په کابل کې د هنري اثارو نندارتون پرانستل شو

د لاسي خط يو انځور

د اقتصادي همکاريو د سازمان ايکو د خطاطۍ دويم نندارتون د افغانستان ،ايران او تاجکستان د استازو په شتوالي کې پرانستل شو.

د نندارتون په ځاى يانې بابر بڼ کې ځينې افغان چارواکي او د خطاطۍ د هنر مينه وال هم راټول شوي ول.

په دغه نندارتون کې د افغانستان،ايران او تاجکستان د نومياليو خطاطانو لسگونو ښکليو هنري بېلگو د نندارچيانو پام د ځان پر لوري ور اړاو.

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزير سيد مخدوم رهين د نندارتون د پرانستې پر مهال وويل چې په تېر کې دغه هنر په افغانستان او ايران کې پام وړ پرمختگ کړى و.

ده زياته کړه ددغو هېوادونو هنرمندانو د اسلامي هنر د پرمختگ په برخه کې هم ډېر کار کړى دى: ((بهترين خطونه چې په اسلامي تمدن کې منځ ته راغلل، تر ډېره د افغانستان او ايران د هنرمندانو او خطاطانو د نبوغ حاصل و.

همدا راز دغو دواړو هېوادونو د اسلامي تمدن په ټولو برخو کې لوى رول درلود، د اسلامي هنرونو په برخه کې هم ددغو دوو ملتونو نقش دومره جوړونکى دى، چې که زموږ خطاطان او هنرمندان نه واى نو نه يوازې د خطاطۍ په برخه کې، بلکې په ټول اسلامي تمدن او هنرونو کې به يې ځاى خالي واى.))

بله غاړه د ايکو سازمان کلتوري چارواکي وايي چې نړۍ ته د سازمان د غړو هېوادونو هنري ارزښتونه ورپېژندل ددوى له لومړيو مسووليتونو څخه گڼل کېږي.

د ايکو سازمان کلتوري مشر حجت الله ايوبي وويل له دې سره سره چې ددغه سازمان غړي هېوادونه له سياسي او اقتصادي پلوه ډېر پياوړي نه دي خو د کلتوري پلوه کولاى شي چې د هنري گامونو په اخستلو سره په نړۍ کې خپل لرغونى ځاى بيامومي:((په سيمه کې زموږ نسبي امتياز اقتصاد نه دى، سره له دې چې ارزو لرو اقتصاي حالت مو ښه شي،زموږ نسبي امتياز سياسي او پوځي ځواک هم نه دى، نور تر موږ ډېر ځواکم دي، زموږ نسبي امتياز کلتور او هنر دى موږ په داسې سيمه کې يو چې موسيقي پکې پېنځه زره کاله لرغونتوب لري . نو ايا حق نه لرو چې پر ځان ووياړو او ايا دا څېره بايد ځانونو او نړۍ ته ښکاره کړو،دا د ايکو د کلتوري سازمان هڅه ده.))

د خطاطۍ هنر هم په افغانستان کې د نورو کلتوري ارزښتونو په څېر په دريو تېرو لسيزو کې ډېرې لوړې ژورې ليدلي دي.

يو شمېر افغان خطاطان وايي که ايکو سازمان د هنرمندانو ملاتړ ونه کړي او بېلگې يې خوندي نه کړي،ورو ورو به دغه هېواد هغه څه هم له لاسه ورکړو چې تر دې مهاله ژغورل شوي دي.

د افغانستان د خطاطانو د ټولنې يوه چارواکي سليمان علي ارزگاني وويل چې په دغه هېواد کې د خطاطۍ د هنر حالت ښه نه دى: ((موږ د افغانستان ايران او تاجکستان له حکومتونو څخه او د ايکو له ټولو غړو هېوادونو غواړو چې ځينې طرحې رامخې ته کړي او د خطاطانو ملاتړ وکړي.

که داسې نه وي زموږ هنرمندان به د سړکونو په لوحه جوړونکو بدل شي،ددې لپاره چې ماشومانو ته ډوډۍ پيدا کړي د گاډو پر هېندارو ليکل کوي دا موږ ته د خپگان ځاى دى.))

ايران،ترکيې او پاکستان د لومړي ځل لپاره په ١٩٦٢ ميلادي کال کې د اقتصادي همکاريو د سازمان ايکو بنسټ اېښى و،د پخواني شوروي تر وېشل کېدو وروسته اذربايجان، قزاقستان، قرغيزستان، ترکمنستان، ازبکستان او افغانستان هم د ياد شوي سازمان غړي شول .

د غړو هېوادونو تر منځ کلتوري او هنري اړيکي ټينگول د سازمان د جوړېدو يوه لويه موخه ده.