د افغانستان تر ټولو یخې او ګرمې سیمې

پامیر
Image caption د افغانستان د هوا پېژندنې د ادارې د موندنو پر بنسټ، په بدخشان ولایت کې د پامیر سیمه او د هندوکش د غرونو لړۍ له بامیانو وروسته د هېواد تر ټولو سړې سیمې دي.

د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې د زرنج او فراه ښارونه د هېواد تر ټولو ګرمې سیمې بللې دي.

د دغې ادارې د موندنو پر بنسټ، بامیان د هېواد تر ټولو سړه سیمه پېژندل شوې ده.

د هوا پېژندنې ادارې مسؤولین وايي په زرنج او فراه کې د تودوخې لوړه درجه ۴۵ سانتي ګرید ده او په بامیانو کې منفي ۳۰ ته رسېږي.

په غرونو پوښلی بامیان چې له پلازمېنې کابله لوېديځ او د افغانستان په مرکزي سیمه کې پروت دی، د ژمې په موسم کې د ډېرو واورو له کبله تر ټولو سړه سیمه بلل کېږي.

خو په سویل لویديځ کې د فراه او نیمروز شګلنې دښتې د افغانستان تر ټولو ګرمې سیمې دي.

له جغرافیايي پلوه زرنج او فراه شاوخوا د بحر له سطحې ۱۵۰۰ متره لوړ دي، خو د افغانستان مرکزي سیمې په تېره بامیان د بحر له سطحې څخه تر ۴۰۰۰ مترو زیات لوړوالی لري، چې له همدې توسنه د هېواد تر ټولو سړه سیمه ده.

د افغانستان د هوا پېژندې د ادارې مشر عبدالقدیر قدیر د افغانستان ګرمې او سړې سیمې راښيي:

''په افغانستان کې تر ټولو ډېره ګرمه سیمه د جنوب لوېديځ فراه ولایت او زرنج سیمې دي، چې د کال په تر ټولو ګرمه میاشت اګست کې د تودوخې لوړه درجه له ۴۰ تر ۴۵ پورې رسېږي، او تر ټولو د هېواد سړه سیمه مرکزي بامیان او غزنی ولایتونه دي، چې په بامیانو کې د سړوښې تر ټولو لوړه درجه تر منفي ۲۷ یا۳۰ پورې رسېږي.''

د ښاغلي قدیر په وینا، دغه سیمې په ژمي کې خورا سړې او په دوبي کې تر کچې زیاتې تودې وي.

چارواکي وايي، د سړو سیمو اوسېدونکي د ګرمو هغو په پرتله له زیاتو ستونزو سره مخامخ وي.

خو د دغو سیمو اوسېدونکي وايي دوی تر ډېره ستونزې زغمي.

عبدالرحیم علي یار د بامیانو یو اوسېدونکی دی، چې په ژمي کې د بامیانو د خلکو ستونزې په دې ډول بیانوي:

''لومړۍ ستونزه د سونتوکو ده، زیاتره بې وزله خلک د دې توان نه لري چې خپل کورونه تاوده کړي، دویم دا چې روغتیايي اسانتیاوې نشته، که شته هم روغتیايي مرکزونه ډېر لیرې دي، کله چې واوره ورېږي، نو ټولې لارې بندې شي.''

Image caption د بامیانو اوسېدونکي وايي چې د ژمې پرمهال له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان وي.

د نیمروز یو اوسېدونکی عبدالکریم قادري بیا د خپل ولایت د تودوخې په اړه راته وايي:

''ډېره ګرمه سیمه ده او دوړې ډېرې زیاتې دي، د دوبي په څلورو میاشتو کې هلته ډېر زیاتې دوړې وي، او په نیمروز ولایت کې د څښاک اوبه ډېرې کمې پیدا کېږي.''

د افغانستان د هوا پېژندنې د ادارې د موندنو پر بنسټ، په بدخشان ولایت کې د پامیر سیمه او د هندوکش د غرونو لړۍ له بامیانو وروسته د هېواد تر ټولو سړې سیمې دي.

دغه اداره وايي په سړو سیمو ک د ورښت ۵۰۰ میليمتره او په ګرمو هغو کې ۳۰۰ میلیمترو ته په کال کې رسېږي.