'ګیلاني د اقتصادي اړیکو پر سر د خبرو لپاره کابل ته ورسېد'

ښاغلی ګیلاني
Image caption ګیلاني په داسې حال کې کابل ته سفر کوي چې په دې وروستیو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ په برخه کې یو شمېر پرمختګونه شوي دي.

د پاکسان لومړی وزیر یوسف رضا ګیلاني په یوه دوه ورځني رسمي سفر د ترهګرۍ پرضد پر روانې مبارزې او د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر سر د خبرو لپاره کابل ته ورسېد.

د ولسمشرۍ دفتر رسنیو ته ویلي چې ښاغلی ګیلاني د کابل پروخت غرمه مهال کابل ته ورسېد، چې د کابل پر هوايي ډګر ځینې افغان چارواکي هرکلي ته ورته ولاړ ول.

په کابل کې د پاکستان د سفارت یوه سرچینه وايي له لومړي وزیر ګیلاني سره به په دې سفر کې یو شمېر فدرالي وزیران، سوداګر او نور چارواکي هم ملتیا کوي.

سرچینې زیاته کړې چې ګیلاني به د ولسمشر حامد کرزي، یو شمېر افغان وزیرانو، د سوداګرۍ د خونې له مسؤولینو او افغان محصلینو سره هم ليده کاته وکړي.

د پاکستان لومړي وزیر به له افغان چارواکیو سره د ترهګرۍ پرضد پر روانې مبارزي، د سوداګريزو او اقتصادي اړیکو په پیاوړي کولو خبرې کوي.

سره له دې چې تر دې مهاله افغان چارواکي کابل ته د پاکستان د لومړي وزير يوسف رضا گيلاني د سفر په تړاو چوپه خوله دي او ښايي د يو لړ امنيتي ترينگليتاو په ورجه له رسنو دغه سفر پټ وساتي، خو په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت او دغه راز د هغه هيواد دولتي اژانس کابل ته د ساغلي گيلاني سفر ارزښتناک ارزولى او ويلي يې دي چې دواړه غاړې به په دغه سفر کې په سيمه ييزو مهمو پيښو سره خبرې اترې وکړي.

د پاکستاني سرچينو په حواله ښاغلى گيلاني او ورسره پلاوى به په دغه سفر کې له افغان چارواکو سره د ترهگرۍ پرضد مبارزه او ځينو نورو مهمو سيمه ييزو مسلو پر سر خبرې اترې وکړي.

پاکستاني چارواکي وايي چې په تېرو دوو کالو کې د کابل او اسلام اباد تر منځ راشه درشه زياته شوې او دغه سفر يې د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو د ښه کېدو يوه بله بېلگه په گوته کړې ده.

خو ښاغلى ګیلاني داسې مهال کابل ته سفر کوي چې په دې وروستيو کې د ویکيلیکس وېبپاڼې لخوا په تازه خپرو شویو پټو ډيپلوماتيکو اسنادو کې راغلي چې د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې ای ایس ای وسله والو طالبانو سره په بېلابېلو برخو کې پټې او ښکاره مرستې کړي.

خو پاکستاني چارواکو هيله ښکاره کړې چې پاکستاني پلاوى به په دې اړه هم له افغان چارواکو سره وگوري او په باور يې چې دغه شان رپوټونه نه شي کولاى د دواړو هېوادونو پر اړيکو سيورى وغوړوي.

په کابل او اسلام اباد کې سياسي کتونکي وايي چې دغه سفر تر هعو ټيلې فوني خبرو اترو څو ورځې وروسته کيږي چې ولسمشر حامد کرزي د پاکستان لومړي وزیر یوسف رضا ګیلاني ته دافغانستان د سفر رسمي بلنه ورکړې وه.

د پاکستان دولتي خبري اژانس ( ای پي پي) د رپوټ له مخې، ښاغلى ګیلاني به په دغه سفر کې له افغان چارواکو سره د ملي پخلاینې د پروګرام او د وسله والو مخالفینو د سولې له پروسې سره د یو ځای کېدو په اړه هم خبرې وکړي.

دغې سرچينې دا هم ويلي چې لومړی وزیر ګیلاني به له خپل پلاوي څخه جلا دوه په دوه د ولسمشر حامد کرزي سره ګوري.

Image caption تېره میاشت په کابل کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټرانزیټ ټریډ تړون لاسلیک شو، چې له مخې یی افغان سوداګر اوس کولی شي خپل سوداګریز توکي پخپلو موټرو کې د پاکستان د واګه بندر له لارې هندوستان ته ورسوي.

یاده شوې سرچینه وایي چې ګیلاني به یو شمېر افغاني سوداګرو او د سوداګرې د خونې د مسؤولینو ترڅنګ ځینو سیاسي سټو سره هم ګوري، چې په دوى کې به د افغانستان د ولسي جرگې له مشر يونس قانوني او د سولې د ملي شورا له مشر برهان الدين رباني سره هم وغږيږي .

ګیلاني په داسې حال کې کابل ته سفر کوي چې په دې وروستیو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ په برخه کې یو شمېر پرمختګونه شوي دي.

تېره میاشت په کابل کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټرانزیټ ټریډ تړون لاسلیک شو، چې له مخې یی افغان سوداګر اوس کولی شي خپل سوداګریز توکي پخپلو موټرو کې د پاکستان د واګه بندر له لارې هندوستان ته ورسوي.

ورته مطالب