اوباما: په افغانستان کې له خنډونو سره سره، پرمختګ شوی

ولسمشر اوباما
Image caption ولسمشر اوباما ويلي په افغانستان کې پرمختګونه شوي خو لا هم وخت ته اړتيا ده چې القاعده په بشپړه توګه ماته شي.

ولسمشر بارک اوباما ويلي امريکايي پوځونو او د هغوی ملګرو په افغانستان او پاکستان کې د القاعده ډلې عمليات ګډوډ کړي دي خو ددغې ډلې بشپړه ماتې ښايي وخت ته اړتيا ولري .

ښاغلي اوباما دغه څرګندونې د افغانستان په اړه د امريکا د ستراتيژۍ د ارزونې له خپرېدو سره همهاله يوې خبري ناستې ته وکړې .

په دغې ارزونه کې ويل شوي چې په دې وروستيو کې د بهرنيو ځواکونو زياتوالي د افغانستان په ډېرو برخو کې د طالبانو د خوځښت مخه ډب کړې ده .

تېره ورځ ولسمشر اوباما او ولسمشر کرزي له يو بل ټلېفوني خبرې کړې دي .

د ارګ يو وياند سيامک هروي وايي په خبرو کې له ډيورنډ پولې پورې غاړه قبايلي سيمي يادې شوې چې ويل کېږي د اورپکو د روزنې او سنبالښت اډې پکې دي :

: (( افغان ولسمشر په ځانگړي ډول د متحدو ايالتونو د چارواکو او ولسمشر پام د ترهگرو پټنځايونو او ځالو ته واړوه او ويې ويل تر کومه چې په سيمه کې دغه ځالې او اډې پاتې وي حالت به ښه نه شي او په لاره کې به مو گڼ خنډونه وي.))

د افغانستان ارگ وايي چې تلپاتې گټه دې ته اړتيا لري چې د اورپکو د ځالو په نښه کېدو ته ډېر پام وشي.

افغان ولسمشر او امريکايي سيال يې په خپلو ټلېفوني خبرو کې ويلي چې په افغانستان کې د امنيت په برخه کې ځينې پرمختگونه هم شوي دي.

خو طالبانو په خپل غبرګون کې ويلي امريکا د ستراتيژۍ د بياکتنې په پلمه خپله ناکامي پټوي.