شفق: د غورماچ ولسوالۍ %40 برخه له مخالفینو سره ده

عبدالحق شفق
Image caption ښاغلي شفق وویل چې په فاریاب کې ګڼو جنګي ډلو د سولې او پخلاینې له پروسې سره د یو ځای کېدو زړه ښه کړی، چې په خبره یې تراوسه د سولې له پروسې سره ۴۸ وسله وال یو ځای شوي دي.

د فاریاب والي په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د امنیت په ټينګښت کې پرمختګ شوی او د تېر کال په پرتله په دغه ولایت کې د پوځيانو شمېر زیات شوی دی.

د فاریاب والي وايي چې په دغه ولایت کې د تېر کال په پرتله امنیتي ستونزې ډېرې راکمې شوې دي.

عبدالحق شفق په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې په دغه ولایت کې د امنیتي ځواکونو شمېر ډېر شوی چې د امنیت په ټينګښت کې یې ډېره مرسته کړې ده.

ښاغلي شفق وویل چې دوی په غورماچ ولسوالۍ کې ډېره ستونزه لري، چې په وینا یې تر ډېرې مودې پورې يې له قلعه نو سره لاره بنده وه.

عبدالحق شفق وویل چې له تېر یوه نیم کال راهیسې غورماچ ولسوالۍ پر فاریاب ولایت پورې تړل شوې، چې په وینا یې په دې موده کې یې پر پراختیايي پروژو تر شپږ میلیون ډېر ډالر لګولي دي.

خو د فاریاب والي زیاته کړه چې پر فاریاب تېرېدونکی حلقوي سړک تر غورماچ د امنيتي ستونزو له امله تېر نه شو.

ده زیاته کړه چې د غورماچ ولسوالۍ تر ۵۰ سلنې ډېره برخه د دولت او شاوخوا ۴۰ سلنه یې د طالبانو په لاس کې ده.

د فاریاب والي وویل د غورماچ څنګلوري قیصار ولسوالي د ناامنیو له امله اغېزمنه شوې ده.

په دې وروستیو کې د فاریاب په دولت اباد ولسوالۍ کې یوه برید شپږ پولیس ووژل.

د روانۍ میاشتې پر ۱۴مه هم په شیرین تګاب ولسوالۍ کې یوه برید ۱۲ کسان ووژل او د ولایتي شورا رییس یې ټپی کړ.

ښاغلي شفق وویل چې په فاریاب کې ګڼو جنګي ډلو د سولې او پخلاینې له پروسې سره د یو ځای کېدو زړه ښه کړی، چې په خبره یې تراوسه د سولې له پروسې سره ۴۸ وسله وال یو ځای شوي دي.