د ټاکنو خپلواک کمېسیون بریالیو نوماندانو ته 'وکالت پاڼې' ورکړې

تېرې ټاکنې
Image caption د ټاکنو د وروستيو پاېلو تاييد او اعلان د ټاکنو کمېسيون له واکونو څخه شمېرل کيږي او نورې ادارې په دې برخه کې د لاسوهنې واک نه لري.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د تېرو پارلماني ټاکنو پر بریالیو نوماندانو د وکالت پاڼې ووېشلې.

دغه کمېسیون وايي هغه نوماندان، چې دغه وکالت پاڼې یې ترلاسه کړې، په راتلونکې ولسي جرګه کې په رسمي توګه د استازي په توګه پېژندل کېږي.

په داسې حال کې چې زیاتره بریالي نوماندان د ټاکنو د کمېسیون کار شفاف او د پارلماني ټاکنو پایلې د منلو وړ بولي، خو یو شمېر پاتې نوماندانو بیا لويې څارنوالۍ ته خپل شکایتونه وړاندې کړي، چې په وینا یې د دویم ځل لپاره دې ټاکنې وشي.

له څو ورځو راهیسې یو شمېر ناکامو نوماندانو په لاریونونو لاس پورې کړی، چې نن دوشنبه یې هم په کابل کې د لویې څارنوالۍ مخې ته راټول شوي ول او د خپلو شکایتونو د اروزنې غوښتنه یې کوله.

د تېر په څېر دغو نوماندانو د ټاکنو کمېسیون او د ټاکنیزو شکایتونو د اورېدو کمېسیون په ټاکنو کې په درغلۍ تورن کړل:

"د ټاکنو د اورېدو کمېسیون ته ولاړم، ما ته کمېسیون وویل چې ما ته لس زره ډالر راکړه، تا به بریالی اعلان کړو. دوی وايي چې دا د ټاکنو خپلواک کمېسیون دی، دا څرنګه کمېسیون دی؟! "

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون رييس فضل احمد معنوي پر بریالیو نوماندانو د وکالت پاڼو د وېشلو پرمهال وویل، چې په دې سره به په ولسي جرګه کې بریالي نوماندان په رسمي توګه کار کوي.

تر دې وړاندې د افغانستان لویې څارنوالۍ هم ویلي وو داسې اسناد یې ترلاسه کړي، چې ښيي د روان کال په پارلماني ټاکنو کې د لویو پیسو معاملې رامنځ ته شوې دي.

لویه څارنوالي په دې تور سره د ټاکنو د کمېسیون د دوو کارکوونکو دندې هم ځنډولې د او د دواړو کمېسیونونو ویندویان یې هم د ملي ګټو پرضد خبرو تورن کړي دي.

د لویې څارنوالۍ مرستیال رحمت الله نظري ویلي چې دا ټول اسناد به ډېر ژر د افغانستان سترې محکمې ته وسپاري چې په اړه یې پرېکړه وکړي:

"د انځوریزو وېدیوګانو او غږیزو پیغامونو په ګډون بېلابېل اسناد موږ ته رارسېدلي دي. دا ټول به د افغانستان سترې محکمې ته ولېږو."

تر دې مخکې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د لویې څارنوالۍ څرګندونې ناقانونه او د ټاکنو په کار کې مداخله بللې وه.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون رییس فضل احمد معنوي ويلي وو:

"په افغانستان کې هېڅ کوم قانون داسې موارد نه دي په ډاګه کړي، چې ستره محکمه دې وکړای شي د ټاکنو پایلې لغوه کړي، خو که چا کوم جرم یا له قانونه سرغړونه کړې وي، د افغانستان قوانینو جرم او سزاګانې مشخصې کړې دي، خو د هېواد په قوانینو کې هېڅ داسې څه نه دي راغلي که کوم څوک د ټاکنو پرمهال سرغړونه یا جرم وکړي، ټاکنې دې لغوه شي، یا کوم کاندید جرم وکړي، له نوماندۍ څخه ایستل کېږي، په قوانینو کې هرجرم مشخص شوی، زه فکر کوم چې ستره محکمه د قانون خلاف کار نه کوي او هرڅه یې چې د قانون په چوکاټ کې صلاحیت دی، کولی شي چې په اړه یې پرېکړه وکړي."

Image caption فضل احمد معنوي:"موږ نشو کولی چې ټول نوماندان بریالي اعلان کړو او څوکۍ ورته پیدا کړو."

نوموړي همدارنګه زیاته کړې وه چې:

"زما باور دا دی که چېرې ۱۰۰ نورې څارنوالۍ هم وي چې دغه قضيې وڅېړي، بیا به هم زیات شمېر ناراضه کسان موجود وي، چې تر پایه پورې قانع نه شي، خو د ټولو خلکو یا هغو قانع کول چې نوماندۍ ته ولاړ ول، ډېر ستونزمن کار به وي، خو له بده مرغه موږ په پارلمان کې ۲۴۹ څوکۍ لرو، او موږ نشو کولی چې ټول نوماندان بریالي اعلان کړو او څوکۍ ورته پیدا کړو."

په داسې حال کې چې دغه کمېسیون په ټاکنیزو درغلیو کې د خپلو ځينو کارکوونکو د لاس لرلو خبره نه ده رد کړې او ویلي دي چې په دې اړه له لویې څارنوالۍ سره همکارۍ ته چمتو دی.

ورته مطالب