کامیرون: 'په ۲۰۱۴ کې د برتانیا پوځي ماموریت پای ته رسېږي'

کامېرن
Image caption ښاغلي کامېرن له افغانستان سره د برتانیا پر مرسته ټيګار وکړ.

د برتانيا لومړی وزير واک ته له رسېدو وروسته په دويم ځل افغانستان ته د خپل سفر پر مهال له افغانستان سره د اوږدمهالو مرستو او همکاريو ژمنه وکړه.

هغه له ولسمشر کرزي سره يوې خبري ناستې ته په وينا کې يو ځل بيا کره کړه چې ځواکونه به يې له ۲۰۱۴ کاله ورسته په افغانستان کې پوځي ماموريت و نه لري.

دا دويم ځل دی چې د برتانيا لومړی وزير ډېويډ کامېرن واک ته له رسېدو وروسته افغانستان ته رسمي سفر کوي

ښاغلي کامېرن د سه شنبې پر ورځ له ښاغلي کرزي سره تر کتنې وروسته په يوه خبري ناسته کې په افغانستان کې د برتانيا پر پوځي ماموريت او ونډې خبرې وکړې .

هغه افغان ځواکونو د امنيتي چارو د مسؤوليت سپارنې ته په اشارې سره وويل دغه بهير به کال ته پيل کېږي او په ۲۰۱۴ کال کې به پای ته رسي چې ورسره به په افغانستان کې د برتانیايي ځواکنو پوځي ماموريت هم پای مومي.

خو نوموړي ټينګار وکړ تر ۲۰۱۴ کاله وروسته به هم بريتانيا له افغانستان سره خپلو مرستو دوام ورکړي:

'' له ۲۰۱۴ کاله وروسته به برتانيايي ځواکونه په افغانستان کې پوځي ونډه و نه لري او شمېر به يې هم تر اوسنۍ کچې راکم شي. دا يو څرګند مهال وېش دی خو دا له افغانستان سره د برتانيا د اړيکو د پای ته رسېدو په مانا نه دی، بلکې د سوداګرۍ او پرمختيايي چارو په برخه کې به زموږ همکارۍ روانې وي.''

ولسمشر کرزي له برتانيا څخه وغوښتل چې د افغان ځواکونو په روزنه کې همکاري زياته کړي چې لومړي وزير کامېر ډاډ ورکړ او تکرار يې کړه چې چې له ۲۰۱۴ کاله وروسته به هم بريتانيا په دغې برخه کې خپلې مرستې روانې وساتي.

د دواړو مشرانو په خبري ناسته کې ښاغلي کرزي د ويکيليکس د هغه رسوا شوي پيغام په اړه هم څرګندونې وکړې چې ګنې په هېملند کې مېشت بريتانيايي ځواکونه يې پر دې پړه بللي ول چې هورې يې سم امنيت را نه ووست.

ښاغلي کرزي وويل د ويکيليکس ځينې برسېره کونې سمې او ځينې نورې ناسمې دي .

نوموړي د افغانستان د ټیکاو په برخه کې د برتانيا د هڅو مننه وکړه او بريتانياييان يې په دغو ټکو مخاطب کړل:

''تاسې د پوځي، روزونکي او يا ملکي مامور په توګه د افغانستان په ډېره خطرناکه سيمه کې فعاليت کویء . زه بيخي په دې پوهېږم او په افغانستان کې د ټيکاو راوستلو لپاره د خپل هېواد د خلکو په استازيتوب ستاسې د قربانيو مننه کوم.''

په ۲۰۰۱ کال چې طالبانو ماتې د ډېويډکامېرن پر څوکۍ ناست سړی ټوني بلير و. هغه افغانستان ته د ده د لومړي سفر پر مهال تصادفا داسې تشريفاتي ګارډ هرکلی ووايه چې له يوه مخه د نړيوالو پوځونو لاس ته ناست او پوروړي ول.

خو د ډېوډيډ کامېرن د خپل دغه سفر پر مهال وويل افغان ملي پوځ او پوليس اوس ښه روزل شوي دي .

په تېر مارچ کې د بل لومړي وزير ګورډن براوون وروستی سفر بيا له هغو سختو تورنو سره ملګری و چې ګنې په افغانستان کې جنګېدونکې برتانیايي ځواکونه وسايل نه لري .

خو داسې ښکاري د ډېويډ کامېرن پام دغې تشې ته ور اوښتی او له ښاغلي کرزي سره په خبري ناسته کې يې په ډاګه کړه چې ځواکونه يې د پخوا په پرتله اوس ښه سمبال کړي دي.

ښاغلي کامېرن تېره ورځ افغانستان له راتګ سره په هلمند کې خپلو سرتېرو د وينا پرمهال وويل په افغانستان کې پرمختګ کېږي خو ډېرو ورو، له ستونزو ډک او ځنډنی دی.

ډېويډ کامېرن د برتانيا د اوسني حکومت د ځينو نورو چارواکو هغه خبره هم راغبرګه کړه چې دوی په افغانستان څه غواړي.

لومړي وزير وويل د دوی موخه دا نه ده چې د هندوکش په غرنو کې کټ مټ د سويس غوندې ديموکراسي راولي بلکې موخه يې دا ده چې په افغانستان ثبات او امنيت راشي او اقتصاد وکړه.

برتانيا دويم هېواد دی چې تر امريکا ورسته په افغانستان کې ډېر سرتېري لري. ددغه هېواد له شاوخوا لسو زرو پوځيانو څخه ډېر په سويلي ولايت هلمند کې مېشت دي چې د طالبانو پوخ مورچل بلل کېږي.

ګېټس

پر همدې مهال د امریکا دفاع وزیر رابرټ ګېټس هم افغانستان ته په یوه ناڅاپي سفر تللی، چې هلته پوځي پرمختګ له نژدې څخه وګوري.

د پنټاګون ویاند ویلي ښاغلی ګېټس په افغانستان کې د امریکايي پوځيانو له پرمختګه راضي ښکاري.

Image caption دا افغانستان ته د ښاغلي ګېټس لسم سفر دی.

دا افغانستان ته د ګېټس لسم سفر دی، چې تر ده مخکې د تېرې جمعې پر ورځ امریکا ولسمشر بارک اوباما د بګرام هوايي اډې ته تللی و، خو له افغان ولسمشر حامد کرزي سره یې ونه لیدل.

برتانیا په افغانستان کې شاوخوا لس زره پوځيان لري.

تر اوسه په افغانستان کې د برتانیا ۳۴۶ پوځیان وژل شوي.

تر ټولو ډېر خونړی

د ویلو ده چې ۲۰۱۰ کال په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو لپاره تر ټولو ډېر خونړی کال دی.

همدارنګه په روان کال کې په افغانستان کې د ولسي وګړو مرګ ژوبله اوج ته رسېدلې ده.

ورته مطالب