البانيا افغان پوليسو ته 30 زره توپکونه ورکوي

ايساف
Image caption د ايساف چارواکي وايي د دوی ټول غړي هېوادونه په افغانستان کې په پوځي برخه کې کار نه کوي بلکې ځينې يې په نورو برخو کې هم فعاليت کوي.

تر ډېره په افغانستان کې د هغو هېوادونو شتوالى سېمبوليک بلل کېږي چې نومونه يې د ايساف د هېوادونو په نوملړ کې ليدل کېږي .

دوی يا هېڅ سرتېرى نه لري او يا يې شمېر ډېر لږ دی. البانيا هم هغه هېواد دى چې په افغانستان کې يې د سرتېرو شمېر ايله ٣٠٦ ته رسېږي.

د ايساف چارواکي وايي چې دغه راز هېوادونه په يوه نه يوه ډول په افغانستان کې د ايساف له ماموريت او افغان حکومت سره مرسته کوي،چې د دغه راز مرستو وروستۍ بېلگه د البانيا لخوا د وسلو مرسته ده .

البانيا اعلان کړی چې افغان پوليسو ته به دېرش زره اتومات توپکونه او ٥٠ ميليونه مرمۍ ورکوي.

نور هېوادونه هم شته چې د ايساف برخه بلل کېږي خو سرتېري نه لري يا لږ لري، د بېلگې په ډول ټانگا،او اردن په افغانستان کې هېڅ سرتېري نه لري، ايرلنډ، لوگزامبورگ،اتريش او ايسلنډ تر لسو لږ سرتېري لري او سينگاپور، سلوانيا، اوکراين، عربي متحده امارات، ماليزيا او ازربايجان بيا داسې هېوادونه دي چې د سرتېرو شمير يې تر سلو ښکته دى.

په کابل کې د ايساف ځواکونو وياند جنرال جوزف بلاټس وايي چې که څه هم د زياترو هېوادونو د سرتېرو شمېر لږ دى خو دغه هېوادونه بېلابېلې مرستې کوي: ((د ايساف د اته څلوېښتو هېوادونو جوړښت داسې دى چې د ايساف د فعاليتونو لپاره يا سرتېري رالېږي يا ملکي ځواکونه او يا هم د پيسو مرسته کوي.

داسې هېوادونه هم شته چې لږ سرتېري يې رالېږلي دي چې د قومندانيو په مرکزونو کې کار کوي لکه د ايساف قومنداني.

همدا راز د ښوونې او روزنې په برخه کې فعاليت کوي او د بيا رغنيزو او پرمختيايي چارو په برخه کې هم مرسته کوي.))

خو د افغانستان دفاع وزارت وايي هغه هېوادونه چې په افغانستان کې لږ سرتېري لري ارزښت يې د پوځي په پرتله ډېر سياسي دى، چې وښيي دوى هم په افغانستان کې د ايساف برخه دي.

د ايساف غړي هغه هېوادونه چې لږ سرتېري لري نه په ولايتي کچه د بيا رغاونې ډلې لري او نه په پوځي کچه ځانگړې قومندانۍ لري، بلکې د ايساف په عمومي اډو او قومندانيو کې دندې تر سره کوي.

له دغو هېوادونو څخه ځينو يې داسې شرطونه هم ايښي دي چې سرتېري به يې نا امنو ولايتونو ته نه ځي.

بله غاړه متحده ايالتونه هغه هېواد دى چې د شاوخوا يو لک سرتېرو په لرلو سره د ډېرو سرتېرو لرونکو هېوادونو په سر کې راځي.

بريتانيا ورپسې راځي چې شاوخوا ٩٥٠٠ سرتېري لري او جرمني په درېيم نمبر راځي چې دسرتېرو شمېر يې نژدې څلور زرو او څلور سوو ته رسېږي.