ويکيليکس پر بريتانيا باندې د کرزي نيوکې رابرسېره کړې

بريتانيايي پوځيان
Image caption په ويکيليکس کې د خپاره شوي لاسوند له مخې ولسمشر کرزی پر دې باور و چې په هېلمند کې مېشتو بريتانيايي سرتېرو خپل کار سم نه کاوه.

په ويکيليکس کې د امريکا د رابرسېره شويو پيغامونو په لړ کې اوس تازه داسې داسې پيغامونه هم خپاره شوي چې ښيي افغان او امريکايي چارواکو د افغانستان په سوېل کې د بريتانيايي ځواکونو پر پوځي رول نيوکې کړې دي.

له دغو پيغامونو څخه په يوه کې يې ولسمشر حامد کرزى د سوېل نارامه کېدل له هغه وخت سره تړي چې هوري بريتانيايي ځواکونه ورغلل.

د امريکا له هغو پټو ديپلوماتيکو پيغامونو او لاسوندونو څخه چې ويکيليکس ويبپاڼې ته يې درز کړى، ځينې يې د بريتانيا گارډين ورځپاڼې هم خپاره کړي چې ښيي بريتانيايي ځواکونه په سوېلي هلمند ولايت کې د امنيت د خوندي کولو په برخه کې پاتې راغلي دي.

دغه راز په پيغام کې ويل شوي چې دغلته مېشتو بريتانيايانو خپل رول په سم ډول نه دى تر سره کړى.

له دغو پيغامونو څخه، يو يې په ډاگه کوي چې ولسمشر حامد کرزي د ٢٠٠٩ ميلادي کال په فروري کې امريکا ته ويلي ول، چې د لومړي ځل لپاره افغانستان ته راغى يوازى ١٤ تنو امريکايي ساتونکو يې ساتنه کوله او امنيت دومره ښه و چې د هېلمند نجونې ښوونځيو ته تللاى شوې.

خو اوس چې په هېلمند کې زرگونه بريتانيايي ځواکونه مېشت دي خلک ځانونه د امنيت له پلوه خوندي نه گڼي.

بله غاړه د افغان حکومت د رسنيو دفتر وايي چې د موضوع د حساسيت له کبله نه شي کولاى په دې اړه غبرگون وښيي.

يو بل پيغام ښيي چې د هېلمند والي په ٢٠٠٩ زېږدي کال کې د امريکاد ولسمشر مرستيال جو بايډن ته ويلي چې بريتانيايي ځواکونه د سنگين ولسوالۍ په ارامولو کې پاتې راغلي نو له همدې امله اوس په دغې ولسوالۍ کې د امريکايي ځواکونو شتون ته سخته اړتيا ده.

په پيغام کې د ښاغلي منگل له خولې راغلي چې دی د بريتانيايي ځواکونو پر خلاف نه دى، خو دغو ځواکونو سنگين ولسوالي په سنگين پوځي اډه بدله کړې ده.

خو د هېلمند د والي وياند داود احمدي بي بي سي ته وويل چې د ويکيليکس اسناد د افغانستان لويې څارنوالۍ بې اعتباره بللي نو دوى يې په اړه څه نه وايي.

د ويکيليکس له خوا خپاره شوي وروستي ديپلوماتيک لاسوندونه ښيي چې په ٢٠٠٨ زېږدي کال کې په کابل کې د امريکا د سفارت ديپلوماتان په دې برخه کې له ولسمشر حامد کرزي سره همغږي ول چې بريتانيايي ځواکونه د هېلمند امنيت نه شي خوندي کولاى.

د دغو سندونو له مخې په ٢٠٠٧ او ٢٠٠٨ زېږدي کال کې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو امريکايي قومندان هم پر بريتانيايي ځواکونو نيوکه کړې او څرگنده کړې يې ده چې ددغو ځواکونو هڅو بوږنولى دى. ددغه قومندان په باور بريتانيايانو په هېلمند کې گډوډۍ رامنځ ته کړې او تکتيکونه يې هم يوه تېروتنه ده.