طالبانو په ننګرهار کې اته ماین پاکان تښتولي

ماین پاک
Image caption د ماین پاکۍ مؤسسه (اومر) وايي چې د خپلو تښتول شوو کارکوونکو په اړه جزییات نه شي ورکولی.

د افغانستان ختيځ ولایت ننګرهار امنيتي چارواکو ویلي د دغه ولایت په مومندره ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو د ماین پاکۍ (اومر) مؤسسې ۱۶ کار کوونکي تښتولي دي.

رپوټونه وايي چې له تښتول شوو څخه اته کسان بېرته خوشي شوي، خو تښتوونکو یې دوه ګاډي سوځولي دي.

اسو شېټېډ پرېس خبري اژانس د ننګرهار د چارواکو په حواله وايي دغو کسانو ته د چهارشنبې پر ورځ طالبانو کمین نیولی و، چې له دوو ګاډو سره یې تښتولي.

د اومر مؤسسې یوه ماین پاک فضل وهاب ویلي، د خیریه ټولنې دغه ۱۶ کسیزه ډله د ماینونو د له منځه وړلو لپاره وتلې وه، چې تورخم ته څېرمه وسله والو وتښتول.

نوموړی وايي، څو ساعته وروسته بیا طالبانو له تښتول شوې ډلې څخه اته کسان بېرته خوشي او نور یې له ځانه سره بوتلل.

پېښه د ننګرهار کې د سرحدي پولیسو قومندان جنرال امین الله امرخېل او د ننګرهار د پولیسو ویاند حضرت محمد هم تایید کړې ده.

د (اومر) مؤسسې له رسنیو سره د خپلو کارکوونکو د تښتولو په اړه له جزییاتو ورکولو ډډه کړې، او ویلي دي چې په سیمه کې نور کارکوونکي هم لري، هسې نه چې هغوی ته کوم زیان ورسېږي.

بل خوا ناټو ویلي چې په سوېلي ولایت کندهار کې د افغان ځواکونو په مشرۍ ناټو ځواکونو ۲۰ وسله والو وژلي او تر ۴۰ ټنه ډېر په کور کې جوړ شوي ماینونه یې له منځه وړي دي.

ناټو وايي دغه عملیات له تېرو درو ورځو راهیسې روان ول.

ناټو وایي، دا عملیات یې وروسته له هغه چې له کلیو څخه دوی ته مالومات او د عملیاتو مشورې ورکړل شوې، پيل کړل.

ورته مطالب