د ولسي جرگې د ټاکنو د اعلان شويو پايلو په اړه ستاسو ارزونې څه دي؟

رای پاڼې

د افغانستان د ټاکنو کمېسيون له اوږده ځنډه وروسته د چهارشنبې پر ورځ ، له غزني پرته د ولسي جرگې لپاره د نورو ٣٤ انتخاباتي حوزو رسمي پايلې اعلان کړې دي.

د انتخاباتو کمېسيون د دغې حوزې د پايلو ځندېدل تخنيکې ستونزه بللې ده.

د لومړنيو پايلو له مخې په دغه انتخاباتي حوزه کې په اکثريت توکمه قوم ، پښتنو پورې تړلو کانديدانو په جرگه کې د غزني ولايت د ١١ څوکيو له منځه يوه څوکۍ هم نه وه گټلې.

بله خوا افغان حکومت، د انتخاباتو کمېسيون ، خپلواکه څارونکي ، د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو استازې ادارې يوناما او په يوه کليمه کې هرڅوک دا مني چې په انتخاباتو کې درغلۍ شوې او د همدغو درغليو پايله وه چې د هرو لسو گټونکو له منځه يو تن بيرته د برياليو کانديدانو له ليسته وايستل شول.

له دې سره سره افغان حکومت او نړيواله ټولنه يو هم له سره د انتخاباتو لېوالتيا نه لري او له گڼو نيمگړتياوو سره سره دغه بهير د افغانستان لپاره يو لوى برى بولي.

خو تاسې د دغو انتخاباتو اعلان شوې پايلې څه ډول ارزویء؟

په دې اړه د بي بي سي په اونيز پروگرام ستاسې غږ کې د گډون او زموږ له اورېدونکو سره د خپل نظر د شريکولو لپاره د پنجشنبې په ماښامنۍ خپرونه کې پر دې شمېره اړيکي نيولى شیء

۰۰۴۴۲۰۷۸۳۶۰۳۳۱

او په ۰۰۴۴٧۷۸٦٢٠٨٨٨٨ شميره اس ايم ايس هم راسولى شئ.

د برېښنليک له لارې هم پر دغې پته خپل نظر راستولى شیء

Pashto@bbc.co.uk

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .