نظر پوښتنه: په افغانستان کې د اورپکۍ ملاتړ په لوړېدو دی!

په افغانستان کې يوه ملي نظرپوښتنه ښيي چې له (۲۰۰۵) کال راهيسې د هر بل وخت په پرتله لا ډېر افغانان د دې احساس کوي چې د امريکا او ناټو ځواکونو پر وړاندې بريدونو سپيانوی کېدی شي.

په نظر پوښته کې (۲۷) سلنه وايي د امريکا او ناټو ځواکونو پر ضد بريدونه سم کار دی، په داسې حال کې چې (۶۴) سلنه بيا له دغه نظر سره موافق نه دي.

په نظر پوښتنه کې چې (بي بي سي)، (اې بي سي)، (اې ار ډي) او (شنګټن پوسټ) له خوا د افغانستان په ټولو (۳۴) ولايتونو کې ترسره شوې، نژدې (۱۶۹۱) افغانان په کې پوښتل شوي دي. په نظر پوښتنه کې د امنيت مساله له اقتصاد او دندو موندنې اوښتې او اوس د افغانانو تر ټولو زياتې اندېښنې جوړوي.

له کابله د پاول ووډ راپور

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .