د راتلونکې ولسي جرګې جوړښت او قومي انډول

پخوانۍ ولسي جرګه
Image caption ويل کېږي نوې ولسي جرګې ته يو شمېر داسې کسان هم راغلي چې تر دې وړاندې يې د ښاغلي کرزي پر سياستونو او تګلارو سختې نيوکې کولې.

که څه لا به تر وخت مخکې وي چې سړی ووايي په راتلونکې ولسي جرګه کې به د ښاغلي کرزي ملاتړ څومره وي خو د ټاکنو د کمېسيون له لوري له اعلان شويو پايلو څخه ښکاري چې د ښاغلي کرزي ډېرو پلويانو نوې ولسي جرګې ته لاره نه ده موندلې .

په زړه ولسي جرګه کې ويل کېدل چې ښاغلي کرزي تر سل زيات پلويان درلودل چې ډېرې پرېکړې هم دده له غوښتنې سره سم کېدې . خو د ټاکنو د وروستيو پايلو له مخې د زړې جرګې شاوخوا څلورمې برخې نوې جرګې ته لاره موندلې چې په دوی کې هم ټول د ښاغلي کرزي پلويان نه دي .

يوه بله خبره دا ده چې ولسي جرګې ته يو شمېر داسې کسان هم راغلي چې تر دې وړاندې يې د ښاغلي کرزي پر سياستونو او تګلارو سختې نيوکې کولې او په ټوله کې دا ځل ډېری نوماندان پر هغو نزاکتونو پوهېږي چې څنګه پر حکومت فشار راوړي.

د نويو پايلو له مخې د حکومت او په تېره بيا د ښاغلي کرزي لپاره په کور د ننه د سياسي سرخوږي پيل هم کېدای شي له همدغه ځايه وشي .

د سياسي چارو کارپوه ودير صافی وايي نوې ولسي جرګې او حکومت به په ډېرو برخو کې ټکر وکړي په ځانګړي ډول د تقنيني فرمانونو او نړيوالو تړونونو په برخه کې ستونزې ډېرې وي.

ښاغلي کرزي لا له وړاندې په ولسي جرګه کې د قومي انډول له امله خپله ژوره اندېښنه په ډاګه کړې وه . که څه هم ولسي جرګې ته د قومي بنسټ له مخې څوک نه شي راتلای خو ستونز بل ځای وه . په ډېرو پښتنو سيمو کې يا ټاکنې و نه شوې، يا ډېرې پيکه وي او په ځينو سيمو کې بيا تر ټاکنو وروسته د درغليو په تورو ځينې پښتانه کانديدان له ليسته ايستل شوي دي .

د غزني وروستۍ پايلې نه دي اعلان شوې خو دغه ولايت چې د وګړو زياته برخه يې پښتانه دي او په ولسي جرګه کې ټولو يوولسو څوکيو ته يې هزاره وګړي بريالي شوي دي .

خو په نورو سيمو کې هم قومي جوړښت د تېر ولسي جرګې په پرتله ډېر څپڅپانده شوی دی . د افغانستان له شمال څخه هم دا ځل د پښتنو استازو شمېر په نشت حساب دی په داسې حال کې په تېره ولسي جرګه کې يې ډېر استازي درلودل.

ولسمشر کرزی پر همدغه نزاکت پوهېږي چې په ولسي جرګه کې د قومي انډول نشتوالی هم کېدای شي دده د حکومت لپاره پر يوه ننګونه واوړي .

ځکه دا ځل په ټوله کې د تېر په پرتله په جرګه کې دپښتنو شمېره کمه ده او له پښتنو پرته نور استازي تر ډېره د ښاغلي کرزي د سياسي مخالفينو په ډلو ټپلو کې ځای پر ځای شوي او ويل کېږي ځينې د همدغه مخالفت په برکت ولسي جرګې ته رسېدلي دي .

د سياسي چارو شننونکی مطيع الله اباسين د ښاغلي کرزي حکومت او د افغانستان راتلونکې ته د ولسي جرګې د قومي جوړښت له کبله بالقوه پېښېدونکې ستونزې په ګوته کوي:

(( راتلونکی پارلمان که په همدغې بڼه چې اعلان شوی، تشکيل شي ، هم به د ولس لپاره ، هم به د پارلماني اعتبار لپاره او هم به د حکومت لپاره ، د سرخوږي، سليقوي چلندونو او شخصي ګټو يوه ګډوله وي. پرېکړې به پر دريو محورونو راچورلي ، اول : د حکومت چلينج کول او د فعاليتونو پر وړاندې يې خنډونه جوړول ، داسې ايتلافونه يا جوجاړي به هم تر سره کېږي چې پر شخصي ګټو به ولاړ وي، هېواد او ولس ته به خاصه ګټه و نه لري . کله کله ددې خطر هم شته چې سترو ملي ګټو ته زيان و رسېږي .

نو په داسې چاپېريال کې حکومت ته کار ستونزمن دی او ولس ته هم نا شوني ده چې له پارلمان څخه تمه وکړي. ))

تر دې مهاله د ټاکنو د پايلو په اړه دوه ستونزې لا پر ځای پاتې دي يوه دغزني ولايت د نوماندانو ستونزو چې د لومړنيو پايلو په ډول به پاتې کېږي او که به بدلون راځي؟ دويم دا چې ډېری پاتې شوي نوماندان لا هم خپلو اعتراضونو ته د دوام ورکولو ګواښ کوي او شوې ټاکنې ناسمې بولي .