افغانستان: د اېډز ناروغانو شمېر په ډېرېدا دی

د اېډز ورځ
Image caption د جگړو ادامه، بې وزلي، کورنۍ او بهرنۍ کډوالۍ، روږدېدينه، نا خوندي جنسي اړيکي، د وينې نامصونه ورکړه هغه خبرې دي چې د ايچ اى وي ايډز د ويروس د خپرېدو لامل گرځېدلې دي.

ددسمبر مياشتې لومړۍ نېټه يانې نن ورځ د ايچ اى وي اېډز د مخنيوي نړيواله ورځ ده .

د افغانستان د روغتيا وزارت د شمېرو له مخه دا مهال په دغه هېواد کې تر ۶۰۰ ډېر کسان د ايچ اى وي اېډز په ويروس ککړ موندل شوي دي.

افغان چارواکي وايي ددغې ناروغۍ ډېرى ناروغان داسې روږدي کسان دي چې د نشو کولو لپاره گډې ستنې کاروي.

د افغانستان د روغتيا وزارت وايي چې ددغه ناروغۍ د مخنيوي په موخه يې ځينې پلانونه جوړ کړي دي.

افغان چارواکي وايي چې په افغانستان کې د ايچ اى وي اېډز په ويروس ککړ کسان د ډېرو هېوادونو په پرتله لږ دي، خو بيا يې هم په دغه هېواد کې ټولنيزې اندېښنې پارولي دي.

د دغه هيواد د روغتيا سرپرستې وزيرې ثريا دليل وويل چې دا مهال په افغانستان کې تر ۶۰۰ ډېر وگړي په دغه ويروس ککړ موندل شوي دي:

''په افغانستان کې تر دې مهاله د ايچ اى وي ۶۳۶ مثبتې پيښې ثبت شوې دي.چې نژدې ۵،۷۸ فيصده يې نارينه،۱۸ سلنه يې ښځې او نژدې درې اشاريه پنځه په سلو کې يې داسې ماشومان دي چې عمرونه يې تر ۱۵ کلونو ښکته دي،سربېره پر دې د ايچ اى وي د ۱۵۸ مثبتو پېښو درملنه د کابل او هرات په روغتيايي مرکزونو کې روانه ده، له دې ټولگې څخه درې څلويښت کسان د ايډز په پړاو کې دي چې ددغې ناروغۍ وروستى پړاو دى.''

د جگړو ادامه، بې وزلي، کورنۍ او بهرنۍ کډوالۍ، روږدېدينه، نا خوندي جنسي اړيکي، د وينې نامصونه ورکړه هغه خبرې دي چې د ايچ اى وي ايډز د ويروس د خپرېدو لامل گرځېدلې دي.

د نشه يي توکيو ضد وزارت مرستيال ابراهيم اظهر هم د نشه يي توکيو د کارولو پر مهال په گډه سره د يوې ستنې کارول ددغه ويروس د خپريدو لامل بولي:

'' يو لامل چې له کبله يې په افغانستان کې دغه ناروغي خپره شوې ده،په هيواد کې د نشيي توکيو شتوالى او د ستنو په مټ يې کارول دي،يانې روږدي کسان د هيروينو د کارولو لپاره په گډه سره يوه ستنه کاروي –په ٢٠٠٩ ميلادي کال کې چې د نشيي توکيو ضد ادارې اود ملگرو ملتونو د جرمونو ضد ادارې په نوښت د روغتيا وزارت او نشيي توکيو ضد وزارت د روږدو کسانو په اړه کومه سروې کړې وه دا يې څرگندوله چې په افغانستان کې تر يو ميليون وگړو ډير خلک په نشو روږدي دي، له دې څخه نهه سوه او اتيا زره يې داسې کسان وو چې په هيروينو، مارفينو او اپينو روږدي وو.''

د افغانستان د روغتيا وزارت دايچ اى وي ايډز د کنترول په موخه يو پروگرام هم پيل کړى دى، چې عامه پوهاوی لوړول يې ارزښتناکه برخه بلل کيږي.

سربېره پر دې ځينې نور داسې روغتيايي مرکزونه هم شته چې په وړيا توگه د ايچ اى وي ايډز د تشخيص او درملنې په برخه کې کار کوي ډاکټره راضيه په همدغه راز يوۀ مرکز کې کار کوي:

''هغه مهال چې د ايچ اى وي ټيسټ مثبت وي موږ يو بل مرکز لرو چې اى ار ټي نوميږي دغه مرکز په انتاني روغتون کې دى ددغې برخې مشر ډاکټر زبير هاروني دي نو موږ يې هغوى ته ور پيژنو.''

Image caption د افغانستان د روغتيا وزارت دايچ اى وي ايډز د کنترول په موخه يو پروگرام هم پيل کړى دى، چې عامه پوهاوی لوړول يې ارزښتناکه برخه بلل کيږي.

اغلې راضيې وويل چې په ايچ اى وي ايډز ککړ کسان د خپل هويت د پټولو هڅه کوي، او چې دې ريښتينولۍ ته وکتل شي نو انگيرل کېدى شي چې ښايي په دغه هيواد کې په ايچ اى وي ايډز ککړ کسان تر هغې څو برابره ډير وي چې د روغتيا وزارت يې په گوته کوي.

ځکه چې د ټولنیزو حساسيتونو له کبله ناروغان ځانونه گرم بولي او دا خبره پټوي چې گنې دوى د ايچ اى وي ايډز په ويروس ککړ دي.