د ولسي جرګې د ټاکنو وروستۍ پايلې اعلان شوې

له شاوخوا دوه مياشتې انتظاره وروسته بالاخره د چهارشنبې پر ورځ د ولسي جرګې د ټاکنو وروستۍ پايلې په داسې حال کې اعلان شوې چې پر ضد يې په پلازمېنه کابل ، بغلان او هرات ولايتونو کې اعتراضونه روان دي .

د ټاکنو د کمېسيون مشر فضل احمد معنوي وويل په وروستيو پايلو کې د راغلي بدلون له مخې 24 نوماندان له وروستي ليسته ايستل شوي دي.

ښاغلي معنوي وويل کمېسيون خپل کار روڼ تر سره کړی او ټول هغه تورونه يې رد کړل چې د نوماندانو او يا نورو سرچينو له لوري پر دغه کمېسيون لګېدلي دي .

هغه له نړيوالې ټولنې هم مننه وکړه چې د ټاکنو په برخه کې يې ورسره مرسته کړې ده.

په وروستيو پايلو کې د دري دېرشو ولايتونو او د کوچيانو د حوزې وروستۍ پايلې اعلان شوې چې ټولې 34 حوزې کېږي.

تر دې مهاله پورې يوازې د غزني ولايت وروستۍ پايلې نه دي اعلان شوې چې د ښاغلي معنوي په وينا لامل يې تخنيکي ستونزې دي .

غزنی په ولسي جرګه کې يوولس څوکۍ لري چې د لومړنيو پايلو پر بنسټ دا ځل ټول نوماندان له يوه قومه (هزاره) څخه رابريالي شوي دي .

ولسمشر کرزي پخپله منلې چې ددغه ولايت په دوولسو ولسواليو کې ټاکنې نه دي شوې او د ټاکنو کمېسيون ته يې سپارښتنه کړې وه چې په دې اړه له قانون سره سم يو ګام واخلي.

اعتراضونه

د ټاکنو د پايلو پر ضد له تېرو څو اونيو راهيسې اعتراضونه روان دي .

ډېری هغه نوماندان چې د لومړنيو پايلو له مخې ناکام شوي په ټاکنو کې د پراخو درغليو او لاسوهنو ادعا کوي .

دوی د ټاکنو او ټاکنيزو شکايتونو کمېسيونونه هم تورنوي چې ټاکنې يې سمې نه دي تر سره کړې .

خو دغه کمېسيونونه پر خپلو دريځونو ټينګار کوي او وايي خپل کار يې سم تر سره کړی چې په دې توګه به نن وروستۍ پايلې هم اعلان کړي .

د ټاکنو د پايلو پر ضد اعتراضونو له هغه وروسته زور واخيست چې 23 هغه نوماندان چې د لومړنيو پايلو پر بنسټ بريالي ول له ليسته وايستل شول.

د همدغو نوماندانو پلويانو نن هم په بغلان او هرات کې لويې لارې د اعتراض په ډول بندې کړې دي.

شهزاده سرای برخليک ټاکونکی دی

د افغانستان لوى څارنوال محمداسحاق الکو هم د ټاکنو په موضوع کې ورګډ شوی او په دې اړه يې نادرې څرګندونې کړې دي .

لوى څارنوال د مشرانو جرګې د شکايتونو د اورېدو کمېسيون ته پخپله وينا کې ويلي ، داسې موثق اسناد يې ترلاسه کړي چې ښيي د ولسي جرګې د نوماندانو د برياليتوب پرېکړه په کابل کې د پيسو په مارکېټ شهزاده سرای او دوبۍ کې کېږي.

ښاغلي الکو دا هم ويلي چې د ټاکنو د دواړه کمېسيونونو د دوو کارکوونکو دندې يې تعليق کړې دي .

دغه راز نوموړي د دغو کمېسيونو پر وياندانو نور محمد نور او احمدضيا رفعت نيوکه وکړه ، چې بې مسووليته څرګندونې کوي .ځينو سرچينو ويلي هغه کسان چې لويې څارنوالۍ يې دندې ځنډولې همدغه دوه وياندان دي .خو د ټاکنو د کمېسيون وياند نور محمد نور وايي تر اوسه پورې دوی ته په دې اړه رسمي خبر نه دی ورکړل شوی.

لوی څارنوال ګواښ کړی: ((که تر څېړنو وړاندې وروستۍ پايلې اعلان شي ، نو په هېواد کې به لويه ستونزه پيدا شي .))

نوموړي د ټاکنو پر کمېسيون هم تور ولګاوه چې د ولسي جرګې د غړو په ټاکنه کې يې ژبني ، سمه ييز او مذهبي ملاحظات په پام کې نيولي دي.

د ټاکنو کمېسيون دغه تور رد کړی دی .

د ولسي جرګې ټاکنې د وږي پر ٢٧مه، وشوې او لومړنۍ پايلې يې تر دې يوه مياشت وروسته اعلان شوې دي.