امريکا : د افغانستان جګړه به د القاعدې د پټنځايونو تر وېجاړېدو دوام وکړي

کارل اېکن بېري
Image caption د امريکا سفير وايي له پاکستاني چارواکو سره په دغه هېواد کې د القاعدې او طالبانو د پټنځايونو د وېجاړولو پر سر کار کوي.

په کابل کې د امريکا سفير يو وارې بيا په ټينگار سره ويلي چې د طالبانو او القاعده پټنځايونه په پاکستان کې دي او په خبره يې تر هغه چې دغه مرکزونه ويجاړ شوي نه وي ، په افغانستان کې به جگړه پاى ته ونه رسېږي .

سفير کارل ايکن بيري وويل دوى په دې تړاو له پاکستاني چارواکو سره کار پيل کړى ، خو زياته يې کړه چې دغه موضوع لا هم پاکستاني چارواکو ته د يوه سوال په توگه په خپل ځاى پاتې ده.

په همدې مهال ښاغلي بېري د پرتگال د ليزبن د سرمشرېزې پرېکړې د افغانستان په گټه وبللې او د يوې لاس ته راوړنې په توگه يې يادې کړې.

په کابل کې د متحدو ايالتونو سفير له خبريالانو سره په خپلې وروستۍ غونډه کې يو ځلې بيا په افغانستان او سيمه کې د اورپکۍ پر وړاندې پر مبارزې ټينگار وکړ او ترهګري يې د افغانستان ، پاکستان او امريکا يو گډ دښمن ياد کړ.

کارل اېکن بېري چې تازه له امريکا نه کابل ته را ستون شوی وويل د اورپکو اصلي ځالې په پاکستان کې دي او په خبره يې د له منځه وړلو لپاره یې هلي ځلي کړندۍ کړي دي.

ښاغلې بېري څرګنده کړه : (( د پاکستان دښمن د افغانستان او امريکا دښمن دى او د طالبانو د مشرانو او القاعدې پناه ځايونه په پاکستان کې دي. تر هغه چې دغه پټنځايونه له منځه نه وي تللي ، په افغانستان کې جگړه زموږ او ستاسو لا ډېرې قربانۍ ته اړتيا لري.))

ده وويل موږ هره ورځ په دې اړه فکر کوو ، موږ له پاکستان سره له مثبتو لارو د دغو پټنځايونو د ويجاړولو په تړاو کار کوو ، خو لا هم دغه موضوع پاکستاني ملگرو ته يو سوال دى او د دغو پټنځايونو له منځه وړل د پاکستان په سياسي ارادې پورې تړلي دي.

ښاغلي ايکن بيري په همدې حال کې د پرتگال په پلازمينه ليزبن کې د ناټو د سرمشريزې د پريکړو هر کلى وکړ او د افغانستان لپاره يې ښې لاس ته راوړنې وبللې .

Image caption ښاغلې اېکن بېري د لېزبن په سرمشريزه کې پر شويو پرېکړو هرکلی کړی او دا يې د افغانستان لپاره ښې لاسته راوړنې بللي دي.

نوموړي وويل د اوږد مهال لپاره د افغان امنيتي ځواکونو د روزنې په تړاو د ناټو پر ژمنو سربېره يو شمېر لويو او کوچنيو هېوادونو هم ورته ژمنې کړي دي.

ښاغلې اېکن بېري دغه راز وويل : (( د ليزبن په سرمشرېزه کې مو وليدل چې د برياليتوب لپاره د ناټو تړون گڼو کوچنيو او لويو هېوادونو ژمنې وکړې چې د افغان پوځ او پوليسو د روزنې لپاره به روزونکي استوي.))

د دې اوونۍ په سر کې د پرتگال پلازمېنه ليزبن د ناټو د ٢٨ غړو هېوادونو د سرمشرېزې کوربه و ، چې د اجنډا مهمې موضوعگانې يې تر ٢٠١٤ کاله افغان ځواکونو ته د واک سپارل او په پړاوويز ډول له دغه هيواده د بهرنيو ځواکونو وتل و.

د سرمشرېزې گډونوالو پر يادوو موضوعگانو هوکړه وکړه او ناټو د اوږد مهال لپاره د افغان امنيتي ځواکونو د روزنې او سمبالښت په تړاو له افغانستان سره يو تړون لاسليک کړ.

ورته مطالب