده. همدا راز د کورنيو پوهاوې به لوړوي چې د زيږونونو تر منځ واټن راولي.

د افغانستان د روغتيا سر پرسته وزيره ثريا دليل وايي چې ددغې تگلارې په پلي کولو سره به ٦٠ په سلو کې د ماشومانو او ٨٠ په سلو کې د ميندو مړينه لږه شي:

''په حقيقت کې زموږ لارښود د زريزې پرمختيايي هدف دى،په هغه کې ويل شوي دي چې دوه پر درې بايد د ماشومانو او درې پر څلورو بايد د ميندو په مړينه کې کموالى راشي،موږ د نړيوالې ټولنې غړي يو دغه موخه چې هغوى ټاکلې ده،موږ هم ورته ژمن يو ''

ددغې تگلارې پلي کول ٣٠ ميلونو ډالرو ته اړتيا لري چې د روغتيا وزارت په وينا ځينو مرستندويو هيوادونو او ټولنو يې د ورکړې ژمنې کړې دي.

Image caption افغان چارواکي ځانونه ددغې تگلارې پلي کولو ته ژمن بولي خو هله چې وايي د روغتيا په برخه کې ډيره پانگونه وشي او امنيت ټينگ شي.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان اړوند ارگانونه د روغتيا نړيوال سازمان، او د ملگرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق يونيسف ددغې تگلارې په پلي کولو کې مرسته وکړي.

د روغتيا وزارت د ورکړل شويو شمېرو له مخې په هرو زرو زيږونونو کې ١٦٠ ماشومان مړه کېږي خو نهه کاله مخکې دا کچه ٢٥٠ ماشومانو ته رسېده.

د مور او ماشوم د مړينې د کچې د ښکته کولو سربيره، د بې وزلۍ، لوږې او نا برابرۍ پر وړاندې مبارزه کول هم د ملگرو ملتونو د زريزې د هغې تگلارې برخې دي چې د بې وزلو هيوادونو لپاره به تر ٢٠١٥ ميلادي کال پورې پلي کيږي.

افغان چارواکي ځانونه ددغې تگلارې پلي کولو ته ژمن بولي خو هله چې وايي د روغتيا په برخه کې ډيره پانگونه وشي او امنيت ټينگ شي.

ورته مطالب