د ټاکنو کمېسيون د پارلماني ټاکنو د پاېلو اعلان خپل واک بولي

د ټاکنو کمېسيون
Image caption د ټاکنو د وروستيو پاېلو تاييد او اعلان د ټاکنو کمېسيون له واکونو څخه شمېرل کيږي او نورې ادارې په دې برخه کې د لاسوهنې واک نه لري.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي د لويې څارنوالۍ هغه څرګندونې قانوني بنسټ نه لري چې وايي په دغه هېواد کې د ولسي جرګې د ټاکنو وروستۍ پايلې ورته د منلو وړ نه دي.

د ټاکنو کمېسيون وايي د قانون له مخې د ټاکنو د وروستيو پايلو تاييد او اعلان د ټاکنو کمېسيون له واکونو څخه شمېرل کېږي او نورې ادارې په دې برخه کې د لاسوهنې واک نه لري.

په افغانستان کې د ولسي جرګې د وروستيو پايلو له اعلانېدو سره جوخت په دې اړه ناندريو هم زور اخيستی ، خو دا ځل د ټاکنو د کمېسيون او لويې څارنوالۍ ترمنځ ناندرۍ راپورته شوې دي.

د افغانستان د ټاکنو کمېسيون وايي د ټاکنو قانون د وروستيو پايلو د تاييد او اعلان واک يوازې د ټاکنو خپلواک کمېسيون لري.

د کمېسيون د چارواکو په وينا، دا چې تر دې وروسته بايد د څارنوالۍ او يا هم کومې بلې ادارې تاييد ته اړتيا شته او که څنګه؟ په قانون کې په دې اړه وضاحت نه دی ورکړل شوی.

د دغه کمېسيون مرستيال وياند فروغ تابش بي بي سي ته وويل دا چې قانون دغه واک يوازې د ټاکنو کمېسيون ته ورکړی، ځکه نو په خبره يې دا په خپله د نورو ادارو د لاس وهنې مخه نيسي.

د افغانستان د ټاکنو کمیسیون دغه تازه څرګندونې وروسته له هغې راځي چې د دغه هیواد د لویې څارنوالۍ مرستيال مشر رحمت الله نظري وويل ، دغې ادارې ته د ولسي جرګې د وروستیو پایلو اعلان د منلو نه دی.

تر دې وړاندې ځینې هغه مهمې مسلې چې په قانون کې یې په اړه وضاحت نه دی ورکړل شي د افغانستان سترې محکمې ته راجع کړل شوې دي.

د افغانستان د سترې محکمې چارواکي په دې برخه کې څه ویل له وخته وړاندې ګڼي او وایي تر هغې چې کومه موضوع دغې ادارې ته راجع شوې نه وي په دې اړه څه نشي ویلي.

خو پر همدې مهال د ولسي جرګې یو شمیر هغه نوماندان چې په ټاکنو کې بریالي نه دي اعلان شي د لویې څارنوالی له دې پریکړې ظاهرا خوښ ښکاري.

له کابله ولسي جرګې ته نوماند کبیر رنجبر که څه هم د لویې څارنوالی دغه اقدام په ځای بولی خو وایي چې لږ په ځنډ و.

له سویلي ولایت هرات نه د ولسي جرګې په ټاکنو کې پاتې نوماند سید ابراهیم عماد بیا وایي که لویه څارنوالي په خپل دریځ کې ریښتینې پاتې شي، نو ښایي د ده په خبره چې په دغه هیواد کې به د یو ستر کړکیچ مخه ونیسي.

که څه هم ځینې په افغانستان د لویې څارنوالی له لوري د ولسي جرګې د وروستیو پایلو د نه منلو په تړاو څرګندونې، د دغه هیواد په بیلا بیلو ولایتونو کې د یو شمیر ناکامو نوماندانو او د هغوی د ملاتړو د احتجاجونو په کرارولو کې اغیزمن بولی، خو ځینې نور بیا وایي، ښایي دا لانجه په دې برخه کې یوه نوي کشمکش ته لاره هواره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې یو شمیر نړیوالو ادارو په افغانستان کې د ټاکنو کمیسیون لخو د ولسی جرګې د وروستیو پایلو د اعلانیدو هرکلی دی.

ورته مطالب