په افغانستان کې د ۱۰ میلیارد ډالرو پانګونې اټکل

ایسا
Image caption په افغانستان کې د پانگونې د ملاتړ اداره (ايسا) وايي چې د دوبۍ کې په افغانستان کې د پانگونې په اړه د دوه ورځني نړيوال کنفرانس په پاى کې شوې ژمنې دوى ته د منلو وړ دي او دغه څه ته د سترې لاسته راوړنې په سترگه کتل کيږي .

افغان حکومت هيله ښکاره کړې چې د دوبۍ له کنفرانس وروسته به په راتلونکو درو، څلورو کالو کې په افغانستان کې د کورنيو او بهرنيو پانگه والو له خوا شاوخوا لس مليارده ډالره نوره پانگونه هم وشي.

دغه راز حکومتي چارواکي داډمن دي چې په همدغو درو څلورو کالو کې به دغلته اقتصادي وده هم زياته شي، خو دا اندېښنې هم ورسره يادوي چې که دغلته د جگړو او تاوتريخوالي لړۍ همدغه شان روانه پاتې وي نو ښايي بهرنى پانگونه کمه شي .

په افغانستان کې د پانگونې د ملاتړ اداره (ايسا) وايي چې د دوبۍ کې په افغانستان کې د پانگونې په اړه د دوه ورځني نړيوال کنفرانس په پاى کې شوې ژمنې دوى ته د منلو وړ دي او دغه څه ته د سترې لاسته راوړنې په سترگه کتل کيږي .

سره له دې چې افغان حکومت په راتلونکو درو څلورو کالو کې د شاو خوا لس ملياردو ډالرو په ارزښت د کورنيو او بهرنيو سوداگرو د پانگونې خبره کوي، خو ورسره ورسره دا هم وايي که چيرته جگړې او تاوتريخوالي روان وي ، نو ښايي دغه بهير ورسره ټکنى او يا هم په ټپه ودرېږي.

تر ډېره په افغانستان کې شته کانونه ښايي بهرني پانگه وال پانگونې ته رامات کړي، ځکه افغان حکومت لا له وړاندې ويلي و چې د يو شمير ارزونو له مخې افغانستان د ځمکې لاندې د 3000 ميليارده ډالرو په ارزښت کانونه لري چې نړيوال پانگوال کولاى شي په دغو برخو کې پانگونه وکړي .

په کابل کې د پانگونې د ملاتړ د ادارې مرستيال شريف احمد زى هم وايي چې د دوبۍ په غونډه کې نړيوال پانگه وال په افغانستان کې د کانونو په برخه کې پانگونو ته زيات ليواله وو :

''په افغانستان کې د پانګونې لپاره لېوالتیا زښته ډېره وه، په ځانګړې توګه د کانونو او بیخ بناوو په برخو کې، د افغانستان لخوا هلته د بیخ بناوو لپاره د یوه مالي ځانګړي صندوق د جوړولو وړاندیز وشو، چې د اسیا د پراختیايي بانک لخوا به اداره کېږي.''

په افغانستان کې د طالبانو د رژيم تر نسکوريدو وروسته گڼ کورني او بهرني پانگه وال دغلته پانگونې ته رامات شوه ، خو د افغانستان په ځينو برخو کې د امنيتي وضعې د ترينگلتيا او د پانگه والو د ځاني خونديتوب د نشتوالي په وجه ډيره پانگه له دغه هيواده بهر وليږدول شوه.

خو تر هغې راوروسته يوې چينايي کمپنۍ په افغانستان کې تر ټولو زياته پانگونه وکړه او د لوگر د عينکو د مسر د راايستلو لپاره يې درې نيم مليارده دالره ولگول.

Image caption افغان چارواکي وايي چې د دوبۍ په کنفرانس کې یې د بیخ بنايي پروژو د پراختیا لپاره د یوه ځانګړي صندوق د جوړولو طرحه وړاندې کړې ده.

افغان چارواکي وايي چې د دوبۍ کنفرانس د کابل د نړيوال کنفرانس او همداراز په افغانستان کې د خصوصي سیکتور د ودې او د پانګونې د انکشاف لپاره په استانبول کې د ریکا د څلورمې غونډې د پروګرامونو د اجرا لپاره مهم رول لوبوي .

په دغه کنفرانس کې چې د 700 په شاوخوا کې گډونوالو برخه لرله افغان چارواکو ټينگار لاره چې دا مهال په افغانستان کې د پانگونې لپاره ښه فرصتونه شته چې بايد ترينه گټه پورته شي.

خو يو شمېر اقتصادي کارپوهان بيا وايي که دغلته په امنيتي وضعه کې ښه والى را نه شي او د پانگه والو د ځاني خونديتوب لپاره نور گامونه پورته نه شي، نو په خبره يې گرانه به وي چې بهرني پانگه وال دې دغلته پانگونې ته زړه ښه کړي.

ورته مطالب