د بي بي سي نظرپوښتنه: افغانان وايي نا امني زموږ اصلي ستونزه ده

يوه تازه ارزونه وايي چې په افغانستان کې د هغو کسانو شمير مخ په ډيريدو دى چې فکر کوي د امريکې يا ناټو ځواکونو پر ضد بريدونه سم او پر ځاى چاره ده . د دې تر څنگ جنگ ، جگړې او تاوتريخوالى د افغانانو د انديښنو ستر لاملونه په گوته شوي چې په دې توگه له وزگارتيا او د خلکو د خراب اقتصادي حالت نه وروسته دريم ځاى لري.

دغه ارزونه چې د بي بي سي ، اې بي سي ، واشنگتن پست او د جرمني د اې ار ډي ټلويزيون په مټ ترسره شوې ډيرو پوښتل شويو کسانو د طالبانو سره د افغان دولت جوړ جاړي او خبرو اترو ملاتړ کړى . د دغې ارزونې له مخې سره له دې چې زيات کسان داسې انگيري چې گواکې افغانستان په سم لورې روان دى ، خو داسې کسان هم شته چې د تير کال پرتله د راتلونکې لپاره زيات هيله من نه ښکاري .

سلو کې ۵۳ افغانانو طالبان، القاعده او بهرني اورپکي د تاوتریخوالي د زیاتیدو لامل بللی دی

په دغه ارزونه کې تر ټولو غوښنه برخه يې په افغانانو کې د هغې نوولس سلنې زياتوالى دى چې د امريکې او ناټو ځواکونو پر ضد بريدونه سم بولي. د تیر میلادي کال د دسامبر په پرتله په دغې ارزونه کې 27 سلنې افغانانو د دغو بریدونو ننګه کړې. دارنګه په هاغه سلو کسانو کې چې امریکایي ځواکونه په افغانستان د تاوتریخوالي ستر لامل بولي، ۹ سلنه زیاتوالی راغلی.

په داسې حال کې چې په سلو کې ۵۳ افغانانو طالبان، القاعده او بهرني اورپکي د تاوتریخوالي د زیاتیدو لامل بللی دی. د دغې ارزونې له مخې د بهرنیو ځواکونو په کړو وړو کې تر پخوا ښه والی راغلی او ۳۰ په سلو کې پوښتل شوو کسانو ویلي چې د ولسي وګړو مرګ ژوبله لږه شوې ده. د دې ترڅنګ سره له دې چې ګڼ شمیر پوښتل شوو کسانو په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو ننګه کړې خو نیمایي پوښتل شوو کسانو د دغو ځواکونو له زیاتوالي سره مخالفت ښودلی دی.

د دغې نظرپوښتنې پر بنسټ ۵۹ په سلو کې هغه کسان چې پوښتل شوي دي، احساس کوي چې افغانستان پر سم لور روان دی. تیر کال دا کچه ۷۰ په سلو کې وه. تر دې وړاندې په یوه بله نظر پوښتنه کې چې د آسیا فاوندیشن لخوا ترسره شوې وه، د هغو کسانو شمیر چې فکرکوي افغانستان پر سم لوري روان دی، د تیر کال په پرتله یې په شمیر کې پنځه سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د ښځو وضعيت ٣١ سلنه خلکو له کوره د باندې د ښځو له کارکولو په وړاندې خپل مخالفت څرګند کړی

بل پلو د دغې نظر پوښتنې پر بنسټ خراب اقتصادي حالت او امنیتي ترینګلې وضع هغه سترې ستونزې دي چې افغانان ورسره غاړه غړی دي. په سلو کې ۶۵ کسانو اقتصادي ستونزې او امنیتي ننګونې د افغانستان د کړکیچ د سر سر ټکي بللې په داسې حال کې چې تیر کال دغه شمیر په سلو کې ۶۶ ښوودل شوي و.

د دغې ارزونې په یوه برخه کې د ولسمشر حامد کرزي نه ننګه په خپل قوت پاتې ده. ۸۶ سلنې خلکو د افغانستان عدلي او قضایي سیستم تر طالبانو ښه بللی ا و یواځې په سلو کې نهو کسانو ویلي چې د خپلو لانجو د غوڅولو لپاره طالبانو ته مخه کوي.

دا رنګه له څلورو نه دری برخې افغانان فکر کوي چې حکومت باید له طالبانو سره خبرو اترو ته کښیني، خو ډیر کم خلک داسې انګیري چې ګواګي طالبان دې کمزوري شوي وي.

بله غاړه اداري فساد ته لا هم د یوې سترې ننګونې په سترګه کتل شوي دي، خو په ارزونه کې یې په اړه په ورکړل شوو شمیرو کې څه ناڅه بدلون راغلی. ۸۵ سلنه خلکو ویلي چې په سیمو کې یې پولیس او حکومتي چارواکي په ادارې فساد کې ښکیل دي او ۳۷ سلنه نور داسې انګیري چې وضع تر پخوا بدتره شوې چې دغه شمیر تیر کال ۹۵ او ۴۴ سلنه وې.

په دغه نظر پوښتنه کې د ښځو د وضعیت پوښتنې ته هم ځای ورکړل شوی دی. چې پر بنسټ یې ۳۱ سلنه خلکو له کوره د باندې د ښځو له کارکولو په وړاندې خپل مخالفت څرګند کړی او د نجونو له زدکړو نه ملاتړ چې د ۲۰۰۹ کال په ډسامبر کې یې کچه ۶۶ په سلو کې وه د دغې اروزنې پر بنسټ ۵۹ ته راټیټه شوې ده.

نظر پوښتنه

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .