په ننګرهار کې یوه سرحدي پولیس 6 ایساف سرتېري ووژل

ایساف او افغان سرتېري د روزنې پرمهال
Image caption ایساف او افغان سرتېري د روزنې پرمهال

په افغانستان کې مېشت سوله ساتي ځواکونه (ایساف) وایي یوه افغان چې د سرحدي پولیسو یونیفورم یې په تن و، د روزنې پرمهال پر دوی ډزې کړې او د دغو ځواکونو شپږ کسه یې وژلي دي.

ایساف د یوې ویناپاڼې په خپرولو ویلي، پېښه نن (دوشنبه، د نومبر ۲۹مه) د افغانستان په ختیځ کې رامنځ ته شوې، خو د پېښې کره سیمه یې نه ده په ډاګه کړې.

ایساف وايي چې په پېښه کې برید کوونکی هم وژل شوی دی.

خو په ختيځ کې د سرحدي پولیسو یوه قومندان جنرال امان الله امرخېل ویلي پېښه د ننګرهار ولایت د پچیر اګام ولسوالۍ په یوه روزنیز مرکز کې شوې ده.

نوموړي ویلي چې د روزنې پرمهال یوه سرحدي پولیس، چې د سرحدي پولیسو جامې یې په تن وې، پر ایساف سرتېرو ډزې وکړې او شپږ تنه یې ووژل.

په ختيځ کې د ایساف مطبوعاتي دفتر ویلي چې په ځوابي ډزو کې برید کوونکی هم وژل شوی دی.

ایساف وایي له افغان امنیتي ځواکونو سره یې په ګډه په دې اړه پلټنې پیل کړې دي.

د روان نومبر میاشتې په لومړیو کې هم یوه افغان سرتېري په افغانستان کې د مېشتو سوله ساتو ځواکونو درې سرتېري د هلمند په سنګين ولسوالۍ کې وژلي ول.

او په تېره جولای میاشت کې هم یوه افغان سرتېري درې برتانوي پوځيان په ډزو ووژل او د همدې میاشتې پر ۲۰ مه په شمالي بلخ ولایت کې د ملي اردو یوه سرتېري د روزنې پرمهال یو افغان سرتېرې او دوه امريکايان په ډوز وژلي ول.

د ۲۰۰۹ کال په نومبر میاشت کې يوه افغان سرتېري پنځه برتانوي پوځيان د افغان امنيتي ځواکونو د روزنې پرمهال په ډزو ووژل.

په افغانستان کې تر امریکا وروسته برتانیا ډېر سرتېري لري.

برتانیا دا مهال په افغانستان کې شاوخوا لس زره پوځيان لري، چې زياتره يې په سوېلي ولایت هلمند کې مېشت دي.