مارک سېډوېل: کابل د ماشومانو لپاره له نیویارک او لندنه خوندي ځای دی

افغان ماشومان
Image caption ښاغلي سېډوېل کابل يوه کلي ته ورته ښار بللی چې کورني ارزښتونه په کې غښتلي دي او ماشومان یې له ټولنيز اړخه خوندي دي.

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي مارک سيډول ادعا کړې د جگړه ځپلې هېواد افغانستان پلازمينه د لندن ، نيويارک او د سکاټلنډ د گلاسکو د ښار پر تله د ماشومانو لپاره خوندي ځاى دی .

ښاغلي سيډول ويلي د ناوچاودو بمونو له گواښونو سره سره د يو شمېر لويديځو ښارونو په پرتله ، ماشومانو ته په کابل کې کم خطر متوجه دى .

ښاغلي سيډول ويلي سره له دې چې کابل له اوږدې مودې راهيسې جگړو ځپلى خو بيا هم په دې وروستيو کې وضعيت په ښه کېدو دى ، خو د اوسېدو لپاره يې لا هم دغه ښار خطرناک بللى .

د خپلې دې خبرې لپاره ښاغلي سيډول دا دليل وړاندې کړى چې کورني ارزښتونه په افغاني ټولنه کې پالل کيږي او دافغاني ټولنې بنسټ کورنۍ جوړوي.

ښاغلي سيډول له همدې امله کابل يوه کلي ته ورته ښار بللى چې کورني ارزښتونه پکې غښتلي دي او پر بنسټ يې ماشوما ن له ټولنيز اړخه خوندي بللي.

Image caption ښايي د ښاغلي سېډوېل د خبرو موخه دا وي چې په افغاني ټولنه کې له هر اړخه د ماشومانو ملاتړ کيږي.

د ښاغلي سيډول د څرګندونو موخه ښايي دا وي چې په افغاني ټولنه کې له هره اړخه د ماشومانو ملاتړ کيږي ، که هغه مالي او که فزيکي ملاتړ وي .

د دوی روغتيا ، گرځيدا ، خوراک څښاک ته پام کيږي ، په دغه برخه کې ان د ماشومانو ترونه ، نيکونه او ماما گان هم د ماشومانو په خونديتوب کې ونډه لري .

خو په لويديځ کې دافغانستان پرتله ماشومان ځان يوازې احساسوي او کورنۍ ملاتړ يې دومره نه دى ، بلکې ځان ځاني ډيره بلل کيږي.

د ماشومانو د ژغورنې يا Save the children ادارې مشر جسټين فورسايت د ښاغلي سيډول دا ادعا په کلکه رد کړې ده .

ښاغلي فورساېټ افغانستان د ماشومانو لپاره ډير بد ځاى بللی ، ويلي یې دي چې پنځه کلنۍ ته له رسېدو وړاندې د هرو څلورو ماشومانو يو یې مري.

دارنگه ده ويلي چې ډير ماشومان د داسې ناروغيو له کبله مري چې د درملنې وړ دي ، لکه نس ناستی او خوارځواکي.

د جگړې اړخ ته هم ښاغلي فورسايټ اشاره کړې او ويلي يې دي چې يوازې تېر کال تر زرو ډير ماشومان په افغانستان کې په چاودنو او جگړو کې ووژل شول .

افغان حکومت هم د ښاغلي سيډول دا ادعا رد کړې چې گواکې د کابل ماشومان د لندن او نيويارک پرتله خوندي دي .

دافغانستان د کار او ټو لنيزو چارو وزارت مرستيال واصل نور مهمند وايي په کابل کې په زرگونو ماشومان درانه کارونه کوي ، کافي خوړو ، روغتيايي اسانتياوو او د ژوند نورو مهمو اړتيا وو ته لاس رسۍ نه لري .

خو له ټولينز اړخه یې د ښاغلي سېډول څرګندونې تایيد کړي چې په رښتيا هم د کابل ماشومان د ډيرو نورو بهرنيو ښارونو په پرتله په ښه وضعيت کې دي په دې مانا چې له کورني ملاتړه برخمن دي .

ورته مطالب