کرزي د ځان په اړه د ویکیلیکس ادعاوې ناسمې وبللې

ښاغلی کرزی
Image caption ښاغلي کرزي د خپلو وزیرانو څرګندونې یو عادي کار وباله خو، وویل اړتیا نه شته چې دا خبرې دې بهر ته هم سر وکړي.

افغان ولسمشر د جنجالي ویکيلیکس وېبپاڼې لخوا د خپرو شوو ادعاوو پر وړاندې غبرګون ښودلی او هغه یې ناسمې بللې دي.

په دې پیغامونو کې د افغانستان ولسمشر حامد کرزی یو احساساتي او یو شایعات خوښوونکی کس ستایل شوی چې د خپل ځان په اړه پر خورو شوو توطیو ژر باور کوي.

په دغو څرګندونو کې دا هم راغلي چې حامد کرزی او د ولسمشر اوباما اداره د طالبانو له مشر ملا محمد عمر سره د خبرو هوډ نه لري، او په دې کې دوه زړي دي.

په دغو خپرو شوو تازه دیپلوماتیکو پیغامونو کې د یو شمېر افغان او امریکايي چارواکو هغه اندېښنې هم په ډاګه شوې، چې د افغانستان په دولتي ادارو کې یې د فساد په اړه لري.

ولسمشر کرزي د ويکيلیکس د دغو تازه خپرو شوو اسنادو په غبرګون کې وویل:

''د امریکا دولت هره ورځ له موږ سره د فساد د موجودیت په اړه خبرې کوي، هره ورځ به ر اتلل او موږ ته به یې د فساد بېلګې وړاندې کولې او ان موږ ته به یې پنځو زرو ډالرو قضیې وړاندې کولې، دوی څرنګه ولسمشر ته د ۵۲ میلیون ډالرو قضیه وړاندې نه کړه، په دې مساله یې ولې موږ نه یو خبر کړي، ولې یې غوښتل چې دا پټه وساتل شي، ډېر جالب دی، اوس موږ کولی شو چې پر دې خبرو باور وکړو یا نه ، خو دا چې پر دغو خبرو باور ونه کړو، د افغانستان په خیر به وي.''

په یوه بل پيغام کې د امریکا سفارت د افغانستان د بهرنیو چارو د مخکني وزیر رنګین دادفر سپنتا له خولې راغلي چې ایران د پاکستان په څېر افغانستان ته خطرناک نه دی.

په دغو دپلوماتیکو پیغامونو کې د افغانستان د عامې روغتیا د پخواني وزیر محمد امین فاطمي له خولې هم دا ویل شوي چې له هغه څخه په ولسي جرګه کې د باور د رایو اخیستو لپاره د زرو ډالرو غوښتنه شوې وه.

همدارنګه په دغو اسنادو کې د عمر زاخېلوال له خولې دا هم راغلي چې حامد کرزی حقایقو ته غوږ نه ږدي، شایعاتو ته ارزښت ورکوي او هغه یو ډېر کمزوری کس دی.

خو ښاغلی زاخېلوال دغه څرګندونې په کابل کې د امریکا پر سفیر کارل ایکنبيري پورې تړي، چې د حامد کرزي پر همکاریو یې نیوکه کړې وه:

''ما په خپل ټول عمر کې نه یوازې د ښاغلي ایکنبري، بلکې د هېڅ کوم بهرني یا داخلي کس په مخ کې د ښاغلي ولسمشر پروړاندې د کمزوري توری نه دی کارولی، هېڅکله مې دا کار نه په بهرنیو او نه هم په کورنیو سفرونو کې کړی دی، ما له ښاغلي ايکنبيري سره د تېر کال په اکتوبر میاشت کې د عامې روغتیا په وزارت کې لومړۍ جدي خبرې درلودې، هلته یوشمېر افغان وزیران هم موجود ول، لومړی کس چې د آیکنبیري پروړاندې یې د ولسمشر جدي دفاع وکړه، هغه زه وم. ''

ښاغلي کرزي د خپلو وزیرانو څرګندونې یو عادي کار وباله خو، وویل اړتیا نه شته چې دا خبرې دې بهر ته هم سر وکړي:

''زه پوهېږم چې ځینو وزیرانو زما په حق کې څرګندونې کړې، او راتلونکي وزیران هم ښايي دا ډول خبرې وکړي، ما په لوېديځ کې هم داسې وزیران لیدلي، چې د خپل ولسمشر په اړه خبرې کوي، خو موږ ویکلیکس نه لرو چې دا خبرې افشا کړي.''

Image caption عمر زاخېلوال د ویکیلیکس دغه څرګندونې په کابل کې د امریکا پر سفیر کارل ایکنبيري پورې تړي، چې د حامد کرزي پر همکاریو یې نیوکه کړې وه.

تر دې مخکې هغه اسناد چې ویکیلیکس ته رسېدلي ول، دا ادعا یې کوله چې ګني ولسمشر کرزي د نشه يي توکو یو شمېر هغه قاچاق وړونکي خوشي کړي، چې د ایتلافي ځواکونو لخوا نیول شوي ول.

په دې مساله کې د افغانستان لویه څارنوالي هم ښکېله بلل شوې وه.

د افغانستان حکومت دا ادعا په ټینګار سره رد کړې او وايي چې دا پیغام د امریکا د سیاست ښکارندويي نه کوي، بلکې یوازې د مالوماتو د شریکولو لپاره دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي ډاډ‌من دی چې د ویکیلیکس لخوا افشا شوي اسناد به د امریکا پر ديپلوماسۍ هېڅ اغېز ونه کړي.

ورته مطالب