چاپېريال پالي: د هوا ککړتيا تر طالبانو افغانستان ته خطرناکه ده

کابل
Image caption په افغانستان کې د چاپېريالي ککړتيا خطر دومره ستر دى چې د روغتيا نړيوالې ټولنې دغه هيواد د ناافريقايي هيوادو په ډله کې د ککړتيا له لاسه د مړينو له پلوه د ټولو په سر کې راوستى دى.

د افغانستان په لويو ښارونو کې د هوايي ککړتيا د مخنيوي لپاره په کابل کې يو نوى پلان اعلان شوى دى.

د چاپېريال ساتنې ادارې په دې پروگرام کې د هغو موادو پر سملاسي بندولو ټينگار شوى چې کارېدل يې تر ټولو ډېره ککړتيا جوړوي.

اداره وايي هدف دادى چې په دريو کلو کې د کابل د هوا ککړتيا لږ تر لږه لسمه برخه ټيټه شي.

سملاسي ددغه ښار د هوا ککړتيا د نړۍ پر مخ کمسارې بلل کېږي. روغتيايي کارکوونکو موندلې چې د کابل د زرگونو کوچنيانو د کلنۍ مړينې لامل په هوا کې د همدغو ککړو موادو ډېروالى دى.

په افغانستان کې د چاپېريالي ککړتيا خطر دومره ستر دى چې د روغتيا نړيوالې ټولنې دغه هيواد د ناافريقايي هيوادو په ډله کې د ککړتيا له لاسه د مړينو له پلوه د ټولو په سر کې راوستى دى.

د افغان حکومت له خوا په تمويل شوې يوه سروې کې هم، کابل د نړۍ د خورا ککړو ښارونو په ډله کې بلل شوى دى، چې د يوه مهال روڼ آسمان يې اوس دومره تت دى چې تر سلو مترو هاخوا ليدل گران وي.

سروې وايي چې دغه ښار اوس کال دولس مياشتې په لوگيو پوښلى وي او له لوړې داسې برېښي ته وا اور يې اخيستى دى. دا حالت په تېره بيا په ژمي کې لا ويجاړيږي.

چاپېريال پېژندونکي وايي چې په شلو کلو کې د يوه ښار د هوا دومره چټکه ويجاړي سارى نه لري.

ددې تر ټولو لوى لامل د موټرو ډېرېدل، د ککړو تېلو کارېدل، د سون له پاره د زړ ټايرونو او پلاستيکو سوځول، د ونو او بوټو له منځه تلل او په دوړو پوښلي سړکونه دي.

چاپيريال پالي گواښنه کوي چې که ددې حالت غم ژر ونه خوړل شي، ښاري افغانان ښايي پر گڼو ناعلاجه ناروغيو اخته شي. د هغوى په باور، د افغانستان لپاره تر طالبانو هم د ککړې هوا خطر ډېر دى.

ځينې هغه اقدامات چې د ککړتيا په مخنيوي کې اغېزمن پرېوتلى شي، د کارپوهانو له نظره دادي:

  • د شخصي موټرو د کارېدنې جدي کنټرول،
  • د زړو موټرو پر راتگ يو مخيز بنديز،
  • پر هغو موټرو د لوړې ماليې لگول چې ډېر تېل خوري،
  • د ښاري ټرانسپورت عامول او خلک هڅول چې کار ترې واخلي،
  • د تېلو د کيفيت جدي کنټرول او د ټيټ سلفر لرونکو ډيزولو رواجول،
  • د شنو سيمو او پارکونو ډېرول،
  • د ښاري بدرفت سيستم جوړول،
  • او تر ټولو مهم په تبليغاتو سره د چاپيريالي ککړتيا پر خطر د ولس خبرول.

د نړۍ د ځينو نورو هيوادو تجربې هم کېداى شي په دې برخه گټورې پرېوزي. مثلا" په لندن کې د ښار يوې ټاکلې سيمې ته د موټر پر ننه وتو محصول لگول کېږي او پر درولو يې هم خورا لوړه بيه لگول شوې ده.

ورته مطالب