په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

حافظي: له پاکستان سره د سوداګرۍ ګډه خونه ښه پرمختګ دی

د افغانستان د سوداګرۍ خونې وايي له پاکستان سره يې د افغانستان –پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه جوړه کړې ده .

که څه هم تر دې وړاندې د پېښور –جلال اباد، کندهار- بلوچستان او کابل – کراچۍ تر منځ د سوداګرۍ سيمه يزې ګډې خونې موجودې وې خو د افغان سوداګرو ستونزې لا هم د پخوا په شان ډېرې وې او له پاکستان څخه د خپلو مالونو په راتېرولو کې له ډېرو خنډونو سره مخامخ ول .

د افغانستان د سوداګرۍ د خونو د بهرنيو اړيکو د جرګګۍ مشر ازرخش حافظي چې له پاکستان سره د ګډې سوداګريزې خونې د پرانستلو لپاره کراچۍ ته تللی وايي دا لومړی ځل دی چې افغانستان او پاکستان دغه ډول يوه لويه ګډه سوداګريزه اداره جوړوي .

هميم جلالزي د يوې مرکې په سر کې له ښاغلي حافظي څخه پوښتلي دي چې نوې خونه به کومې اسانتياوې رامنځته کړي ؟