ګلاب منګل په ولسي تلفاتو افغان او بهرني ځواکونه ملامتوي

ګلاب منګل
Image caption د هلمند والي گلاب منگل په ياده ولسوالۍ كې د ملكي وگړو مرگ ژوبه مني او د ملكي وگړو په مرگ ژوبله كې نړيوال ځواكونه پړه بولي، خو د حكومت مخالفين پكې تر ټولو خواوو زيات زيات گرم بولي:

په دې ورستيو كى د سنگين ولسوالي په شاوخوا سيمو كى د ولسي وگړو مرگ ژوبله زياته شوې خو چارواكى يې د امريكايي سمندري ځواكونو له ورتگ سره امنيتي حالت ښه بولي.

څلور مياشتې وړاندې له همدې ولسوالۍ څخه د برتانيا سرتېري وتلي او پرځای يې د امريكا سمندري ځواكونه د امنيت او بيارغوني په موخه ځای پر ځاي شوي.

د هلمند والي محمد گلاب منگل وويل چى يونيم كال وړاندې په سنګین ولسوالۍ كې د افغان ځواكونو د كمښت او برتانوي ځواكونو په موجودیت کې فعاليت كمزوری و، خو هلمند ته د امريكايي ځواكونو له راتگ سره امنيت ښه شوی.

كه ښاغلي منگل په همدې ولايت كې د امنيتي وضعیت ښه بولي، خو په ځينو ولسواليو كې ولسي وگړي وايي چې دغلته ډاډمن امنيت نه شته او د نا امنۍ له پلوه خپلې سيمې ډادمنې نه بولي، دغه کسان تر ټولو بيا په دې برخه کې د سنگين ولسوالي يادوي چې تر نورو هغو نایامنه ده.

قمرگله چى عمر يې د ۲۰ كلنو په شاوخوا كى دی او د امهال د هلمند ولايت په بست روغتون كى تر درملني لاندي ده خپل دوه كمكي اولادونه، میړه او خسر يي د نړيوالو ځواكونوپه هوايي بريد كى له لاسه وركړي وايي چې جگړو د هغوى کورنۍ لولپه کړه:

د قمرګلې کیسه

''زموږ کور د یوې نظامي پوستې مخ ته پروت دی، دې پوستې ته نژدې چورلکې کښېناستې، په دې وخت کې موږ پوی نه شوو چې ایا طالبانو پر پوځيانو ډزې وکړې او که څنګه، زما کوچنۍ لورکۍ په دغه خونه کې ویده وه، پلار یې غوښتل چې ښار ته ولاړ شي، او د اختر لپاره ضروري توکي راونیسي.

پر همدې مهال هلیکوپټرې والوتې یوه الوتکه ډېره تیزه راغله او پر ځمکه یې مان واچاوه، زموږ کور اور واخیست، میړه مې وسوځېد، ټول بدن یې وسوځېد، په دې پېښه کې زما میړه، خسر او دوه ماشومان ټول لولپه او شهیدان شول.''

د سنګین ولسوالۍ ځينې خلک وايي چي د امريكايي ځواكونو له ورتگ سره ملكي وگړو ته درنه مرگ ژوبله اوښتې او د امنيت له خوا هم کوم د پام وړ بدلون نه ليدل کيږي.

د هلمند یو اوسېدونکی محمد اخلاص وايي:

''ټولې هدیرې زموږ له مړو او روغتونونه زموږ له ټپيانو ډک دي، زه نه پوهېږم دا د چا ګناه ده؟ ''

Image caption د سنګین ولسوالۍ ځينې خلک وايي چي د امريكايي ځواكونو له ورتگ سره ملكي وگړو ته درنه مرگ ژوبله اوښتې او د امنيت له خوا هم کوم د پام وړ بدلون نه ليدل کيږي.

د هلمند والي گلاب منگل په ياده ولسوالۍ كې د ملكي وگړو مرگ ژوبه مني او د ملكي وگړو په مرگ ژوبله كې نړيوال ځواكونه پړه بولي، خو د حكومت مخالفين پكې تر ټولو خواوو زيات زيات گرم بولي:

''هلته زموږ ادارې او مېشتو برتانوي او افغان ځواکونو چې هغه مهال یې شمېر ډېر لږ و، ونه شو کړای چې په سنګین ولسوالۍ کې مثبت بدلون راولو، خو کله چې هلمند ته امریکايي ځواکونه راغلل او زموږ پولیس پیاوړي شول.

په هلمند کې مثبت بدلون راغی. د دې پرځای چې د ایساف او یا افغان ځواکونو د هلمند د نارامیو په کابو کولو ملامت شي، مخالفینو ته باید د ملامتۍ ګوته ونیول شي. خو بیا هم زه ایساف او د افغانستان وسله والو ځواکونه په ملکي تلفاتو ملامت بولم.''

ورته مطالب