د عایشې د پزې غوڅېدو په تړاو د هغې خسر نیول شوی

عایشه
Image caption عایشه د هغې د پزې او غوږ د عملیاتو لپاره په تېره اګست میاشت کې د امریاک کالیفورنیا ته یووړل شوه، چې لاهم همالته ده.

د افغانستان په ارزوګان ولایت کې د ۱۸ کلنې عایشې، چې له کوره یې د تېښتې د سزا په تړاو پوزه او غوږ غوڅ شوي ول، اوس یې خسر د پولیسو تر پوښتنو ګروېږنو لاندې راغلی.

د عایشې پر کورنۍ تور دی چې ګني د هغې غوږ او پزه یې غوڅ کړي دي.

د عایشې خسر حاجي سلیمان تېره اوونۍ د اروزګان ولایت په چوره ولسوالۍ کې ونیول شو.

اوس پولیس له هغه څخه پوښتنې ګروېږنې کوي.

حاجي سلیمان بي بي سي ته ویلي چې ګني هغه بې ګناه دی.

عایشه د هغې د پزې او غوږ د عملیاتو لپاره په تېره اګست میاشت کې د امریاک کالیفورنیا ته یووړل شوه، چې لاهم همالته ده.

د هغې عکس په تېر جولای میاشت کې د ټایم مجلې پر پوښتنۍ چاپ شو، چې موضوع یې په رسنیو کې د سر په ټکو کې یادېده.

نوموړي ویلي: "موږ دا کار د عایشې د پلار محمد زي تر شکایت وروسته وکړ."

حاجي سلیمان دا مهال په زندان کې دی.

سلیمان د ارزوګان له مرکزي زندان ترینکوټ څخه د تیلې فون پر کرښه بي بي سي ته ویلي چې ګني هغه بې ګناه دی.

دی وايي: "زه بې ګناه یم. د عایشې پلار ما تورنوي. هغه غوښتنه کړې وه، چې عایشه ووژنم ځکه چې له کوره د هغې تېښته د هغې پلار ته لوی سرخوږی جوړ کړی و."

خو د عایشې پلار محمد زي بیا بي بي سي ته یولي چې د سیمه ییز دولت پر ارزونو باور نه لري، او له امریکا نه د خپلې لور بېرته ستنېدل غواړي.

د عایشې پلار ویلي: "هغه د بهرنیانو په لسا له کوره وتښتول شوه، نور په ارزوګان کې ژوند نشو کولی. کله مې چې لور راستنه شي، له دې ځایه به وکوچېږم او بل ځای به ژوند غوره کړم."

Image caption د رپوټونو تر مخه، عایشه په کوچنیوالي کې د خپلې کورنۍ لخوا په "بدو" کې ورکړل شوې وه، چې بیا وروسته له هغې سره د هغې د خسرګنۍ د ناسم چلند له امله له کوره په تېښته شوه.

مخکې داسې رپوټ ورکړل شوی و چې ګني د عایشې د غوږ او پوزې د غوڅولو امر د طالبانو د محکمې لخوا ورکړل شوی و، چې د هغې د مېړه لخوا عملي شو.

د رپوټونو تر مخه، عایشه په کوچنیوالي کې د خپلې کورنۍ لخوا په "بدو" کې ورکړل شوې وه، چې بیا وروسته له هغې سره د هغې د خسرګنۍ د ناسم چلند له امله له کوره په تېښته شوه.