د افغانستان ٪۷۰ اوبه بهر ته بهېږي

کریم خلیلي
Image caption د افغان ولسمشر دويم مرستيال کريم خليلي له مرستندويه هېوادونو غوښتنه وکړه چې له هېواد سره يې د دغو موخو ته د رسېدو په چاره کې مرسته او لاس نيوى وکړي

افغان حکومت خبردارى ورکړى که چېرته د افغانستان له اوبو نه په سمه توگه کار وانخيستل شي، نو په وينا يې دغه هېواد به په راتلونکو څو کالو کې له سختو اقتصادي او ټولنيزو کړکېچونو او ناخوالو سره مخامخ شي.

افغانستان د اوبو سترې زېرمې لري، خو د دغو اوبو ۷۰ سلنه ضايع کېږي، افغان حکومت د دغو اوبو د کابو کولو لپاره دوه ورځنى کنفرانس رابللى چې د اړونده ادارو تر څنگ د ځينو مرستندويه هېوادونو استازي هم په کې برخه لري.

د دغې غونډې موخه په کور د ننه او بهر کې د کارپوهانو د نظرونو شريکول په گوته شوي.

په کابل کې د امريکې سفير د غونډې برخه والو ته وويل چې د دغو اوبو په کابو کول به په سيمه کې د سولې او ټيکاو په راوستو کې هم مرسته وکړي.

افغانستان د دنگو، دنگو غرو په شته والي او د پرېمانه واورو په ورېدو د روانو اوبو پراخه سرچينې لري چې هر کال شاوخوا ۵۷ ميلارد متر مکعبه اوبه ترېنه بهيږي، خو د دغه هېواد اوسېدونکي يې ايله د ۳۰ سلنې نه گټه پورته کوي.

د ځينو کارپوهانو له نظره که افغانستان له دغو اوبو نه په سمه توگه گټه واخلي نو کولاى شي چې په کور د ننه هر کال په لسگونه زره ميگاواټه برېښنا تر لاسه کړي، چې له امله يې د برېښنا له پلوه نه يوازې دا چې په ځان به بسيا وي، بلکې ښايي د سيمې په کچه د برېښنا د صادروونکو په سر کتار کې هم وشميرل شي.

دا رنگه د دغو اوبو نه په سمې گټې اخيستنې سره کيدلاى شي چې مليونونه هکتاره شاړې ځمکې هم خړوبه شي او پر مټ يې افغانستان د مېوو او غلو دانو په ستر توليدوونکي هېواد بدل کړي، چې دغو ټولو ته په کتو به په افغانستان کې د وزگارتيا مخه ونيوله شي او بې وزلي به له منځه لاړه شي.

خو افغان حکومت سر له اوسه نيت کړى چې دغو موخو ته د رسېدو لپاره د ځينو کورنيو او بهرنيو کارپوهانو په سلا مشورو ورسېږي، چې په کابل کې رابلل شوې دوه ورځنۍ غونډه يې ښه بېلگه ده.

د افغان ولسمشر دويم مرستيال کريم خليلي له مرستندويه هېوادونو غوښتنه وکړه چې له هېواد سره يې د دغو موخو ته د رسېدو په چاره کې مرسته او لاس نيوى وکړي:

''که په هېواد کې د اوبو د خوندي کولو، پراختيا او مديريت په برخه کې لازم گامونه وانه خيستل شي ، نو په نژدې راتلونکې کې به له سترو اقتصادي او ټولنيزو کړکېچونو سره مخامخ شو، همدغې موضوع ته په کتو سره له ټولو دوستو هېوادونو او نورو مرستندويه ټولنو نه غواړم چې د اوبو د زېرمو د خوندي کولو په برخه کې دې له موږ سره مرستې او همکاري وکړي. ''

دا رنگه د افغانستان د اوبو او بريښنا وزير محمد اسماعيل اندېښنه په ډاگه کړه چې هېواد يې د اقليمي بدلونونو په وجه د ستر گواښ سره مخامخ لوری دى او په وينا يې چې يوازېنۍ لار د اوبو نه د سمې گټې اخيستنې ورپاتې ده چې کېداى شي په دې توگه د وچکالۍ او سېلابونو او نيزونو د راوتو مخه ډب کړي.

د اوبو او برېښنا د وزير په خبره د دريابونو د غاړو لپاره د پخو دېوالونو او د برېښنا د بندونو جوړونه هغه څه دي چې وزارت يې د اوبو د خوندي کولو لپاره په پام کې لري:

'' له همدې کبله دا مهال موږ د پنځو سيندونو پر سر د ۲۴ بندونو لپاره مطالعې پيل کړي دي چې د ځينو يې عملي چارې هم پيل شوي دي، د ځينو نورو د پلي کولو او د يو شمېر نورو په اړه يې څيړنې روانې دي.''

Image caption افغانستان د اوبو سترې زېرمې لري، خو د دغو اوبو ۷۰ سلنه ضايع کېږي.

په دغې جوړه شوې غونډه کې په کابل کې د امريکې سفير کارل ايکنبيري هم په افغانستان کې د اوبو د زېرمو په ارزښت خبرې وکړې او هغه يې په سيمه کې د امن او ټيکاو لپاره اړينې وبللې.

په افغانستان کې د نفوسو ډېرېدل، د هوا تودوخې او د يخچالانو ويلې کېدل د دې لامل شوي چې د خلکو تر منځ د اوبو ارزښت لوړ کړي.

د ځينو کارپوهانو له نظره په نړۍ کې د اوبو کمى ښايي په راتلونکو کلونو کې د ډېرو هېوادونو ترمنځ اختلافات رادبره کړي چې په دې توګه نورو زياتو لانجو گونجو ته لاره هواره کړي.